Categories

اعلان

Loading…

د “له څاڅکي تر سیپۍ” لنډه تنقیدي ارزونه

عمادالدین دوران |

  د کره کتنې کول او زغمل دواړه ستونزمن دي؛ ځکه کول یې د پوهې تر څنګ جرأت او سپین سترګي غواړي او زغمل یې سمندر هومره حوصله. دا داسې وي لکه څوک چې یوه په زړه پورې وداني سر ته ورسوي او بل ورته وايي، چې دا ځای یې ښایسته دی او دا ځای یې ګوږ او بدرنګ دی.  طبعاً چې دا کار لومړی خو سخت وي او دویم دا چې پر مخاطب بد لګېږي.

دا خو سمه ده، چې کره کتنه یوه ستونزمنه چار ده؛ خو د ښاغلي مصطفی سالک په څېر د یو عالم او فاضل انسان پر کتاب کره کتنه کول لږ څه ډېره ستونزمنه ده او بیا زما غوندې د یو کم لوستي لپاره خو بیخي ډېره ستونزمنه ده؛ ځکه دوه خبرې دي.
لومړی خو دا چې سالک استاد دی او زه د ادب شاګرد یم. په دې وړه خوله به د دغه لوی انسان پر اثر خبره کول څومره منطقي وي؛ خو زما په باور دا به هم مناسبه نه وي، چې شاګر دې د استاد د درناوي په خاطر د هغه په کوم لیک خبره ونه کړي او له ادب سره دې دغه ډول غیرمعقول مصلحت وکړي. دویمه خبره دا ده، چې زما کره کتنیزې لیکنې په بېلابېلو برخو کې دي. د فولکلور اړوند، د غزل اړوند، د کیسو اړوند او… لوستونکي به وايي، چې ته اوس څه علامه یې چې د ادب په هره برخه کې نظر لرې او په هر څه دې کره کتنه شروع کړې ده؟ دا پوښتنه وزن لري؛ خو زما ځواب هم بې وزنه نه دی؛ ځکه یو خو دا ناممکنه نه ده، چې یو څوک دې د ادب په بېلابېلو برخه کې صاحب نظر واوسي. بله دا چې کره کتنه یو ډول خوندوره ناروغي ده، چې یو ځل پرې واوښتې بیا دې ترې خلاصی نشته. هر څه ته به د شک په سترګه ګورې او په هر څه کې به د (ولې؟) ځواب لټوې.

د ښاغلي سالک پر کتاب زما نقد، نقد نه بلکې یوه ناچیزه تبصره وګڼئ؛ خو یو ځل یې خامخا ولولئ. راځو کتاب ته او خپله اصلي خبره پيلوو.

خبره له موضوعاتو پېلوو او د کتاب موضوعات  ذوق او ډولونه یې، د سړک د غاړې ادبیات، د شاعر همزولې ښاپېرۍ، د نوښت ډولونه، شاعرانه جمود، ښځې او نرګسیت، د جمالیاتو نظریې، آفاقي ادب او… ډېر په زړه پورې دي. په دغسې موضوعاتو نه یوازې کار کم شوی دی؛ بلکې په دومره پیچلي انداز شوی، چې له متن څخه یې اخذ ډېر سونزمن تمامېږي. ښاغلي سالک د نورو لیکوالانو برعکس د غوره موضوعاتو ټاکلو تر څنګ، د مفهوم د ارایٔه کولو لپاره ډېره عام فهمه ژبه ټاکلې ده. د ادب سطحي لوستونکي هم کولی شي، چې په آسانۍ سره له متن څخه معنی واخلي او په اړوندو مسایلو ځان پوه کړي. نه یوازې چې ژبه یې عام فهمه ده؛ بلکې د بحث زاویې یې له نورو لیکوالانو متفاوتې دي. د بېلګې په توګه اکثره لیکوالو “شاعرانه جمود” د شاعرۍ د زوال لامل ګڼلی؛ خو ښاغلي سالک برعکس جمود د شاعرۍ د ارتقا علت ګڼي. دوی وايي “شاعر چې کله له مهالیز جمود سره مخ کېږي؛ نو دی د ښکلا په اړه فکر کوي او د ښکلا د لا پېژندلو هڅه کې ښکلا ته له نوي لیدلور ګوري. د ښکلا په اړه د دوی تصور تغیر مومي، نوي موضوعات او نوي تخنیکونه پیدا کوي، چې همدا چاره شاعري پراخوي او شعر رنګارنګي پیدا کوي”.


لیکوال د کتاب په ۱۳م مخ کې یو نوې خبره کوي او وايي، چې په شاعرۍ کې اظهار او ابلاغ دوه بېل شیان دي. “اظهار دا دی، چې شاعر په عادي ډول خپله خبره وکړي او هغه جذبات او حالت انتقال نه کړای شي، له کومو پُرکیفو حالاتو چې شاعر راتېر شوی وي؛ خو په ابلاغ کې د شاعر هغه تجربه هم انتقال شوې وي، چې شاعر د یو خاص کیفیت په محسوسولو کې ترلاسه کړې وي”. معنی دا چې ښه شعر هغه دی، چې د تش اظهار پر ځای پکې د ابلاغ رنګارنګي وي. د لیکوال دغه ډول متفاوت نظرونه په ډېره ستاینه ارزي. ممکن څوک پیدا شي او دا رایه نقد هم کړي؛ خو دا ډول نوې خبرې خپل خاص ارزښت لري. د نوو نقدونو لپاره لاره هواروي او په ټوله  کې د ادب د پراخوالي سبب ګرځي.

د کتاب په منځ منځ کې داسې جالبې خبرې راغلي، چې هره یوه یې د بحث نوې کړکۍ پرانیزي او لوستونکي ته د فکر او غور کولو موقع  ورکوي. لیکوال د “ادب ارتقايي تاریخ” یاده کړې ده. د ادب ارتقايي تاریخ د پي ایچ ډي او د ماسټرۍ د تېزس د کچې موضوع ده. د نایابه تحقيقي سوژو ورکړه، د کمو کتابونو ځانګړنه وي.

له ۱۶م مخ څخه تر ۲۸م مخ پورې پر ذوق، ډولونو یې او د ذوق پر روزلو خبره شوې. لیکوال تر کافي اندازې، په ښه شکل سره ذوق تشریح کړی او د ذوق پر روزلو یې رڼا اچولې. د لیکوال دا خبرې په ډېرې قدردانۍ ارزي چې “ټیټ ذوق د لوړ ذوق ښکتنۍ خښته ده، که هغه نه وای نو دا به هم نه ؤ. د لږ روزل شوي ذوق ارزښت هم تر ډېر روزل شوي ذوق لږ نه دی”. خو د ذوق په اړه په دغه ۱۲ مخه لیک کې ځینې خبرې داسې دي، چې زه پرې خپله تبصره کول غواړم.

دوی لیکي: “ادبي ذوق هماغه جمالیاتي ذوق دی، چې د وخت په تېرېدو تراشل کېږي، دا له حسن سره یون دی. نن به یوه ښکلا خوند درکوي خو سبا به دې په هغې مینه نه ماتېږي او تر هغې به لوړه ښکلا لټوې “. زه نه پوهېږم چې دا به څومره منطقي وي، چې مونږ دې د ښکلا لوړوالی او ټیټوالی تعین کړو؛ ځکه که د ښکلا د ټولنیز معیار ټاکلو لپاره هر څومره دلیلونه ډېر دي؛ خو په فردي معیار یې هم سترګې نه شو پټولی. زما په باور ښکلا ښکلا ده، نه لوړه لري او نه ټيټه، د انسان له یوې ښکلا نه بلې ښکلا ته د ترجیح ورکولو دلیل په لوړوالي او ټیتوالي کې نه؛ بلکې په زوړوالي او نوي والي کې دی. انسان تل په هغو شیانو کې دلچسپي لرلې، چې  ورته نه وي رسېدلي او یا کم ور رسېدلي وي. دغه نه رسیدلي او کم رسېدلي شیان د انسان لپاره نوي دي. اصل دا دی، چې نوی شی مبهم دی او زوړ شی روښانه، او انسان له خپل فطرت نه مجبور دی، چې دی د ژوند مهبم شیان روښانه کړي او په نوو شیانو کې علاقه ولري. د ادم (ع) د غنمو د خوراک هڅه په حقیقت کې د یو مبهم او نوي باب د راسپړلو لیوالتیا وه. د انسان له یوې ښکلا نه بلې ښکلا ته ترجیح ورکول په حقیقت کې له زوړ شي څخه نوي شي ته ترجیح ورکول دي، چې همدا چاره د انسان خپلواک طبعیت ته د آزادۍ لرلو ډاډ ورکوي.

په همدې لیک کې لیکي: “…که رښتیا ووایو دا تخنیک تر هندي سبک پراخ دی دا اوس هم د هندوستان او پاکستان د شاعرۍ ځانګړتیا ده…” زه د دغه دویم نوم د یادولو طرفدار نه یم؛ ځکه که څه هم په علمي اثارو باید د سیاست اغېز نه وي؛ خو ځینې مسالې داسې وي، چې په هغو کې ملي ارمانونه رانغښتي وي. زما په باور که په علمي متونو کې کله هم د کومې جغرافیې د تعینولو او نومولو ځای راځي نو مونږ باید خپل ملي سیاسي تمایلات په نظر کې ولرو.

له ۲۸م مخ څخه تر ۳۴م مخ پورې د شعر پر جغرافیه یو په زړه پورې بحث کوي. دوی وايي، چې “شاعر باید په شعر کې خپل چاپېریال حفظ کړي. زمونږ د ګڼو شاعرانو د شعر جغرافیې خپلې نه دي. ګڼو شاعرانو د شعر جغرافیې له لویو او اغېزناکو شاعرانو رانقل کړي دي. دغه شاعران په دې کې پاتې راغلي چې د خپل چاپېریال رنګونه، جوړښتونه او د مینې رویه شاعرانه کړي، دوی په تخیلي ډول هلته اوسېږي چې ژبه یې مخکې شاعرانه شوې او تجربې یې شعر شوي دي.” د لیکوال دا تنقیدي خبره ممکن د هغو شاعرانو په حق کې درسته وي، چې د بېلابېلو سیمو وي او د شعر جغرافیه یې سره ورته وي؛ خو د ټولو په حق دا خبره د تامل وړ ده. ممکن د ګڼو شاعرانو شعري جغرافیه سره ورته وي؛ خو دا کار هیڅ کله هم له مخکینیو څخه د سرقت او پاتې راتللو په معنی نه دی؛ ځکه دوی به د یوې سیمې وي او د دوی تجربې، انګېرنې، د مینې رویې، لهجوي جوړښتونه او په ټوله کې د دوی شعري جغرافیه به خامخا سره ورته وي. حمزه شینواری او مراد شینواری د یوې جغرافیې او یو کور دي؛ خو د شعر لارې یې سره بیخي بېلې دي.

لیکوال په ۱۰۹م مخکې د آفاقي ادب په ارزښت خبره کوي او د شعر د جغرافيې ارزښت په دا ډول ردوي: “شاعرانه تجربه تصوفي تجربو ته ورته ده، په دې تجربه کې به ځان فنا کوې او دومره به مخکې ځې چې د شاعرانه تجربې پر مهال د ځای او زمانې احساس ونه کړې او هنر یوه نږه روحاني تجربه وګرځي”. که څه هم لیکوال دوه ضد و نقیص خبرې کړي او د شعري جغرافیې ارزښت یې رد کړی او د آفاقي ادب د پنځونې لپاره یې د زمان او مکان د نه احساسولو یاده کړې؛ خو زما یې دواړه خبرې خوښې شوې؛ ځکه دواړه نا لیکل شوې او یا کم لیکل شوې خبرې دي او همدا خبرې د ادب د ودې سبب ګرځي.

“د شاعر همزولې ښاپېرۍ” تر سرلیک لاندې په یو مضمون کې لیکوال بیخي نوې او په زړه پورې خبرې کړې دي. لیکوال وايي، چې ټول انسانان یوه همزولې ښاپېرۍ لري. شاعر دغه ښاپېرۍ احساسوي، خبرې ورسره کوي او ښاپېرۍ د شاعر د خبرو په اړه مثبت یا منفي غبرګون ښيي. دوی د اشرف مفتون د همزولې ښاپېرۍ (زهرا) یاده کړې او د هغه شعرونه یې د بېلګې په توګه راوړي، چې لوستونکي ته یې اخذ اسانه کړی دی. په همدې مضمون کې یې د یو ځوان شاعر د همزولې ښاپېرۍ یاده هم کړې او شعرونه یې رانقل کړي دي. د ښاغلي لیکوال دا کړنه که څه هم په شخصي ملګرتیا ولاړه ده؛ خو په ورته وخت کې رغوونکې هم ده. واقعیت دا دی، چې زمونږ د ادیبانو تر منځ یوه پټه نسلي شخړه روانه ده. ځوانان د مشرانو پوهې او هنر ته غاړه نه ږدي او مشران د ځوانانو خواري په یو نه یو شکل ردوي، چې په دغه شخړه کې مشران لږ څه ډېر فعال دي. ښاغلي لیکوال د دغو ناندریو برعکس یو عمل کړی، چې زه یې د ادب د ودې او د دغې شخړې د خاتمې زیری ګڼم.

په ۴۳م مخ کې د مکتبي نوښتونو په اړه لیکي: “مکتب له سبک سره دا توپیر لري چې سبک د یوه شاعر ځانکړې لار ده، خو په مکتب کې ګڼ شمېر شاعران ګډ ادبي ارزښتونه لري.” فکر کوم د یو مکتب شاعران ګډ ادبي ارزښتونه نه لري؛ بلکې ګډ فکري او معنوي ارزښتونه لري. “ادبي مکتب د داسې یو شمېر لیکوالو په ایجادیاتو کښې وحدت ته ویل کېږي، چې په خپله ایډیالوژۍ کې د پرابلمونو  د حل لپاره د یو شان لارو په درک کې، په جهان بینۍ، د افادې طرز په ورته والي او داسې نورو کې سره نږدې وي”. (سرمحقق دوست شینواری، د ادب د تیورۍ اساسونه، دولتي مطبعه، ۱۳۶۵ کال، ۹۱مخ)

په همدې مضمون کې لیکي چې نوښت باید له روایاتو او تېرو پنځونو سره څه تړاؤ ولري او بیا د خوشحال بابا دا شعرونه رانقلوي:
عاشقان زما د خولې په کلي ډېر دي
بختور یې چې مې ونیوې په غوره
درسته شپه مو سره راز په پالنګ وکړ
د وصا خوښي یې لا نه وه تر سره
چې اواز د مؤذن د اذان وشو
په سحر له ما نه لاړه ناز پروره

دلته لوستونکی نه پوهېږي، چې د خوشحال بابا په دې پورتنیو نوښتګرو شعرونو کې له روایاتو سره کوم تړون دی، چې لیکوال یې مونږ ته ښودل غواړي؟

ښاغلي لیکوال ځای ځای “هندي سبک” په “هندي مکتب” نومولی. لیکوال شاید ځکه په مکتب نومولی وي، چې د هندي سبک لمنه ډېره پراخه ده او ګڼو شاعرانو پکې طبعه آزمايي کړې ده او په همدې طریقه ښاغلی لیکوال د پخوانيو له هغه پرتلئیز تعریف څخه اغیزمن شوی، چې سبک فردي او مکتب جمعي ځانګړنه بولي؛ خو کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روهي صاحب په ادبي تحلیلونو کې د (Longman dictionary of contemporary English pitman press, England, 1983) په حواله د سبک تعریف په دې توګه راوړي: “د یو عمل د اجرا کولو داسې طریقه چې په هغې سره د یوه شخص یا جمعیت، یا تاریخي دورې ممیزات څرګندېږي”. د دغه تعریف له مخې سبک یوازې د شخص د لیکنیزو ځانګړنو پېژندنه نه ده؛ بلکې دا د یوه ډله خلکو مخصوص لیکنیز انداز هم کېدای شي.

له ۴۱م مخ څخه تر ۵۳م مخ پورې پر نوښت خبره کوي. (پښتو شعر او نوښت، مکتبي نوښت، حمزه او نوښت، هندي مکتب او نوښت، رومانویت او نوښت، د ننګیال نوښت، په مضمون کې نوښت او وختي نوښت) یې د مقالې د بېلابېلو برخو سرلیکونه دي. دلته بحث لازم منطقي تسلسل نه لري؛ ځکه لیکوال کله په موضوعاتو بحث کوي او کله په اشخاصو. په انګریزي اصطلاح کرونولاجیکل آرډر پکې نه دی مراعت شوی.

په همدغه مضمون کې “د مضمون نوښت” په اړه یو ډېره ښه بېلګه راوړل شوې. د خوشحال بابا د شعر په مضمون (د هار شلول، چې د رومان انتها ده) کې د الفت صاحب له خوا نوښت رامنځته شوی. خوشحال بابا وايي:
درسته دې له خپلو نمریو وویستم خوشحاله
یو د غاړې هار مې د ګلونو مه شلوه

الفت صاحب ټولنیز اړخ ورکړی وايي:
ورور دې خواري او مزدوري کوي له پلاره سره
تا په مستۍ کې امېل وشکاوه له یاره سره

—-

د دغه کتاب یوه خوبي دا هم ده، چې لیکوال له لوستونکي سره بیخي صادقانه چلند کوي او د ځینو لیکوالانو په څېر د پوهې د محصول سرچینې نه پټوي او د علامه توب تظاهر نه کوي.  دوی د سرچینو په مشخصولو کې هیڅ بدریخي نه ده کړې. د “رومانټېسېزم” مکتب په اړه د یو شمېر شاعرانو(بایرن، کیټس، شیلې، ورډز ورت، شیرډان، جین اسټن بلیک او کالرج) د نومونو ذکر کوي او وايي، چې هسې خو د رومانټسیزم مکتب شاعران ډېر دي؛ خو ما ځکه د دغو انګرېزانو شاعرانو یادونه وکړه، چې کله د برصغیر تعلیمي نظام انګریزي رنګ واخیست نو دغه شاعران د دوی په تعلیمي نصاب کې شامل شول او ما له همدې لارې دا شاعران مطالعه کړي دي. یعني  تر یو حده مې د اردو له لارې دغه شاعران مطالعه کړي دي.

په همدغه مضمون کې د غني خان پر شاعرۍ ډېر منطقي؛ خو لږ مبهم نقد شوی، چې پر ستاینه او څرګندونه ارزي. دوی د غني خان دا شعر رانقلوي او لیکي:

“یو تصویر دی د جانان
چې یې نه کېږي بیان
د هر چا د سترګو پټ دی
خو ښکارېږي هر زمان

که د غني وروستی بیت مې په بله ژبه کې لیدلی وای نو ویلي به مې ؤ چې د خوشحال خان کامیابه ترجمه یې کړې ده، خان وايي:
په هر څه  کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پیدایۍ نه ناپدید شو”

زما د لیکوال دا جرأت خوښ شو او د کاظم خان په هغه کره کتنیز شعر مې په دې زمانه کې هم باور پیدا شو، چې د خوشحال بابا د شعري غنایت په اړه وايي:

هر شاعر چې د افغان دی
رېزه چین د خان د خوان دی

(د کاظم خان شیدا دیوان، دویم چاپ، ۸۴م مخ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۳ کال)

د “ادبي (شاعرانه) منطق” تر سرلیک لاندې په یوهٔ مضمون کې کې د شاعرانه منطق او روایاتو په اړه ډېر منطقي بحث شوی او تر کافي اندازې کوشش شوی، چې دا موضوع لوستونکو ته روښانه شي؛ خو یو ځای لیکي: “که روایت نه وي نو نوښت کول منطق نه لري، ادب او شاعري د تخنیکونو او خیالونو روایتونه پالل دي او بس.”___ زه نه پوهېږم چې په علمي متونو کې به دغه ډول مطلق حکم کول څومره مناسب کار وي او بیا د سالک په څېر د یو ځیرک انسان لپاره؟ ځکه ادب یو ارتقايي مزل دی او هر مهال یې د تعریف تغیر ممکن دی. بله دا چې که دا خبره ۴۰۰ کاله پخوا کوم لیکوال کړې وای نو ممکن لوستونکو ورسره منلې وای؛ ځکه هغه مهال رښتیا هم نوښت د بدعت او له روایاتو څخه د بغاوت په معنی و، چې خلکو ښه نه ګڼه. که کوم شاعر به نوښت (فکري او فني) کول غوښتل نو لومړی یې باید په روایتي شاعرۍ کې ځان ثابت کړی وای او بیا یې د روایاتو په نظر کې نیولو سره نوښت ته مخه کړې وای او هغه هم تر یوې اندازې؛ ځکه هغه وخت د ښې شاعرۍ معیار روایات پالل ؤ؛ نه له روایاتو بغاوت. پخوا له روایاتو بغاوت د کم هنرۍ او کم سوادۍ په معنی ؤ؛ خو اوس دغه بغاوت پخپله د روایاتو برخه ده. توپیر یې دومره دی، چې دغه روایت پالنه تقليدي نه ده او هغه پخوانۍ روایت پالنه تقلیدي وه. په ادب کې د فکري نوښت یا بغاوت لپاره د ښاغلي سلیمان لایق یو شعر د بېلګې په توګه را اخلو چې:


د خوشحال خټک په څېر لېونی نه یم
چې تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدي

په ۷۳یم مخ کې د “حمزه او د مینې نفسیات” تر سرلیک لاندې په داسې یوه نوې موضوع لیکل شوي، چې فکر کوم تر اوسه به کوم بل لیکوال پر داسې موضوع څه کار نه وي کړی. لیکوال په شعر کې د پښتني میني پر نفسیاتي کیفیاتو غږېدلی او دا یې د پښتو شاعرۍ یوه ځانګړنه ګڼلې. د حمزه بابا شعر رانقلوي:

غل د محبت غلطېدی نه شي
څوک چې په محفل کې چا ته نه ګوري

دوی وايي، چې په محفل کې خپل محبوب ته نه کتل، چې خلک د دوی د مینې په راز پوه نه شي، یوازې د پښتني مینې خاصه ده. بل ځای لیکي، چې دا هم د حسن خاصیت دی، چې میئن د دیدن زارۍ وکړي؛ خو محبوب دا موقع نه ورکوي. آخر میئن خپل محبوب ته داسې  پیغام استوي، چې د عقل پر ځای یې پر روان اغېز وکړي او مجبور شی ورته راشي. حمزه وايي:

ورشه خو وایه ورته، هیڅ یې نه وې
قاصده ګوره که په دې راشي

په ۸۶م مخ کې ښاغلی لیکوال د ښځو پر نرګسیت خبره کوي او د بېلګې په توګه درې (۳) ټپې او د حمزه بابا څو بیتونه وړاندې کوي. ټپې دي چې:

ځمکې ته ټیټ شه خاورې ښکل کړه
لایق مې نه یې پاک الله درکړې یمه

ـــ

زه د څلورو ورونو خور یم
زما تابوت به د ډولۍ په شانې ځینه

ـــ

لحد سوری کړه رومال راکړه
په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

زما په آند پورته درې واړه ټپې له نرګسیت سره کومه قوي اړیکه نه لري؛ بلکې په لومړنۍ ټپه کې د ټولنیزو ناخوالو رنګ پروت دی او په درېیمه ټپه کې د نرګسیت برعکس د مایوسۍ او نا امېدۍ احساس پروت دی، چې یوه ښځه د خپلو خمارو سترګو د اغېز د نشتوالي ویر پکې کوي. زه نه پوهېږم چې سالک صاحب غوندې یو باریک بین لیکوال د خپل مثال لپاره د حمزه بابا دغه ډول بیتونه ولې ذکر کړي، چې له نرګسیت سره یې هیڅ اړیکه نشته؟

زلفې جوړې بیا خورې کا، بیا یې جوړې بیا خورې کا
چې ورپېښه څه سودا ده، مخامخ په آئینه کې

د کتاب په ۱۰۲یم  مخ کې د “پښتو ادب او د ښځې تصوراتي وجود” په نوم یوه مضمون کې لیکي: “ښځه په ډېرو ټولنو کې د نارینه وو د زړونو ملکه پاتې شوې او د نړۍ په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري، خو ښځه چې بربنډه شوه جادو یې مات شو او ورو ورو له نړیوال شعر څخه په وتو شوه. د انګلیسي ژبې یو معاصر شاعر به د ښځې د مضمون پر ځای هغه مضمون ته ډېر ارزښت ورکړي چې یوه ډبره ولې په لاره کې پرته ده”  دوی وايي، چې “د ټپې په شمول د پښتو شاعرۍ ساحري د عاشق او معشوق په بېلتون کې ده… که هلک او نجلۍ هر وخت لیدی شول، دا د ګودرونو زرګونه ټپې به نه وې”. فکر کوم چې دلته د شاعرانه کمال ټول کرېډټ د شاعر پر ځای حجاب ته ورکړل شوي دي. زما په باورد بېلتون اشکال سره توپیر لري. د نړۍ په ځینو ټولنو کې پخوا هم حجاب نه ؤ او اوس هم نشته، ولې بیا هم د دوی شاعرانو ډېر داسې شعرونه لیکلي، چې مضمون یې ښځه او د هغې ښکلا ده. سمه ده، چې د باحجابه ټولنو شاعرانو د خپلو معشوقو د نه لیدلو (هجران) په اړه له سوزه ډکه شاعري کړې؛ خو که دا د حجاب مساله نه هم وای نو د دوی د شعر مضمون به ښځه ؤ او خپله تنده به یې د بېلتون د بل ډول او یا هم بلې ټولنیزې ستونزې په اړه شعر کوله. دوی به د معشوقو محسوس کړې ښکلا ترسیموله، د هغوی نزاکتونه به یې شاعرانه کول، که دوی ته د ورځې دیدن عادي وای نو دوی به د شپې د دیدن تنده درلوده، هغه هم د سمندر په غاړه، د غرونو په سرونو، د چینو او ابشارونو په غېږ کې ځکه دا ټول ناممکن دي، چې په هره زمانه کې چا ته ورسېږي. لنډه دا چې که باحجابه ټولنې بې حجابه هم شي؛ نو د دوی د شاعرانو د شعرونو مضمون به ښځه وي؛ خو یوازې د شعرونو په تصویرونو کې به یې توپېر راځي.

د “ښځینه احساسات” تر سرلیک لاندې یې په ۱۴۵م مخ کې لیکلي : “د ټپې پښتنه (ښځه) ډېره د دین او روحانیت په کیسه کې نه ده هر څه یې خپل فاني حسن او د جانان مجازي مینه ده، خو که څوک د پښتنې ښځې ريښتونی (کذا) انځور ولټوي سخت دریځه مسلمانه مذهبي او عرفاني ده.” د لیکوال له دې رایې سره اتفاق ځکه نه دی پکار، چې د دې خبرې مطلب دا هم کېدای شي، چې په ټپه کې د پښتنې ښځي رښتونی انځور او رښتوني احساسات نه دي شامل او دوی د ټپې د جوړولو لپاره موقتي او غیر رښتوني احساسات خپل کړي دي. زما باور دا دی، چې د ټول شفاهي ادب او بیا په ځانګړي ډول د ټپې واقعیات چې څومره رښتوني او ریالسټیک دي او بیا په دې کې چې کوم نفسیات په څومره امانتدارۍ انتقال شوي، د ټپې په اندازه بل هیڅ ادبي صنف دا امتیاز نه لري.

که د دغه کتاب (له څاڅکي  تر سيپۍ) پر نیمګړتیاوو کله هم خبره کېږي؛ نو یوه به یې هم دا شمېرل کېږي، چې ښاغلي لیکوال خپل مخاطبین یا لوستونکي سم نه دي پېژندلي او یا یې ډلبندي کړي نه دي. د کتاب ډېری مضامین داسې دي، چې د عام لوستونکو د لوست وړ دي؛ خو ځیني مضامین لکه (حمزه او د مینې نفسیات، وحدت الوجد، اظهاریت او…) داسې موضاعات دي، چې په دې کې یوازې خاص لوستونکي علاقه مندي لري.

د کتاب ځینې نورې برخې هم داسې دي، چې تبصره پرې کول پکار دي؛ خو نه زما او نه هم د لوستونکو دومره حوصله شته، چې په هره خبره بېل بحث وشي. د کتاب د بې حسابه خوبیانو په سبب سالک صاحب ته د خوشحال بابا دا شعرډالۍ کوم او په همدې شعر خپلې خبرې راټولوم چې:

چې دا هسې ښه ویل کا زه حیران یم
چې خوشحال راوړ له کومه دا ادراک

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *