Categories

اعلان

Loading…

مازدیګر/اجمل پسرلی

د مرغۍ غږ شو، کړکۍ مې پرانیسته.  واښه شمال پوړول، لمر ځلوول. ورڅيرمه پر ګلونو سیوری راغلی و. پنځه کاله مخکې پوره پنځه کاله مخکې همداسې وخت و لا ماښام نه و چې په هوایي ډګر کې مې ولیده. زما الوتکه له شپږمې دروازې الوته، الوتنې ته ساعت او نهه ویشت دقیقې پاتې وې چې…

49 total views, 4 views today

نور

سراب/ اجمل پسرلی

بنننګګګ… مچ و، له بهره د بندې کړکۍ پر ښیښې له ښکته پورته، له پورته ښکته ته. مچ غوښتل چې کوټې ته ننوځي خو ښیښه یې تر پښو لاندې سراب وه. دی یې بیا بیا تیرایسته. اخر یې د کړکۍ په یوه کونج کې ځان غلی ونیو.  د کوټې دننه یو سړي هډوکی وچیچه. د…

24 total views, 1 views today

نور

بنګړي/ اجمل پسرلی

له ریاضه تر کابله مې په الوتکه کې له کړکۍ وریځو ته کتل، تور بخونې وریځې اوښتې رااوښتې. میرمن مې بیا بیا په زړه راګرځیده. درې میاشتې مخکې یې په چاودنه کې د سترګو مخکې پلار وژل شوی و. ما ویل چې غم یې لرې شي نو د سرو زرو اته بنګړي مې ورته اخیستي…

20 total views, no views today

نور

ځوړ/ اجمل پسرلی

 د غونډۍ په لمن کې یې ستما وه. ملا ته یې لاس ونیو. سترګې یې سره وروستې. خوله یې خلاصه پاتې وه. چې لږ دمه یې جوړه شوه پر غونډۍ یې نظر تیر کړ، یوه جوړه د غونډۍ ترنیمایي رسیدلې وه: « په ځواني کې ولې ډیر نه ورپورته کیدم» د غونډۍ پر سر د…

35 total views, 4 views today

نور

ګوډ/محمد خالص ادیب

پښې ته یې وکتل، ښه شېبه یې سترګې په کې ګنډلې وې، وروسته یې ټککو (لکړو) ته لاس وراوږد کړ، چپ لاس یې په ځمکه کېښود، پورته شو، دواړه ټککونه یې په تخرګونو کې تکیه کړل، په لاسونو یې زور وکړ، ورو ـ ورو روان شو، څو قدمه وړاندې ولاړ، دېوال ته یې څنګ ووهلو،…

44 total views, 5 views today

نور

سوی/ اجمل پسرلی

ماشوم مړ مرغه له اوږدې مښوکې راکاږه. د مرغه بڼې یې پرلاس پستې ولګیدې. ده یې پر بڼکو ورو ورو لاس تیر راتیر کړ.  د « څه کوې؟» له ډډ غږ سره وریږدیده، مرغه یې پریښود، په وارخطایي یې شاته وکتل.  ږیرور دنګ سړي مرغه په لته وواهه، مرغه لکه توپ په هوا شو او…

57 total views, 4 views today

نور

بزغلی/اجمل پسرلی

پاول بوټي ږدول. لیندا خپل طلایي ویښته په قیدک کې بندول. پاول پرته له دې چې دې ته وګوري خپلې اوږدې څڼې پر مړوند د غوږ شاته واړولې: -له پخوانۍ میرمنې سره به مې هر کال ویل چې نوي ګلان به تجربه کوم  لیندا له ګلانو مخ واړاوه. پاول د زیړ ګل د بزغلي بیخ…

32 total views, 5 views today

نور

اخ/ اجمل پسرلی

د سمندر پر سر لمر پټپټونی کاوه. د وریځو یوه څپه به یې له مخې سمه نه وه  لرې شوې چې نورې وریځې به پرې راغلې. د (شګلن سمندرغاړې) ترڅنګ رهي وم. دلته هتله غوټه غوټه بوټي رابوټیدلي وو. وړاندې خړه غونډۍ هسکه ایسیده. د غونډې سر تیره تیک معلومیده، داسې ښکاریده لکه چې غر…

10 total views, 2 views today

نور