Categories

اعلان

Loading…

د’لویې جرګې’ تر شا پټ رازونه| قاضي محمد ولي منهاج

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت د نه مشروعیت (؟) تر ډنډورو لاندې د مشورتي لویې جرګې رابللو پروژه، له حکومت څخه د نږدې ټولو نارضایانو هغه فورم دی، چې پخوانی ولسمشر کرزی یې پرمخ وړي. خو هغه پټ رازونه کوم دي، چې ددې جرګې د رابللو تر پوستین لاندې یې ناراضه سیاستوال سره یو ځای کړي؟

راتلونکې ټاکنې:

له حکومت سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سیاسي هوکړې په ولایتونو کې ددې ګوند د پخوانیو مُهرو بیا یو ځای کېدو او راپورته کېدو ته یو چوکاټ برابر کړی، چې د رایو د بانک له اړخه ولسمشر غني ته په راتلونکو ټاکنو کې یو ښه ادرس دی. معلومات ښیي، چې د ګلبدین حکمتیار ګوند به په راتلونکو ټاکنو کې د غني د انتخاباتي ټیم لوی ملاتړی وي. حزب اسلامي دا مهال په ولایتونو کې د خپلو کمېټو په بیا فعالېدو کار روان کړی، چې له شک پرته به په راتلونکو ټاکنو کې ترې د کمپاین او رایو راټولولو کار اخلي.

هغه انتخاباتي ټکټ چې ولسمشر غني یې په راتلونکو ټاکنو کې د بیا لوبېدو لپاره لري، د لومړنیو معلوماتو پر اساس، د جمعیت یوه برخه نفوذي څېرې ښایي د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ وي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د ازبکانو یو شمېر نفوذي څېرې او هزاره مشران وي، چې حالاتو ته په کتو هر یو د بل ځای نیولی شي.

د بهرني ملاتړ په برخه کې د نړیوالو او په ځانګړي ډول د افغانستان په سیاست کې عمده لوبېدونکی لوبغاړی، امریکا، هم تر دې دمه د ولسمشر غني بشپړ ملاتړ کوي. ددې انتخاباتي ټکټ په رامنځته کېدو ولسمشر غني په مطلق ډول راتلونکې ټاکنې پخپله ګټه څرخولی شي، چې دوام یې د بېلابېلو دلایلو له وجې پخوانی ولسمشر کرزی او پرې راټول بړېڅي وارخطا کړي، نو ځکه خو وړاندې تر دې چې راتلونکې ټاکنې ترسره شي، دوی هڅه کوي مشورتي لویه جرګه راوبلل شي او د اوسني حکومت د نه مشروعیت (؟) تر ډنډورې لاندې د ولسمشر غني انتخاباتي ټکټ کمزوری او له منځه یوسي.

د لویې جرګې د رابللو عمده شعار د ملي وحدت حکومت نه مشروعیت (؟) دی، چې که د امریکا په مخامخ مرستې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په غبرګون کې وي، نو پخوانی حکومت بیا له کومه له دې اړخه مشروعیت درلود؟ هغه ګواښ، چې له تېرو څلویښتو کلونو ښي اړخي او کیڼ اړخي حکومتونه ورسره مخ وو او د نه مشروعیت (؟) داغ یې پر تندي درلود، هماغه څه په مقابل کې ترې د افراطیت د مشروعیت (؟) لپاره استفاده شوې او کېږي. لرې نه ده، چې د ټکنوکراتانو، بنسټپالو او… له لوري د نه مشروعیت  له همدې ډنډورې به یو وار بیا منځلاري او توندلاري د خپل افراطیت د مشروعیت لپاره استفاده وکړي.

اقتصادي زیانونه:

د لویې جرګې د ډنډورو تر شا د لوی شمېر هغو منتقدینو لپاره هم یو دېره ځای برابر شوی، چې په تېرو شپاړسو کالو کې یې له هرې لارې پیسې ترلاسه کړې دي، خو اوس یې یا د نیمایي کولو، له لاسه ورکولو یا قانوني کولو له ګواښ سره مخ دي. دا څرګنده ده، چې پر دغو کسانو د اوسني حکومت زور هم نه رسېږي او ان ځینې مهال خو ثابت شوي، چې لا یې له اوسني حکومت څخه هم پخوانۍ باج ګیرۍ او کله پولي ترلاسه کول دوام لري، خو د بهرنیانو او په ځانګړي ډول د امریکا فشار ددې لامل شوی، چې په بهرنیو بانکونو په ځانګړي ډول د سوئیس په بانکونو کې د ډېره مطرح څېرو تر ۶۰ میلیون ډالرو کنګل شي. دغه څېرې د امریکایي استخباراتي ډلو له دې پوښتنې سره مخ دي، چې دغه پیسې یې څنګه سپینې کړې دي؟ د امریکا په مداخله د دغو څېرو میلیونونو ډالرو کنګل کېدو په کور دننه شورش ته د زړه خالي کولو چانس برابر کړی او د اوس لپاره تر شنې چپنې لاندې د زړه له خالي کولو بل ښه ځای چېرته دی؟

ډېری دغه څېرې، ځکه هر کله په تدارکاتو کمېسیون مخامخ لفظي بریدونه کوي، چې د دوی د عوایدو لویه سرچینه (قراردادونه) یې تر یوې کچې محدود کړي دي. که څه هم حکومت د ډېرو لاسته راوړنو ادعا لري، خو هغسې چې وایي، بریالي هم نه دي او اوس هم یوه برخه قرادادونه د دغو ډلو په څېر د یو شمېر نورو ډلو د چاغښت او عوایدو لویه سرچینه ده.

د دغو څېرو په شخصي ملېشو د پیسو بندولو هم په ولایتونو کې یوه لویه برخه ملاتړي موندلي، ځکه د سرچینو د وچېدو لومړني قربانیان دي. د ولایتونو پاڅونونه، په یوه او بل نوم د نا امنیو رامنځته کوونکي ګروپونه او د تبعیض تر چتر لاندې یوه برخه فعالین، د همدغو قربانیانو لویه برخه جوړوي.

بهرنۍ لاسوهنې:

د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په افغانستان کې پر تګلارې له ګڼو لوریو اعتراضونه وشول. یوه ډله هغه هېوادونه وو لکه پاکستان او ایران، چې دا ستراتېژي یې مخامخ د پخوا په پرتله له محدودیتونو سره مخ کوي، خو بله ډله د روسیې په څېر هېوادونه هم وو، چې له سره یې دا په منځني ختیځ کې ددې هېواد د پوځي تګلارې پر وړاندې د امریکا دسیسه بللې.

دې ټولو نارضایانو ته په افغانستان کې دننه د امریکا یو قوي اپوزېسون ته اړتیا ده، څو له هرې ممکنه لارې پر امریکا فشار راوړي او دا مهال د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ تر دې بله ښه ډله کله موندل کېدای شي.

پخوانی ولسمشر کرزی او اوسنی حکومت ټول د امریکا میراث دي، خو لومړی نظر دا دی، چې پخپله کرزی د امریکا بي پلان عملي کوي او د مخالفت غږونه یې ددې لپاره، چې په افغانستان کې د امریکا د اړتیا بېلانس برابر وساتي او دویم نظر دا دی، چې پخوانی ولسمشر د واک د ټولو شنو او سرو کارتونو تر کارولو وروسته تاریخ ته د ځان د سپیناوي په پار په هره مسئله کې د امریکا مخالفت کوي، څو تاریخ یې په تېر کرښه راکاږي او راتلونکی یې د یو (هیرو) په نوم خوندي شي. خو حقیقت دا دی، چې اوسني او پخواني ولس ته څه کړي، تاریخ به یې ولیکي.

پایله:

افغانان د نظام د خلا تجربه لري او د لویې جرګې په نوم هره ناره ددې خلا پر لور یو ګام دی. که اوسنی حکومت هره حقوقي، سیاسي او پوځي خلا لري، نو د پخواني پل دی، چې ورسره شریک دي. که دا ټول وو، نو ولې ورته پخواني حکومت واک پرېښود؟ او د یو داسې نیمګړي حکومت واک ته رسولو او نننیو ناخوالو مسؤولین څوک دي؟ آیا دې حکومت ته د واک له پرېښودو پرته، پخواني ولسمشر کرزي ته پر واک د پاتې کېدو کومه بله لار وه؟

اوس دې ټولو پوښتنو ته تر ځواب وروسته، همدا یوه قانوني لار ده، چې د اساسي قانون د تفسیر په اساس د قانوني دورې له پوره کولو وړاندې هېڅوک، هېڅ ډله او هېڅ سرچینه ددې حکومت مشروعیت نشي ګواښلی، دا حکومت نشي راپرځولی او نه ددې حکومت پر وړاندې خلک راپورته کولای شي. له دې پرته به هر عمل د دولت د چپه کولو هڅه وي، چې قانوني بار لري.

که اوسنی حکومت ښه نه دی روان، پرونی هم تر دې ښه نه و او شک یې مه بولئ چې سبانۍ دې هم تر دې ښه اؤسي، خو د واک د خلا د ترخې تجربې تکرار ته له ځانه ناخبره خلک اړ اېستل به په تاریخ کې د سپینو ټکو پاتې نقطې هم تورې کړي او هغه وخت به یې مسؤول همدا کسان وي.

55 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *