Categories

اعلان

Loading…

Category Archives: کره کتنه

خرمړي ته کتنه | کره کتونکی: همایون بهادري

خرمړی د ترکي لیکوال محمود نصرت، چې په نړۍ کې په عزیزنسین پېژندل شوی، د سیاسي او ټولنیزو طنزونو ټولګه ده. غزیزنسین نور ډېر آثار لري چې تقریباً ټول یې نړیوال شهرت لري، خو د خرمړي په نامه طنزي ټولګه یې سره له دې چې نړیوال شهرت لري او د نړۍ ډېرو ژبوته ژباړل شوې…

553 total views, no views today

نور

استاد منلی د ليک په شېبه کې | عبدالحق سلامزوی

“د لېک شېبې” د استاد نجيب منلي د ژبنيو، ادبي او کلتوري ليکنو ټولګه ده. د نوې ژبپوهنې پر مسألو غږېږي؛ په ژبه کې پر شته ستونزو خبرې کوي او په ژبه کې د نويو څېړنو ور راته پرانيزي. د ګشتالت په ژبپوهنه کې يې د “ادراک” پر مسأله ليکنه؛ همدارنګه د “وينا” په ژبپوهنه…

536 total views, no views today

نور

  استاد زیار څه وايي؟ | لیکوال: عبدالباري جهاني

 د رواني میاشتي اکټوبر پرپنځمه مي، په همدې دروند سایټ کي، د پوهاند صېب ډاکټر مجاوراحمد زیار صېب یو مضمون، چي د عبدالنافع همت د « باره او بالا» د تورو د استعمال په مقابل کي وبخښی په وړاندي یې لیکلی وو، ولووست. دا مضون چي زیار صېب په هرنیت لیکلی وي هغه د ده…

1,846 total views, 1 views today

نور

قمارباز او د هغه لیکوال | کره کتونکی: عتیق الله ساحل

       قمارباز ناول د روسیې د وتلي لیکوال فیودور میخائیلوویچ داستایوفسکي اثر دی. داستایوفسکي په (۱۸۲۱م) کال په مسکو کې زیږېدلی دی. نوموړی په روسي داستان لیکنه کې د روان او رواني سپړنې ستر ماهر او پر نړیوالو ادبیاتو د نه بیانېدونکي اغېز خاوند دی. پلار یې میخائیل اندریوویچ نومېده. داستایوفسکي خپلې لوړې زده کړې په…

603 total views, no views today

نور

د تخلیق هېنداره

 عصمت الله صالح  لیکوالي له حواسو سره د پدیدو ټکر ته وايي. خو دغه تصادفات- چې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې پېښیږي- ډېر ځله انسان د ناکره فکر ایجاد ته هڅوي او له نابودو نسخو سېوا، لوستونکي ته نور هېڅ په لاس نه ورکوي. ځکه موږ په خپلو ورځنیو چارو کې له ډېرو داسې…

673 total views, 2 views today

نور

په «کېني او ښامار» کتاب کې څه راغلي؟

لیکواله: هوسۍ طارق «کېني او ښامار» د ټوني ډېټر لېځي اثر دی، دا اثر اناهيتا روهي پښتو ته ژباړلی. مخکې له دې چې د داستان په اړه څه وليکو، اړينه بولو چې د ماشومتوب د دورې او د ماشومانو د روزنې په هکله يوه لنډه يادونه وکړو. موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې…

600 total views, no views today

نور

د نوښت لارې په «ته نوښتګر يې» کتاب کې

لیکوال: نجیب الله ځیرک   په کتابونو کې یوازې او یوازې تیوري بیانول هم د ګټې وړ کار نه دی. تکړه امریکايي لیکوال سټيفېن ریچارډ کووې – د اغېزناکو خلکو د اووه عادتونو کتاب لیکوال – هم ویلي و، چې په ارواپوهنیزو، مدیتریتي او د نوښتګرۍ برخې په کتابونو کې تر ډېر کوښښ وشي، چې یوازې…

698 total views, 1 views today

نور

شیخ املاء بخارایي څوک وو؟ | محمد معصوم هوتک

په پښتو ادب کي د شیخ املاء محمدي بخارایي (۱۱۶۴ هـق مړ) له نامه سره موږ  وار د واره د عبدالرحیم هوتک په کلام کي مخامخ سوي یو. عبدالرحیم هوتک چي له خپلي پلرنۍ مېني څخه تر وتلو او یو لړ اوږدو سرگردانیو او مسافرتونو وروسته بخارا ته رسېدلی دئ، هورې ئې د شیخ املاء…

2,267 total views, no views today

نور