Categories

اعلان

Loading…

هندوییزم/ پنځمه برخه/ عبدالجمیل ممتاز

شیوا Shiva(له منځه وړونکی او فنا کوونکی)

که څه هم په سنسکریټ کې شیوا د مهربان په معناراغلی، خو هندوان یې ویروونکی او فناکوونکی خدای بولي. هندوان وايي چې که شیوا په ښکاره ظالم دی او مرګ رامنځه ته کوي، خو دا یوازې د دې لپاره کوي، چې بله زیږنده وشي، یعنې زوړ له منځه وړي او تازه رامنځته کوي.

دوی وايي چې شیوا په دې عقیده و، چې ټول کاینات دابدي نڅا په حال کې دي او د هر خوځښت سره، له یو زمان او مکان څخه بل زمان او مکان ته ځي. نو همغه و چې د نڅا په نوم دا اوسنی عمل یې وپنځاوه او پخپله یې هم تر سره کاوه.

د دې لپاره چې د لوستونکو لپاره موضوع لا روښانه شي، نو غواړم د شیوا د نڅا په اړه لږ بحث وکړم. 

د فورم پر اساس د شیوا نڅا

دا چې نڅا (په هندي کې ناچ) د هندوانو د ژوند یوه مهمه برخه ده، یو اساسي دلیل یې دا دی چې دا کار شیوا رامنځته کړی دی، خو دغه نڅا کومه عادي نڅا نه ده، هندوان ورته په ترتیب سره ځانکړي نومونه او فورمونه لري، چې دلته به ورباندې رڼا واچول شي.

شیوا د (ناتاراجا) په نوم هم یاد شوی دی، چې د نڅاګرو رب النوع یا د نڅاګرو پاچا په معنا دی. د نڅاګرو پاچاهي چې د هندوانو په اند په نڅا سره د خدای ازلي قدرت څرګندیږي؛ د هغه نڅاوې ګڼې او متفاوتې دي، خو د دوی په باور، د دغو ټولو نڅاوو اصلي سرچینه تقریباً یوه ده او همغه د خدای د ازلي قدرت څرګندوينه ده.

د هند په تاریخ کې دا خبره بیخي روښانه شوې چې نڅا د هغوی یو ډول مذهبي عبادت دی.

د هندوانو ځينې نور نامتو خدایان

د ادیانو د تاریخ په کتابونو کې د هندوانو خدایان په زرګونه یاد شوي دي. هندوان د تناسخ او حلول عقیدې پر بنسټ دا تصور کوي چې د خدای روح په ډېرو حیواناتو او حشراتو کې دننه کیږي او بیا د خدایۍ ټولې دندې تر سره کوي، چې د همدغه دلیل پر اساس په بې شمېره عبادت ځایونو (مندرونو) او مذهبي دودونو کې ځیني حیوانات ځانګړی او دروند ځای لري، چې په خاصه توګه غوایی د ډیر لوړ مقام او عزت خاوند دی.

که څه هم ځینو اهل هنودو مفکرینو او فلسفیانو دا حقیقت منلی او د دغه حقیقت تصور یې هم وړاندې کړی، چې د کایناتو واکمن یو داسې حقیقي او واحد ذات دی چې په وجود کې یې محضې هم توپیر نه راځي، خو د عام هندوییزم پر وړاندې دا فکر کلک مخالفت کوي.

هندوان خپلو ګڼو خدایانو ته چې عجیب او غریب صفات منسوبوي، ټولو ته معتقد دي. همدارنګه ښکلې او په زړه پورې بتخونې ورته جوړوي او بیا د هغو عبادت کوي. د دوی خدایانو چې په مختلفو دورو کې یې هم د انسان او هم د حیوان بڼه لرلې ده، ډېره د پام وړ مساله ده. دوی د هرې برخې او حالت لپاره بېل خدایان لري چې دلته یې له پاسنیو پرته د څو نورو نامتو خدایانو نومونه را اخلو:

اګني Agni

له ویدايي دورې څخه د هندو دین له مهمو خدایانو څخه حسابیږي، چې هم په سانسکريټ او هم په هندي ژبه کې د اور په معنا دی او په ویداګانو کې (د اور خدای) بلل کیږي. له همدې امله هندوان په مذهبي مراسمو کې قربانۍ په اور کې اچوي، څو بلې دنیا ته یووړل شي.

وارونا varuna

وراونا په ویدا کې د اسمان خدای بلل شوی دی. همدارنګه هغه ته د اوبو، سمندر، قانون او د مرګونو د نړۍ خدای هم وايي. 

ګارودا Garuda

دا د هندوانو بل خدای دی، چې  انسان ډوله ستر الوتونکی دی او همدارنګه بودایان هم ورته خورا درناوی لري. ګارودا د (وزر لرونکې وینا) په معنا پېژندل کیږي او وايي چې کله الوزي، نو له وزرونو نه یې د ویداګانو د سرودونو غږونه پورته کیږي. ځیني یې بیا د (زهرو کمېدونکي یا له منځه وړونکي) په مفهوم ګڼي. البته دا هم د یادونې ده چې په انډونیزیا او تایلنډ کې د رسمي سمبول په کچه د پام وړ دی. 

لکشمي Laxmi

د ثروت او نېکمرغۍ الهه او د وېشنو مېرمن او د سرسوتي مور ده. هغه په خپلو انځورونو کې پر نیلوفر ګل ناسته یا ولاړه ده، له همدې امله ورته پادماپریا (څوک چې نیلوفر خوښوي) بلل کیږي. د هندوانو دې الهه ته په دیوالي جشن کې عبادت هم کیږي. په هندويي متون کې راغلي، چې کوم ځای کې تخت، ثروت، شهرت او شوکت وي، هلته د لکشمي فیض هرومرو شتون لري او پخپله هم هلته وي.

شکتي Shakti

د قهر او ورکاوي الهه او د شیوا مېرمن ده. چې د شیوا د مېرمنې په رول کې پاروتي نومیږي او د قهر او ورکاوي په بڼه بیا شکتي بلل کیږي. شکتي یوه بله ویروونکې وسله هم لري، چې د مرګ نڅا نومیږي. یعنې هغه ناڅي او په خپله جادويي نڅا کې له منځه وړل کوي. ځکه خو یې په انځورونو کې نڅاګر او نڅاګرې څنګ او پښو ته پراته وي.

18 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *