Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کي د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نی ساحوي دفتر د خواشينۍ پيغام

په ډيري خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چي د هلمند ولايت د بست محلي راډيو خبريال نوراحمد نوري د نامعلومو وسله والو له خوا وژل سوی او جسد يې تيره شپه ناوخته د هلمند مرکز لښکرګاه د شورمانو په سيمه کي په داسي حال کي د پوليسو له لوري پيدا سوی چي لاسونه يې ترشاه تړلي وه…

4 total views, no views today

نور

کندهار پریس کلب د شهید نوري دقاتلینو دنیول کېدو غوښتنه کوي

کندهار پریس کلب د شهید نوري دقاتلینو دنیول کېدو غوښتنه کوي په ډیره خواشني سره  باید ووایو چي زموږ د مطبوعاتو د کورنۍ یو غړی تیره ورځ په هلمند  کي د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت رسیدلي  دي  . نوراحمد نوري په هلمند کي دبست راډیو فعال غړی او د نیویارک ټایمز پخوانی همکار وو…

5 total views, no views today

نور

محمدیار یار یادونه: استاد غضنفر ته مې زنګ وواهه

–        استاد څنګه دی؟ –        ښه دی، سبا يې هندوستان ته وړو. –        څه خدمت؟ –        بس دعا وکړئ. ما حرص وکړ چې پر نورو هم د دعا ږغ وکړم. هغه مې د خپلې دعا نفس په خپله خوله کې وخوت. دعا وکړئ. ډېر یخ مې کېږي. ان زامې مې نه کړپي. او سترګې مې …

3 total views, no views today

نور

د لوی غم خبر، د بېنوا فرهنګي ټولنې تاثر

د لوی غم خبر راغی چې ( د پښتو غزل ستوری) ولوید. انا لله و انا الیه راجعون مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی د پښتو غزل د کلاسیک او معاصر رنګونو او خوندونو د امتزاج یو مسلم استاد و، هغه پر دې ډګر د کمیت او کیفیت له مخې د خپل اوږده او ثمر بخش…

4 total views, 1 views today

نور

د مرحوم استاد پسرلي ابدي سفر، د و.ا.ګ پیغام

په ډېر خپګان سره خبر شوو چې د پښتو ادب او مقاومت کلک سنګر راونړېد او استاد محمد صدیق پسرلی د تل لپاره د ابدي منزل پر لور د خپل مزل لاره راڅخه بېله کړه. انا لله و انا الیه راجعون مرحوم پسرلي د یوه مشر او پاخه استاد په صفت د فکر رڼا ته…

1 total views, no views today

نور

استاد پسرلی په ابدي سفر ولاړ/ ودان افغانستان – کندهار

  کله چي په هستۍ کښي د نیستۍ خبره کیږي، دستي افغانان چا ته ور په زړه سي، موږ که د جمال او د جلال په یاد اوښکي توی کړي خو په ژوند مو د جمال او د جلال پرقدم،قدم نه دئ ایښئ! همدا علت دی چي ورځ تربلي ورانیږو. نن سهار مو د پښتو…

10 total views, no views today

نور

د پښتو د غزل ستوری په ابدي سفر ولاړ/ روهي ادبي بهیر- کندهار

موږ خو دغمونو او ویر سره اشنا ولسونه یوو خو نن چي مي د پښتو د غزل دپاچا، پیاوړي لیکوال او د دې عصرد ډیرښه فرهنګي استاد محمد صدیق پسرلي د مړني خبر واورېد، مغزونه ورته عاجز او پر اوږو مو د وړلو توان نه وو. که استاد په فزیکي لحاظ زموږ له منځه کوچ…

10 total views, no views today

نور

شپه / اسرار ګاندهي ژباړه: احمدشاه پاڅون

دا مهال د شپې ۱۱ بجې وې. داسي یخني وه چي د وجود غوښي یې ریبلې. سړکونه وران وجاړ وه او کندي هم دومره زیاتي سوي وې چي یوازي څو قدمه په سمه توګه تلل هم ستونزمن وه. د کوڅې څراغونه هم لکه سوءتغزیه ماشومان کمزوري وه. سړک ته چي راپورته سو د تعجب په…

9 total views, no views today

نور