Categories

پلاټ غزونه او خیال پردازي | هارون سمون

داستان چې د ځينو تخنیکونو په رڼا کې مخکې ځي، مبتدي لیکوالان فکر کوي، که د داستان یو اصل مرعات نشي نو کیسه ښه کیسه نده، حتی ځينې وخت تکړه لیکوالان د کیسې اصولو ته دومره ژمن پاتېږي، چې په لوی لاس د کیسې خوند او رنګ له منځه یوسي، د پلاټ غزولو لپاره ښه چاره داده، چې وخت ورکړ شي، مانا دا چې کله د لیکوال ذهن ته دیوې موضوع په تړاو د داستان پلاټ ورشي، هغه باید له ډېر فکر کولو وروسته وغزوي، ځکه د کافي وخت په موجودیت کې په نا ارادي توګه لیکوال په داستان کې ښه اړخونه پنځولی شي، کله چې د لیکوال ذهن ته پلاټ ورشي، ممکن داستان ته ښه پیل ژر پیدا نه کړي یا هم په منطقي پای کې پاتې راشي، ددې لپاره ښه لاره داده، چې لیکوال څو ورځې حتی یوه اونۍ یا هم دوې اونۍ د یوې کیسې پلاټ په ذهن کې وساتي ممکن ښه پیل، منځ او پای ومومي، د محکم پلاټ لپاره باید وخت ناوخت د ښې ذهني ارمتیا په صورت کې ازاد خیاله وه اوسو.

د کیسې په منطق کې خیال پردازي ځکه مهم رول لري، چې کیسه له مصنوعیته لرې کوي، د پلاټ غزونې په وخت کې لیکوال باید د کیسې اصول په پام کې ونه نیسې، ځکه د داستان د تخنیکونو د نه مراعات وهم د پلاټ مخه نیسې او لیکوال ځوروي، کله چې لیکوال پدې بریالی شو، چې ښه او راښکلی داستان پنځولی شي، بیا دې داستان ورو ورو د تخنیکونو طابع وګرځوي، د داستان له پنځونې مخکې که په اصولو فوکس (تمرکز) وشي، ممکن لیکوال په داستان کې هغه څه رامنځته نه کړي، کوم چې تخیل یې په طبیعې توګه رامنځته کوي. په چوکاټونو دومره اعتقاد ندی، پکار چې هنر پکې راګیر شي، اصلاً هنر په چوکاټونو کې نشي، ځاییدای، هر ډول چې یو لیکوال ښه مخکې تلای شي، هماغسې دې ښه په ازدانه توګه داستان مخکې بوځي.

د ځينو لیکوالو په خبره شاعر که د شعر لپاره وضع شوي اصول وپېژندل او په قافیه کې راګیر شو نو شعر به یې هېر شي. انسان یو عاطفي او اسانۍ خوښونکی موجود دی، ځینې وخت یې اصول او قواعد تر پزې روالي او زړه یې ورتنګ کړي. نو په دې توګه ځینې وخت اصول او قواعد کولی شي له لیکوال یا شاعر متخیله ازادي سلب کړي، ځکه داسې ډېر پېښ شوي دي، چې یو تکړه محلي شاعر ډېره ښه مخکې روان وي، خو کله چې د شعر له اصولو او قواعدو سره بلد شي، ورو ورور یې شعر له هنریته لرې شي، ډېری وخت د قافيې پولې ددې لامل شي، چې شاعر خپل د خیال نیلی نور هخوا دیخوا ونه ځغلوي بلکه په کلیماتو او وزن پسې شي. د خیال دا نیلی د بوسکشۍ نیلی ندی، چې یوازې په محدود میدان کې دې منډې وکړي، دا نیلی باید پرېښودل شي، تر څو په کمو شېبو کې ستورو او سپوږمۍ ته وخېژي. تخیل نازولی ذهني وجود دی، ځکه یې په مرسته لیکوال کله کله له ټولنې فرار کوي، دا باید له طبیعت سره ملګرتیا ته پرېښودل شي. شاعر چې دارنګې راګیر شو نو یې شعر له هنري ذوال سره مخ شو، په همدې خاطر خو یوه ډله لیکوالان راپورته شول د وزن او قافیې پولې یې په بېخ ونړلې ازاد نظم یې رامنځ ته کړ. ځینې لیکوال خو د شاعر لپاره اصول او قواعد ټاکل شین کفر بولي.

زه خپله شاعر نه یم، خو د کیسې په  برخه کې د تجربې په شکل خپل تخنیک ستاسې مخې ته ږدم، کله مې چې په لمړي ځل کیسه ولیکله په هغه وخت کې مې د کیسه لیکنې له اصولو سره بلدتیا نه درلوده؛ ماته مې لمړۍ کیسه اوس ځکه خوندوره ده، چې هغه وخت مې په یوه بشپړه ازاده خیالي فضا کې لیکلې وه. ورو ورو چې د کیسې له اصولو سره بلد شوم، نو کیسه لیکل هم راته سخت شول، ما به په اصولو زیات فوکس (تمرکز) کاوه، وېردم که کوم څه د قواعدو خلاف رارووځي، کیسه به کمزورز وي. پدې توګه به د کیسې خوند له منځه ولاړ، د یوه لیکوال په مرکه کې مې دا خبره واورېده، چې ښه کیسه هغه کیسه ده، چې یو ښه قوي پیغام ولري، هغه وخت زه دې خبرې را حصار کړی وم، تل به دکیسې پیغام ته فکر وړی وم، کله چې پوه شوم، چې کیسه خپله یو پیغام دی، نو په کیسه کې مې خوند زیاتولو ته پام واوښت. زما له انده ښه کیسه هغه کیسه ده، چې د کلي پیغام تر څنګ یې په هره جمله کې رنګ او خوند پروت وي همدا راز هره صحنه یې یو وړکی پیغام ولېږدوي.

د کیسې اصول چې کوم ځای کې یې په مراعاتولو د کیسې خوند او رنګ له منځه ځي، بیا یې که مراعات نه کړو، د اندېښنې وړ نده؛ لوستونکي همدا وايي، چې د کیسې پیغام خوندور ؤ، د کیسې مکالمې خوندورې وې، ژبه یې خوندوه وره وه، کرکټر یې خوندور ؤ، نوکیسه په اصل کې ټوله خوند ده؛ ځکه دکیسو مینوال چې د فلم له لیدو او هرشي ستړي شي، دوی نصحت ته اړتیا نه لري، بلکه داسې کیسې خوښوي او لولي یې چې څو شېبې په خوند ورباندې تېرې شي، زما له انده د پیغام تر څنګ که په کیسه لیکنه کې خوند ته هم زیات میل وشي، دا به مو کیسې بلا ښکلې کړي، ځکه ډېری کیسې ښه پیغام لري، خو خوند پکې نه وي، د اکثر لوستونکو فیصله داشي چې خوښه مې نشوه. خبره نه اوږدم په پیغام باندې مې ځکه دومره خبرې وکړې چې دا دکیسې یو ډېر او مهم او قوي اصل دی. ډېری لیکوال له ځینو کیسو ځکه مخ اړوي او نه یې لیکي، چې ښه پیغام نه لري، خو زه وایم، که په کیسه کې د خوند رنګینه موجوده وي، باید ولیکل شي او تر لوستونکو ورسول شي، ځکه دوی لیکوال ته انتظار دي، ستړي وي او غواړي چې یوه خوندوره کیسه ولولي. منظور مې دا دی، چې که کیسه ښکلی او قوي پیغام ونه لري، خو خوند پکې زیات وي، همداسې کیسه خوندوره کیسه ده. زه دا نه وایم، چې دکیسې اصول د مات شي، لمړی باید لیکوال د کیسې په اصولو ځان بشپړ بلد کړي، بیا د کیسه لیکل د اصولو مطابق پیل کړي، خو که چېرې دی له اصولو سره بلد شي او بیا ځینې وخت د کیسې یو اصل مات هم کړي پروا نه لري؛ خو داسې نه چې لیکوال د کیسې له هغه اصل سره بلد هم نه وي او مات یې کړي بیا به نو اصول هېڅوک نه مرعاتوي او کیسه لیکل به له چوکاټه ووځي.

ددې لپاره چې څنګه خپله کیسه د اصولو له قربانۍ وساتو، ویلای شو چې کله مو د کیسې پلاټ ذهن ته راغی باید ډېر وخت په یوه بشپړه خیالي فضا کې چکر ووهو، هر کونج او ګوګ ته سر ورښکاره کړو، کیسه مو څو ډوله پلاټ کړو؛ ورپسې باید پېښې په خپلو منځو کې سره تنظیم کړو او پلاټ مو ښه قوي کړو دغه راز نور اصول هم پکې مراعات کړو، په بله وینا کله مو چې کیسه ذهن ته راغله هغه وخت کې باید بشپړه خیالي ازادي ولرو تر څو کیسه کې مو خوند زیات شي، که په لمړیو کې مونږ د اصول مطابق روان شو، نو کیسه مو د اصولو طابع شوه خوند به یې له منځ تللی وي. د پورتني بحث په نتیجه کې به وه وایو چې خپله کیسه باید عمداً په اصول کمزورې نشي، اصول په لمړیو کې باید تر ډېره د کیسې طابع وي، ځکه اصول د کیسې لپاه وضع او جوړ شوي دي، کیسه د اصولو لپاره نده جوړه شوې. لمړی کیسه موجوده وه ورپسې اصول ورته وټاکل شول خو داسې بغاوت هم ندی په کار چې کیسه هېڅ په اصولو براربره نه وي؛ زما مقصد صرف هنري لذت دی، چوکاټ باید مرعات شي، داسې نه چې د چوکاټ په مرعاتولو مو د کیسې هنري روح ته زیان اوښتی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *