Categories

اعلان

Loading…

د بیل ګېټس څرګندونې| ژباړه: محمد عزيز پردېس

د نړۍ تر ټولو شتمن او بډای سړی ,, بل ګېټس ,, وايي:

° لوی او با همته خلک، غرونو ته ورته دي، چې څومره ورته نږدې شو نو لويوالی يې مونږ ته جوتېږي او بې همته خلک سراب ته ورته دي چې سړی څومره ورنږدې شي نو کمزوروالی او پستوب يې څرګندېږي.

° استعداد په ارامه فضا کې غښتلی کېږي او شخصيت د بشپړ ژوند په ترڅ کې.

° له استثنائاتو څخه ده چې يو چا سره د هغه څه لپاره چې دَی، دی، مينه ولرو. ډېری خلک په نورو کې د ‌هغه څه سره مينه لري، چې دوی خپله ورته امانت ورکړي: خپل ځان يې، د خپل ځان برداشت او تفسير يې او …

° د غښتلي هوډ په درلودو سره د هرڅه خاوند ياست.

° مخکې له دې چې يو کار وکړې، بايد يو څوک واوسې.

° بريا ته د‌ رسېدلو لپاره قوي هوډ بسنه کوي، نور شرايط دومره اهميت نه لري.

° ښکلا ډېر عمر نه لري؛ خو فضيلت همېشنی دی.

° هڅه د انسان لومړنۍ دنده ده.

° پاکه ربه! هنر څومره لوی او عمر څومره کم دی.

° هر هغه څه چې غواړئ ويې کړئ او يا هم هغه څه چې فکر کوئ ترسره کولی يې شئ، پيل يې کړئ. دا استعداد او وړتيا تاسو کې شته.

° هېڅ څوک نشي کولی مونږ ته له مونږ څخه په ښه ډول چل راکړي.

° هر څوک د يو شمېر وړتياو سره خلق شوی چې بايد په کار يې واچوي. د وړتياوو څخه ګټه اخېستل د هر فرد په ژوندانه کې د هغه نيکمرغي ده.

° هر څوک بايد د ورځې يو غږ ( آواز ) واوري، يو ښه شعر دې ولولي او که شونې وي څو کليمې منطقي خبرې دې وکړي.

° نور چې هر څومره ډېر وي، نو سيوری به يې هم پراخ وي.

° زمونږ کار زمونږ د وړتياوو څرګندونه کوي.

° ځان غوښتونکی او مغروره خلک هېڅکله نشي کولی له سرګيچۍ او سرګردانۍ وتښتي.

° ځواني هم د ځينو سپېڅلو او غوره عشقونو په څېر انجام نه لري.

° د پېښو او ستونزو سېلابونه انسانان غښتلي کوي.

° هغه دنده چې ترټولو تاسو ته نږدې ده ويې کړئ.

° توريالي او پياوړي خلک فرصتونه زېږوي، ډارن او کمزوري خلک بيا د فرصت په انتظار شېبې شماري.

439 total views, no views today

1 comment

  1. محمد مختار Reply

    I World like to express myself gratitude to the Translator of the Topic andere also thats was a realistic Information ever2 i habe Seen in myself life.

    Thanks

Leave a Reply to محمد مختار Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2