Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني له هندي مشرانو سره د خبرو لپاره ډیلي ته ځي

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سبا /چهارشنبه/ هند ته په رسمي سفر لاړ شي. ښاغلی غني به د نوي ډیلي د سفر په لړ کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي. ښاغلی غني وروسته له دې هند ته ځي…

3,922 total views, 3,922 views today

نور

چین د افغانستان په سوله کې د پاکستان د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ

تاند- چین نن /سې شنبه/ وویل چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره د عمل د پلان د ملاتړ او د منځګړتوب لپاره افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر هرکلی کوي. د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ کابل ته سفر…

5,069 total views, 5,069 views today

نور

پکتیکا: په (۴۰) ملیون افغانیو سربند جوړیږي

د پکتیکا ولایت مرکز اړوند خواجه خېلو سیمه کې د ( ۴۰) مېلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی سربند جوړیږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي. د سه شنبې په ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد سربند د بنسټ ډبره کېښوده او رسمآ یې د جوړېدو چارې پیل…

53 total views, 53 views today

نور

د لومړي ځل لپاره په هایدروجن چلیدونکي رېلګاډي کار پیل کړ

تاند- په جرمني کې د نړۍ لومړني په هایدروجن چلېدونکي رېلګاډي په کار پیل وکړ. جرمني، چې غواړي په هیواد کې ډیزل یومخ منع کړي، هایدروجني او الیکترونیکي نقلیه وسایل ډېر کړي. دوو شنو رېلګاډو، چې د فرانسې الستوم (Alstom) کمپنۍ جوړ کړي، د جرمني په شمال کې د (Cuxhaven, Bremerhaven, Bremervoerde او Buxtehude) ښارونو…

6,464 total views, 6,464 views today

نور

شپږ دلایل چې د ډېرو ځیرکو کسانو خوښي اخلي

ژباړه: ضمیر ساپی   که څه هم ډېر هوښیار او ځیرک خلک د ژوند په ډېرو چارو کې له نورو متفاوت او بریالي وي، خو د ځینو دلایلو له کبله یې ژوند تریخ وي. که تاسې هم داسې احساس کوئ او غواړئ په دې اړه نور مالومات ترلاسه کړئ لاندې شپږ دلایل ولولئ. ۱ – د…

104 total views, 104 views today

نور

بې کاري، د وطن ورانولو پلمه کیدای شي؟ | نوید احمد څرک

وايي، خلک بې کاره دي، ځکه غلا، وژنې، اختطاف، ترور، باج ګیري او جګړه زیاته شوې. که په بې کارۍ شي، د افغانستان کې د نفوس په اندازه د هند خلک په سړکونو ژوند کوي، همدا د سړک غاړه یې کور او نغری دی، هیچا هم جګړه و نه کړه او هیچا دومره غلا، ترور…

58 total views, 58 views today

نور

عمران خان بنګالي او افغان ماشومانو ته د تابعیت ورکولو د دریځ دفاع وکړه خو ویې ویل چې دا یوازې وړاندیز دی

تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /سې شنبه/ یووار بیا د خپل دې دریځ دفاع وکړه چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان او په ځانګړي ډول بنګالي ماشومانو ته دې د پاکستان تابعیت ورکړل شي. عمران خان، چې د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) په غونډه کې خبرې کولې، وویل«په پاکستان کې زېږېدلي ماشومان باید…

4,910 total views, 4,910 views today

نور

په بلخ ولایت کې یوه غدار پولیس خپل لږترلږه ۹ ملګي ووژل

تاند- یوه غدار پولیس د بلخ ولایت په یوه پوسته کې خپل لږترلږه ۹ ملګري ووژل. د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې د پولیسو یوه چارواکي محمد دین خنجر نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، په دې پېښه کې، چې تېر ماښام وشوه، یو پولیس ټپي شوی او ۳ نور بې درکه شوي دي.…

1,663 total views, 1,663 views today

نور