Categories

روايتونه | اجمل ښکلی

په ژبه کې مانا له کومه راځي؟ منلی ځواب دا دی، چې موږ د څيز(مصداق) او دال(کلمې) ترمنځ قرارداد کړی دی؛ نو چې (ونه) ووايو، مخاطب په اسانه پوهېږي، چې مطلب يې بهر په ځمکه کې ښخي په پاڼو پوښلې هغه ماده ده، چې سيوری، ګل او مېوه لري.

د رغښتوالې له مخې: د دال او مصداق ترمنځ اړيکه نشته، بلکې ژبه په داخل کې داسې رغښت لري او د ټولو ژبنيو توکيو ترمنځ د افقي او عمودي اړيکو داسې جال خپور دی، چې يو بل ته مانا ورکوي. مثلا: ونه ځکه پېژنم، چې د مناسبت، مشابهت او تضاد په تړاو کې ورسره نور ژبني عناصر پېژنم. (ونه) راته ځکه مانا لري، چې ځمکه، لمر، حيوانات او…. پېژنو.

د رغښتوالې له مخې د مصداق(څيز) او دال(له خولې راوتی مانيز غږيز واحد) ترمنځ انساني ذهن پروت دی، چې له عواطفو او تخيلاتو لبرېز دی. انسانان ژوند و طبيعت د ژبې په چوکاټ کې تعريفوي؛ خو دا تعريف له عواطفو او تخيلاتو سره ګډ دی. پر دې بنسټ ژبه ژوند ته د عواطفو او خيال رنګونه ورکوي.

نو ګنې (افغانستان) ځکه پېژنم، چې (ايران) او (پاکستان) پېژنم؟ ځکه چې له ايران سره پر اوبو او له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه لانجه لري؟ د (افغانستان) د پېژندلو لپاره دا تعريف بسنه کوي؟

ليوتار په خپل اثر (The Post Modern Condition) کې د ژبې د مانا ترشا د روايتونو لاس وليد. افغانستان ځکه پېژنم، چې د جګړو، ماتو، سوبو، پرمختګونو، په شاتګونو، پراخېدو او وېش کيسې مې يې اورېدلې دي. کله چې زه د افغانستان او فرانسې ترمنځ پرتليز فکر کوم؛ نو زما فکر په تاريخې روايتونو کې ورکېږي او پر دوو مختلفو لوريو روانېږي. د فرانسې په اړه مې تصور ته رنسانس، د فلسفې بېلابېل مکتبونه، لوی انقلاب او پرمختللی فرهنګ راځي او د افغانستان تصور چې په ذهن کې جوړوم؛ نو د احمدشاه بابا کارنامې، د شاه زمان ړندېدل، د ميوند جګړه، د ډيورنډ تړون او د امان الله خان د پرمختګ هڅې يې رغنده عناصر وي.

موږ له خپلو تېرو نسلونو سره د کيسو په تار تړلي يو. دا کيسې موږ ته د روايتونو په مټ رارسېدلې دي؛ خو له ژبې پرته د دې روايتونو انتقال ممکن نه و او بل دا چې دا کيسي موږ ته عاطفي ارزښت لري. ژبه هڅه کوي، چې دا کيسې موږ ته رکې روغې راورسوي. له دې ځايه په دوو خبرو پوهېږو، چې په ژبه کې مانا له عاطفې نه په اسانه نه بېلېږي او د عاطفې او مانا اساس په روايتونو کې دی. ژبه ځکه مانا لري، چې تر شا يې غرونه غرونه روايتونه ولاړ دي.

خبره يواځې په دې ځای نه ختمېږي، بلکې روايتونه راته د خبرو کولو او د ژبنيو عناصرو ترمنځ د مانيز تړاو پيدا کولو يعنې د عبارتونو او جملو جوړولو امکانات برابروي. همدا روايتونه دي، چې د ژبې په بنسټ کې موجود دي او د ټولو ژبنيو عناصرو ترمنځ غځېدلي دي. مثلا: (شعر) يوه کلمه ده. کله چې زه پر شعر خبرې کوم؛ نو روايتونه راته وايي، چې څه بايد ووايم او څه ونه وايم. کوم عناصر د شعر د تعريف لپاره ضرور دي او کوم ورسره د روايتونو په رڼا کې اړيکه نه لري؟

پر دې اساس که روايتونه نه وي، ژبه محض د بې مانا غږونو ټولګه ده.

په غربي ژبو کې Story او Narrative هممانا دي؛ خو په Narrative کې له يوه نه بل نسل ته د کيسو د انتقال مانا پرته ده، چي انګليسي کې يې (Story telling) يوه بڼه ده.

په پوسټ ماډرنيزم کې Narrative، Super/meta/grand narratives کلمې عامې کارېږي. موږ هم د (روايت) کلمه د راوي يا راويانو له خولې د يوې پېښې يا کيسې انتقال ته وايو؛ خو روايت د دود (Tradition) په مانا هم کاروو، ځکه چې دود، چې د ژوند تېرولو لار راته جوړوي، له خپلو اسلافو نه په راپاتې روايتونو ولاړ دی. موږ له بهرنيو ځواکونو سره ځکه مخالفت کوو، چې د اسلافو کيسې مو اورېدلي، چې څنګه له پرديو مغولو، پارسيانو، سيکانو، انګرېزانو او روسانو سره جنګېدلي. پر دې بنسټ (ننګ) کلمه راته له دغو روايتونو پرته هېڅ مانا نه لري. د هرې، په تېره د هغې کلمې تر شا، چي ټولنيز بنسټ او اهميت ولري، يو عالم روايتونه موجود وي، چې دا کلمه راته پرمانا کوي؛ خو څرنګه چې دا روايتونه د کلچر او ټولنيز ذهنيت په اساس کې موجود وي او د دې له مخې قضاوت کېږي، ځکه نو موږ د دې روايتونو ناسموالي ته په اسانه نه متوجه کېږو.

انسان ژوند د روايت له مخې کوي او دا روايتونه راروانو نسلونو ته د انتقال لپاره دوه لوی وسايل لري، چې يو تاريخ دی او بل د انسان خيال، چې افسانې او کيسې له ځانه ايجادوي. تاريخ په معلوم زمان و مکان کې ترسره شوې پېښي رانتقالوي. د معلوم زمان و مکان خبره چې کوو، مطلب مو دا دی، چې تاريخ راته واقعيت وايي يا راته د واقعيت د ويلو هڅه کوي؛ خو خيال زموږ د خپلو فردي او ټولنيزو خواهشاتو پر بنسټ اسطورې، افسانې او کيسې جوړوي.

تاريخ او تخيل د يو بل په کار کې مداخله کوي. زموږ قومي او مذهبي عواطف د تاريخي روايتونو په بدلون او زموږ له خواهشاتو سره يې په جوړولو کې بې برخې نه دي پاتې شوې. د خپل تاريخ په مطالعه کې وينو، چې ډېرو مورخانو دا کار کړی دی. تخيل هم کله ناکله هڅه کوي، چې له تاريخي نېټو، ځايونو او کرکټرونو استفاده وکړي.

ژوند د انسان د خواهش او بهرنيو بنديزونو يا ځواک ترمنځ زندۍ دی. زموږ شخصيت د دې دواړو د کشمکش محصول دی؛ خو دا دواړو پر روايتونو ولاړ دي. که د فرويډ ايډ(غريزې) ته متوجه شو؛ نو ويلای شو، چې حيواني غريزه همدا داخلي خواهش دی، چې د روايتونو پر بنسټ رامنځته شوی مدنيت ويجاړول غواړي؛ خو پر وړاندې يې بهرني بندېزونه او د بهرنيو اخلاقو په رڼا کې رامنځته شوی ضمير(سوپر ايګو) دی، چې مخه يې نيسي؛ خو د ايډ او سوپر ايګو ترمنځ (زه) يا ايګو دی، چې د دواړو ترمنځ پوهاوی پيدا کوي. ايګو غريزه له ټولنيزو نورمونو سره هماهنګه کوي، چې د انسان خواهش د روايتونو پر بنسټ له رامنځته شوي کلچر نه پښه وانه ړوي، ګنې بيا د وګړيو ټولنيز حيثيت ته زيان رسېږي؛ نو بالعموم د انسان خواهش او بهرنۍ قوه(Force) په روايتونو کې دننه رامنځته کېږي.

ژوند راته بې له ژبې او ژبه راته بې له روايتونو مانا نه لري. روايتونه راته ژوند مانا کوي. داسې کوم زړه ته لوېدونکی ثبوت نه لرو، چې د ژوند مبدا او انتها راته وښيي. د ابوطالب کليم کاشاني شعر دی:

ما ز آغاز و ز انجام جهان بيخبريم

اول و آخر اين کهنه کتاب افتاده است

موږ هڅه کوو، چې د دې کتاب له داخله نه د نړۍ د پيل او پای پاڼې ومومو؛ نو له عقله کار اخلو او فلسفه ايجادوو يا غواړو، چې له بهر نه د نقل پر بنسټ د دې کتاب د سر او پای پاڼې ومومو؛ نو اسطورې او ديني روايتونو ته مخه کوو. نقل د Narration يا روايت بل نوم دی. نو روايتونه راته د ژوند مبدا، موخه او انتها ښيي، چې (له کومه ځايه راغلي يو؟)ٌ (څه بايد وکړو؟) او (چېرته به ځو؟).

موږ ژوند ته بالعموم له ديني زاويې ګورو، ځکه نو ديني روايتونه راسره مرسته کوي، چې د ژوند پيل، موخه او انتها معلوم کړو. د ادم عليه السلام د جنت کيسه، د پيغبرانو د ژوند کيسې او اخرت، دوزخ، جنت، صراط، حورې هغه ديني روايتونه دي، چې د ژوند موخه او انتها راښيي او له دې پرته راته ژوند بې مانا دی.

خدای موږ ته جنت د استوګنې لپاره خوښ کړی و؛ خو شيطان، حضرت انسان تېر ايسته. انسان دې خاورينې کرې ته راغی او اوس پکار ده، چې ژوند د خدای له منشا سره سم په عبادت او تبليغ تېر کړي، چې پر صراط په خيريت واوړي، له دوزخ نه بچ شي او د حورو او شيدو ښکلي جنت ته ورسېږي.

Jeffry R Halverson، H. L Goodall Jr او Steven R. Corman د (Master Narratives of Islamist Extremism) په نامه اثر ليکلی. په دې اثر کې يې د اسلامي افراطيت تر شا بېلابېلو ديني روايتونو، غزوو او نورو جګړو ته اشاره کړې، چې د دين په نامه شوې دي. نوموړی د کتاب په پيل کې د (لوی روايت څه دی؟) پوښتنې ته ځواب وايي:

“په ۱۹۸۰ کال ساګن د (فضا) په نامه يوه خپرونه چلوله، چې هر ټوک يې په دې غږ پيلېده، چې په فضا کې “په ميلياردونو ستوري دي.” له ساينسي پلوه، دا خبره بېخي سمه ده؛ خو دا د هغو ميلياردونو ستورو جمله نه ده، چې تر شا يې ساينس ولاړ دی، بلکې دا هغه روايت دی، چې ساګن د خلکو له کيسو نه راايستی. د دغو کيسو له تړاوه نوموړي د (د فضا په اړه يو غټ تصور) جوړ کړی، چې په رغښت کې يې د (انسان له کوم ځايه راغلی؟)، (چېرته به ځي)، (ستوري څنګه رامنځته شوي؟) او داسې نورو ډېرو پوښتنو ځوابونه پراته دي.

روايتونه يا واړه وي، چې (Narrative) ورته وايي او رولان بارت ورته په لومړي ځل متوجه شو، چې ژوند د کيسو مجموعه ده. دا کيسې ټولې له يوه بل سره تړاو لري او په شريکه بيا لوی روايتونه(Super/grand/meta narrative) جوړوي. لوی روايت راته د ژوند په اړه نړۍ ليد، ايډيالوژي او عقايد راکوي. ليوتار لوی روايت ته د لويې دعوې نوم هم ورکوي. مثلا: مارکس د تاريخي روايتونو پر بنسټ خپله فلسفه ورغوله، چې تاريخ له اقتصادي لوړ ځوړ نه ډک دی. پر دې بنسټ يې لوی روايت دا جوړ کړ، چې ژوند اقتصادي ټکر دی او دا ټکر هله ختمېدای شي، چې اقتصادي سرچينې مساوي ووېشل شي. پسنويتابه دا او د انساني پرمختګ نورې لويې دعوې د نويتابه(ماډرنيټي) دروغجنې وعدې ګڼي، چې له انسانانو سره شوي او په پوسټ ماډرنيزم کې يې ځای نشته. په پوسټ ماډرنيزم کې ژوند د لويو دعوو له بلهاري کېدا وژغورل شو.

د بيلابېلو دينونو پيروان دعوه کوي، چې يو وخت به يې پر ټوله نړۍ راج وي. په مسلمانانو کې هم ځينې کړۍ شته، چې فکر کوي، چې يوه ورځ به يو لوی اسلامي خلافت جوړوي. دا يو لوی روايت، چې له بېشمېرو وړو روايتونو رغېدلې.

د ليوتار په اند: “انسان د لويو روايتونو پر اساس ژوند وکړ او په دې پوه شو، چې دا ډول لويې دعوې دروغجنې او د ټولنيز زبېښاک لپاره دي؛ نو ځان ترې ساتل پکار دي.”(۱:۶۴)

روايتونه چې راته نړۍ ليد راکوي، پر بنسټ يې قضاوت کوو. هر څوک چې پر روايتونو ولاړ زموږ له دې نړۍ ليد سره برابر نه وي، اختلاف ورسره لرو يا په درېيمه نړۍ کې ورسره شر کېږي او په وژلو يې هم سرپه نه کېږي. مثلا: زموږ ملتپاله، ديني، ليبرل، سوسيالستي او… ايډيالوژي راته وايي، چې په ژوند کې بايد څه وکړو؟ دا ايډيالوژي په روايتونو ولاړه ده او موږ داسې فکر کوو، چې همدا موږ په حقه يو او دا بل په ناحقه دی، ځکه چې دا روايتونه ټول زموږ خبره تاييدوي؛ خو کله داسې هم کېږي، چې  تمايلات مو روايتونه هغسې راوښيي، چې څنګه يې موږ غواړو.

په پخوانيو ادبياتو کې هم لوی روايتونه يا دعوې د وړو روايتونو په مټ وړاندې کېدې، چې تلميح يې مهمه وسيله وه:

پلار مې د غنم دانې راوايست له جنته

زه لا تمه دار د غنمرګو د وفا يم

پلار(حضرت آدم)، جنت، د غنم، دانه، تمه، وفا او غنمرنګ د دې شعر اساسي کلمې دي، چې پر مانا يې د روايتونو له مخې پوهېږو. (حضرت ادم څوک و؟ جنت څه شی دی؟ د غنم دانه څه ده؟ تمه څه ته وايي؟ وفا څه ده؟ او غنمرګ څنګه وي؟) د دې کلمو په اړه هغه پوښتنې دي، چې ځوابونه يې په خپلو روايتونو کې موندلای شو. ژوند له هرې کلمې پوښتنه کوي او ځواب روايتونه ورکوي. يعنې روايتونه په کلمو کې مانا پيدا کوي.

د دې شعر په مانيز رغښت کې هم روايتونه پراته دي. د حضرت آدم، د غنم د دانې، وفا، تمه او جنت کلمې ترمنځ تړاو روايتونو پيدا کړی او که دا تړاو نه وای، موږ له دې بيت دا ډول منظم او منسجم فکر نه شو اخيستای، ځکه د دې هرې کلمې تر شا روايتونه موجود دي، چې مانا لري.

که دا کلمې په بل چاپېريال کې له نورو کلمو سره وکاروو؛ نو يو بل لوی روايت جوړوي، چې په جوړښت کې يې دا روايتونه موجود دي؛ خو د دې وړو روايتونو ترمنځ به منطقي ارتباط موجود وي. پر دې بنسټ ويلای شو، چې ژبه د روايتونو د تړاو کيسه ده، چې شعر يې ترمنځ نوې نوې اړيکې پيدا کوي.

د هندي مکتب مهمه ځانګړنه مضمون آفريني ده. په مضمون آفرينۍ کې يوه دعوه کېږي، چې تر شا يې مدعاالمثل موجود وي. د مدعا المثل ځانګړنه دا ده، چې ځان د کيسې غوندې ښيي او د شاعر ادعا ته روايتي يا کيسه ييز رنګ ورکوي. کاظم خان شيدا وايي:

په درياب به څرنګ تر شي کام زما

چې نسکور لکه حباب دی جام زما

وايي، زما د قسمت جام داسې دی لکه حباب چې په درياب باندې نسکور دی، چې ترې راډکېږي نه؛ نو زه به څه خړوب شم، زما تنده به څه ما ته شي.

په پاسني شعر کې د درياب پر سر د حباب د رامنځته کېدو، له منځه تلو او نسکورېدو پېښې ته متوجه کېږو، چې له مخې يې پر دې شعر پوهيږو. د حباب او درياب خبره د کيسې په بڼه وړاندې شوې ده. پر دې سربېره مو په تصوفي شاعرۍ کې د وحدت الشهود د فکر د تشريح لپاره د حباب او درياب کيسه ډېره لوستې، ځکه نو له يوه روايت سره نور ضمني روايتونه هم موجود وي، چې د شعر يوه مانا متزلزله کوي او د ډېرو ماناو امکانات پکې برابروي. د شيدا پر شعر له همدې امله د تصوفي مانا شک هم کوو.

د شيدا بل بيت دی:

معطل په مرغزار مه کړه نازکې

د هلال په لاس ورکړی اسمان لور دی

په مرغزار کې مه ايسارېږه، ځکه چې هلال د آسمان لور دی، چې و دې نه رېبي. دا خو ساده مانا شوه؛ خو د دې بيت په مانا هله پوهېږو، چې پر روايتونو پوه شو. پخوانو فلک ته اسمان هم وايه. د پخواني علم نجوم له مخې، له ځمکې نه نهه افلاکه راتاو دي. دا نهه فلکه د ځمکې او په ځمکه کې د موجود انسان برخليک ټاکي. په نهو افلاکو کې نېژدې فلک د سپوږمۍ دی، چې د انسان پر ژوند ډېر او ژور اغېز لري. اوس چې په دې روايت پوه شو، د شعر په مانا پوهېږو، چې اشاره يې د ژوند بې ثباتۍ، مرګ، د ځوانۍ تګ او د انسان بې اختيارۍ ته ده.

په دويم نيم بيتې کې(د هلال په لاس ورکړی اسمان لور دی) د کيسې د پېښې بڼه لري، چې دا د مدعاالمثل ځانګړنه ده، ځکه مدعاالمثل پېښې ته اشاره کوي. پسرلی صاحب وايي:

خدای خبره، که خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل

مار او لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې

د (اعتکاف) د کلمې په مانا د خپلو ديني روايتونو په رڼا کې پوهېږو. وروستی نيم بيتی راته په ژمي کې د مار او لړم د ژوند په اړه روايت کوي او موږ داسې انګېرو، لکه يوه کيسه چې اورو. اعتکاف هم يو روايت دی؛ نو شاعر د دې دواړو روايتونو ترمنځ تړاو پيدا کړی او د دې شعر مانا ترې پيدا شوې ده.

هندي مکتب چې د فکر د ايجاد مکتب ګڼل کېږي، له روايتونو سره يې ډېره مخه ده، چې په تېرو روايتونو کې ګوتې وهي او د ماناوو نوي اړخونه روښانوي يا ترې نوې ماناوې راباسي.

که تلميح ده، که مدعاالمثل يا بل هر صنعت، د زړې شاعرۍ مانيز بنسټ پر ديني روايتونو ولاړ دی. هغه وخت د ژوند مانا يواځې په ديني روايتونو کې ليدل کېده او دې ديني روايتونو شاعرۍ ته هم مخه کړې وه؛ خو وروسته وروسته چې د معلومې سياسي جغرافيې پر بنسټ د وطنپالنې، ملتپالنې او قومپالنې روحيه هم پياوړې شوه؛ نو شاعرانو له ملتپاليزو روايتونو هم استفاده وکړه.

په هندي مکتب کې ضرب المثلونه هم کارېدل. متلونه موږ د خلکو پخې تجربې ګڼو؛ خو اصلا دا د تېرو نسلونو هغه کيسې او روايتونه دي، چې تر موږه د نقل په لار رارسېدلي او له مخې يې د ژوند په مانا پوهېږو. (احتياج) څه دی؟ په لاندې متل کې يې په مانا پوهېږو:

غر په غر نه ورځي، انسان په انسان ورځي

بېغوري څه ده؟

چې د غرمې خوبونه کوي، مېښه به يې نر کټي زېږوي.

د هندي مکتب مهمه مشخصه روايت دی، چې بالعموم ورته اشاره کوي؛ خو په شلمه پېړۍ کې چې له لويديځ نه ازاد نظم او د سېمبوليزم اغېز راغی؛ نو ورسره روايي شاعري هم دود شوه، چې په پارس کې يې تود بازار وموند.

روايي شاعرۍ له ټولو تاريخي، اسطوري او ديني روايتونو نه مستقيمه او سېمبوليکه استفاده وکړه.

روايتونه په تېر هېر زمان کې ريښه لري او پر موږ د جادواو افسون غوندې ژور رواني اغېز شيندي، چې له همدې امله ورته افسانې هم وايي. د هندي مکتب د اغېز تر شا د روايتونو رواني اغېز نشو ردولای. همدغسې د معاصرې روايي شاعرۍ په زبردست اغېز کې د روايتونو د لرغوني اسطوري پېر او د انسان د ماضي پالنې احساس موجود دی.

په روايي شاعرۍ کې د روايت په يوه جز پسې د مناسبت او امکان له مخې نورې نورې ماناوي نښلول کېږي. مثلا: د حضرت موسی د کوه طور پېښه په روايي شاعرۍ کې نوي نوي مانيز او روايي ښاخونه کوي. ښايي، دا د اختناق په توره شپه کې د ازادۍ د پېلوځي مانا وګڼل شي يا په ټولنيزو بندېزونو کې د انسان د اميد شمع.

د ادب يوه وسيله د سېمبولونو کارونه ده. سېمبول چې د سېمبوليک بيان اساسي کلمه وي، د فکر، چې د روايتونو پر بنسټ په ژبه کې پيدا کېږي، په رغون او لېږد کې مهم دی. سېمبول د زړو او نويو روايتونو ترمنځ تړاو پيدا کوي او پر دې بنسټ د دوو زمانو ترمنځ د لېږد رالېږد لار هواروي.

روايي شاعري د کيسې غوندې د يوه راوي له خولې اورو؛ خو له پخوانو روايتونو نه پکې استفاده کېږي او دا د روايي شاعرۍ مهمه ځانګړنه ده.

د روايت يوه مانا داستان دی. داستاني ادبيات راته د ژوند په اړه روايتونه بيانوي. د ژبې مانا په هغو روايتونو کې پرته ده، چې انسان وخت په وخت د اسطورو، حماسو، افسانو، نکلونو او حماسو په بڼه ايجاد کړي. معاصر داستاني ادبيات د همدغې روايتي لړۍ کړۍ ده، چې په طرز کې يې بدلون راغلی دی.

اوسني داستاني ادبيات له روايتونو سره په تړاو کې ژوند مانا کوي؛ خو څرنګه چې انسان د روايتونو په مټ خپل ماهيت، د ژوند ابتدا، موخې او انتها ته ځواب وايي، ځکه نو دا داستانونه د ژوند په مانا کولو کې اغېزناک نقش لوبوي؛ خو دا ممکنه ده، چې اوسني داستانونه له تېرو روايتونو سره کله د توافق او کله د اختلاف رابطه ولري. يعنې کله د هغو ماناوو په استحکام کې مرسته وکړي، چې روايتونو ايجادې کړي يا د ژوند په اړه نوې ماناوې پيدا کړي. مثلا: د (سخاوت) د کلمې په مانا کې راسره د حاتم روايت او د (شومتيا) په هغې کې راسره د قارون روايت مرسته کوي. همدا علت دی، چې لومړی زموږ په کلچر کې مثبت او دويم منفي کرکټر دی. په پښتو کې موږ وايو: (د پلاني لاس ډېر خلاص دی) يا (پيسې ته پيسه نه وايي). دا د سخاوت هممانا ګړنې دي؛ خو د دې ټولو په تفهيم کې د حاتم طايي غوندي روايتونه موجود دي. د حاتم طايي د سخاوت روايتونه چې د بېوزله زاړه وخت زېږنده دي، د سخاوت او بدمصرفۍ په عامولو کې مهم رول ولوباوه او د (سخاوت) د کلمې يا ورته هممانا کلمو په رامنځته او دودولو کې يې بې برخې نشو ګڼلای.

خو اوس  خلک د حاتم طايي غوندې سخاوت ته بدمصرفي وايي. د (اسراف) کلمه پخوا هم وه؛ خو د سخاوت پر وړاندې يې مانا تته وه. اوسنۍ کيسې د زړو روايتونو د (سخاوت) پرخلاف د (بدمصرفۍ) د مانا تر شا ولاړ دي. په پخواني کلچر کې د (طاعت) پر کلمه ټينګار ډېر و، اوسنۍ کيسې د (انقلاب) او (مخالفت) مانا پالش کوي.

د ژبنيو عناصرو ترمنځ له تړاو نه په ژبه کې مانا پيدا کېږي. دا تړاو د روايتونو پر بنسټ جوړېږي. د ژبنيو عناصرو د مانا په بدلون، مرګ و تداوم او د نويو کلمو په زوکړه کې روايتونه اساسي نقش لوبوي. د نويو کيسو په مټ د زړو روايتونو نيمګړتياوو او له دې لارې د خپل زاړه کلچر او ناسم قضاوت غلطيو ته متوجه کېدای شو او نوي مفاهيم او ماناوې په ژبه کې پيدا کولای شو.  

يادونه: دا ليکنه په (جرس) مجله کې هم خپره شوې ده.  

ماخذونه:

۱- آفاقي، اقبال. ۲۰۱۶. مابعد جديديت(اصطلاحات اور معاني و تعبيرات و تشريحات). نيشنل بک فاونډيشن: اسلام آباد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *