Categories

کرزی څه غواړي؟ | ابراهیم اېمان

زموږ په خوا کې یو متل دی چې تیږه په خپل ځای درنده وي، خو ځينې خلک کیدای شي د دې متل په مفهوم سم نه پوهیږي او یا ځانونه پرې ناګاره کوي کرزي سره د ډېرو تیروتنو ښه کارونه هم کړي دی چې له هغې جملې یو د واک تسلیمول دي خو اوس سخت پرې پیښمانه دی. که موږ د شاه زمان نه وروسته تاریخ وګورو وینې وینې او زخم زخم دی؛ چا خپل ورو د واک لپاره ړوند کړی ځینو د سلګونو بې ګناه انسانانو وینې بهولي دي، خو کرزي په داسې عصر کې واک ولسمشر غني ته په لاس ورکړ چې دومره د ویاړ خبره نه وه ځکه په وطن کې بهرني ځواکونه وو نو له دې امله یې واک ښاغلي اشرف غني ته تسلیم کړ کنه کیدای شي په هغه ورځ یې تاریخ بیرته تکرار کړی وای خو یوازې د شین سترګو برکت و چې واک یې په خپله رضا ور تسلیم کړ. اوس د واک تسلیمدو ډیر وخت نه دی تیر چې افسوس ورغللو، هغه د دري ژبي متل کا چی فکر افغان پسان میایه کیدای شي د کرزي فکر اوس سر ته راغلی وي…! کرزی یو مداري ولسمشر و دوولس کاله باچاهي یې په ټګۍ او برګی وکړه د نوموړي په وخت کې د یوې لسوالۍ خلک سرداران وو په ډیرو امورو کی خپله کرزی یوازې سمبول و نوره کارونه او خبرې یوازې د یوې ولسوالۍ د خلکو چلیدې خو زموږ د خبرې او نران پښتانه هغه وخت داسې وو لکه ناچل نوټونه.

جنګسالار یې ملی قهرمان کړ د بل جنګسالار په نوم یې د تعلیم او تربیې پوهنتون کړ یو بل جنګسالار یې مارشال او له مرګ نه وروسته یې یو پوځي پوهنتون د هغې په نوم کړ یادو خلکو ته یې د قبرونو لپاره لویې غونډۍ ورکړې چې وروسته یې زامنو ټولې شاوخوا ځمکې غصب کړې.

د نوموړي واکمنۍ پر مهال به چې کله د ده لیدو ته د لوېې پکتیا، لوی ننګرهار او لوی کندهار خلک راغلل کرزي ته به یې وویل: موږ په حکومت کې هیڅ لوړ پوړی چارواکی نه لرو کدرونه مو په کورونو کې ناست دي، کرزي به ورته وخندل او وبه یې ویل یاااا زه بیا څوک یم زه ستاسو یم!!! مشران به یې په دې خبره غلط کړل. خو چې کله به فهیم په میز سوک ورته ووهلو کرزي به له ‌‌‌‌‌‌ډاره ورته وویل: لس نفر را معرفي کړه چې والیان وزیران یې کړم بس دا ‌‌‌‌‌‌ډارمه به روانه وه دوولس کاله حکومت یې په داسې سپين سترګۍ وکړ.

او بله مهمه خبره دا چې د پښتنو خیالي ښوونځي د نوموړي په وخت کې جوړ شوي وو په رسنیو کې به یې ویل چې پښتون میشتو سیمو کې مو دومره ښوونځي جوړ کړي دي خو اخر خبره رسوا شوه چې هغه ښوونځي ټول خیالي وو چې خلک یې په رسنیو کې پرې غلطول.

د کرزي په وخت کې د کندهار په یوولسو ولسوالیو کې په یوولس کلونو کې یوازې یوولس زده کونکي د دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي د نجونو مکتبونه وو خو ټول خیالی دا سړی چې ما یې یوازې څو کارنامې ذکر کړې اوس یې بیا طبعیت ولسمشرۍ ته ښوریږي کرایي لیکوالان یې پیدا کړي دي ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لګیا وي د کرزي په غوښتنه لویه جرګه غواړي د هغو خیالي مکتبونه ډالر یی چی وهلي دي اوس یی تر ګرده په لویو غونډو کی مصرفوي غواړي چې د ایرانیو کڅوړو د خیالي مکتبونو ډالر او په هغه نورو پیسو چی په خپل وخت کی یې په بډه وهلي وې اوس بیرته ځان واک ته پرې ورسوي.

اوهمدا خلک چې اوس د څو پیسو په بدل کې نوموړي ته کار او درګرده پوسټونه کوي چې لویه جرګه دې را وغوښتل شي او بیرته دې د ولس دښمن علي بابا د موقت وخت لپاره ولسمشر شي همدا خلک مو بیا په همدا سړي د پخوا په شان لکه اوښان خې کوي.

3 comments

  1. خالده افغان Reply

    وړمه ورځ سهار د کابل له هوائي میدان څخه کزری صاحب په پټه ترکیې ته الوزي او نن چې دوې ورځې له دې سفره تیریږي په هیڅ خبر کې نه ویل کیږي چې کرزی صاحب چیرې لاړ، ولې لاړ او څه غواړي۰
    له دې پټ سفره مالومیږي چې کرزی صاحب قدرت غواړي، ګلمجم جوال دوستم غواړي، د پښتون ولس غلامول غواړي او د پردو او خائنو مینه آبادول غواړي۰

  2. ع. شریف زادل Reply

    سلام
    داهم ډیره اسانه پوښتنه ده او هم ډیره سخته . اسانه په دی مانا چې دحا مد خان خوښیږی چې چپن په اوږو واچوی او دقره قل خولۍ ذپر سر کیږدی بیا دمکو فون تر شا کوم لغت چې دده ډیر خوښیږی او هغه داچې په عا لم اسباب کی ووایی لافې اوشاپې ووهی
    سخته په دې مانا چې حامد خان د افغانستان دزعامت ظرفیت ، شخصیت او سیاسی اخلاق او پوهه نه لری کرزی په تیرو دوه دورو کې ستر خیانتونه کړی تاریخ هغه نشی هیرولای د ښایسته هلمند او کندهار معصومې کونډې . یتیمان ، بېوزله ولسونه د مارف وژنه او په رڼا د ګلم جمو نازول خو هېڅ وخت یو با ایمان اګاه اوژمن نر پښتون نه کوی

    دهرات څلورزره ماشومان له ښووذنځی محرو کیدل مې نفس باسی خو مونږ لاهم دکوم پرمخ تګ پېښې دتلویږنو ، مېکروفو ن تر شا کوو
    کومه فرضیه کومه تیورۍ او داسلام کوم سپېڅلی رکن ددی اجازه چې یو فاسق خاین دې بی د سیاست لوبو لپاره ملا را وتأړی؟

  3. ع. شریف زادل Reply

    سلام
    داهم ډیره اسانه پوښتنه ده او هم ډیره سخته . اسانه په دی مانا چې دحا مد خا ن خوښیږی چې چپن په اوږو واچوی او دقره قل خولۍ سر کیږدی بیا دمیکو فون تر شا کوم لغت چې دده ډیر خوښیږی او هغه داچې په عا لم اسباب کی ووایی لافې اوشاپې ووهی
    سخته په دې مانا ده چې حامد خان د افغانستان دزعامت ظرفیت ، شخصیت او سیاسی اخلاق او پوهه نه لری کرزی په تیرو دوه دورو کې ستر خیانتونه کړی تاریخ هغه نشی هیرولای د ښایسته هلمند او کندهار معصومې کونډې . یتیمان ، بېوزله ولسونه د معارف وژنه او په رڼا د ګلم جمو نازول ربان خیلوته چاپلوسی کول خو هېڅ وخت یو با ایمان اګاه اوژمن نر پښتون نه کوی
    دهرات څلورزره ماشومان له ښووذنځی محرو م کیدل مې نفس باسی خو مونږ لاهم دکوم پرمخ تګ پېښې کوو چې دتلویږنو او مېکروفو ن تر شا یی کوو
    کومه فرضیه کومه تیورۍ او داسلام کوم سپېڅلی رکن ددی اجازه چې یو فاسق خاین دې یو ځل بیا د سیاست لوبو لپاره ملا را وتړی؟
    کرزی یو ناکام سړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *