Categories

اعلان

Loading…

پر «درداباد» یو نظر/ شېرین‌اغا جهانګیر

زه تېره ورځ خبر شوم چې د ځوان شاعر او لیکوال بختیار تلاش «درداباد» د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنري جایزو په لړ کې هغه خپله کړه. دا خبر ما ته جالب نه و، دا یو عادي خبر و او باوري وم چې یوه ورځ به مې تر غوږونو حتمي رارسېږي. دا خبر ما ته، زما او د تلاش ملګرو، د تلاش کورنۍ او د پښتو ادب او پښتو ژبې د ټولو لېونیو مینه‌ والو له‌ پاره یو خوږ زېری و.

زه بختیار تلاش له ډېرې مودې پیژنم، هغه وخت چې بختیار به هر نوی چاپېدونکی کتاب د (راډیويې مجلې) له پاره له بازاره را نیوه، زره ـ زره به يې ولوست او بیا به يې خپلو اورېدونکیو ته د کتاب په اړه معلومات وړاندې کول.

هغه وخت هم تلاش شعر لیکلو، ما به يې شعرونه لوستل او خوند به مې ترې اخیست. تلاش ته به مې تل ویل چې اوږده لاره درته مختې ته پرته ده؛ خو که ستا دا چټک مزل وي، ژر به ور ورسېږې. ستا په وجود کې زه هغه هنري څرکونه وینم چې شغلې به يې یوه ورځ د هنر د هر مینه وال سترګې وبرېښوي.

د تلاش یو ستر کمال دا دی چې د خپلې مطالعې لمنه يې د سیمې په کچه نه ده محدوده کړې، د یو اصل په توګه تلاش هڅه کړې چې د ادبیاتو، فلسفې او هنر په اړه له هره ځایه او له هرې ژبې خپل فکر غني کړي. او همدا پلټنه ده چې نن د لیکلو او ویلو پر مهال د هغه ګوتې او ژبه نه ایسارېږي او لکه د اوبو خپل مسیر په خپله پیدا کوي.

تلاش په ځوانو شاعروانو کې نوښتګر، نازکخیاله، کنج کاوه، او د خپل فکر او دید زېږنده شاعري کوي. آن له اوله سره يې هڅه همدا ده چې له سولېدلي او کلیشه يي شاعرۍ لېرې پاتې شي. زه وینم چې په خپلو لیکنو او اشعارو کې نوي ترکیبونه او بېخي جالب انځورونه را اخلي.  په دې وروستیو کې مې د ده له درداباد نه وروسته کړې شاعري لوسته؛ یو بیت یې مخې ته راغی، ویلي وو:

زما د قبر خاوره بیا تازه شوه

څو ګلابونه دې ګذار کړل لاړې

زه چې کله له دې بیت سره مخ شوم؛ هغه تصویر مې سم ذهن کې جوړ شو چې بختیار يې د انځورولو هڅه کړې، یوه نامراده تر هدیري ځي، بلا ډېرې ګیلې د یو چا په قبر کوي، اخره کې راپوته شي، له ډېرې ناهیلۍ د ګلودسته دومره په زوره پر قبر ګذاره کړي چې لکه د فلم صحنې له قبره ګردونه پورته کړي او روانه شي.

یو ځل مې د ده شاعري لوستله چې دې غزلې زما پام ځانته جلب کړ: ‎

‎د بې وسۍ حد و، زه سرې تبې نیولی ومه

‎ژوند و لمبې، لمبې، لمبې تبې نیولی ومه

یقیناً چې شاعري هغه وخت زړه ته لاره کوي چې فکر، تصویر، لفظونه… په هنري بڼه سره اوډل شوي او بیا د قلم له څوکې راوتي وي. اوس که پورته بیت ته لږ هم دقت وشي؛ هر څه په‌ کې شته، لفظونه دومره خواږه انتخاب شوي چې هېچا ته يې د ویلو پر مهال ستونزه نه‌ شته، که کوم زما په شان لېونی يې له ځانه سره زمزمه کوي، نو هر ډول کمپوز چې وغواړي، ورته يې سمدستي جوړولای شي. داسې شعرونه که وغواړې او که ونه غواړې درځېني لوستل کېږي.

په درداباد کې یو ځای وايي:

‎اوبو کې چغې کړمه، ډب کړمه غږ

‎بهر انسان دی، زما غږ نه اوري

په ما کې چوي بمونه غړي مې وړي

‎دنیا ویده ده، دنیا غږ نه اوري

انسان مړ شوی، د سا غږ نه اوري

‎ولسه مړ شه پاچا غږ نه اوري

ګورئ! که یوازې لومړي بیت ته يې تم شو، ګورو چې د انسان د بې وسۍ څومره ښکلی انځور وړاندی شوی، انسان له انسانه ناهیلې دی، څوک يې د اوریدو نه شته. غواړي خپلې ګیلې له بني ادم پرته چاته وکړي. هغه په اوبو کې د غږ څومره ښکلی انځور يې وړاندی کړی. دا تجربه ټولو کړې، موږ هر یو په کوچنیوالي کې دا تجربه کړې‌ ده؛ خو دا چې څوک يې د غزل په ژبه وړاندي کړي؛ نو دا یوازې تلاش و چې دا کار يې وکړ، ويې ویل:

اوبو کې چغې کړمه ډب کړمه غږ

 بهر انسان دې زما غږ نه اوري.

یو ځل يې ویلي و:

زه له هر رنګه خالي یمه، تیاره یم

ته له هر رنګه رڼا یې مبارکې

په دې ټول پوهیږو چې رڼا د رنګونو مجموعه ده او د تیارې رنګ بیا یوازې خپل رنګ دی. شعر هم هغه وخت ځان د کمال تر حده رسوي چې شاعر يې ځان وړو انځورونو، نادرو پیښو او باریکو مسایلو ته ځان تم کړي، هغه څه ترې را وباسي چې لا ورته د چا پام نه وي. همدا د ښه شاعرۍ او شاعرۍ فرق دی.

یو ځای تلاش د دعا یادونه کړې، یوه خبره د تعویذ لیکونکيو او کوټګرو په هکله تل ویل کېږی چې که دوی دومره ښه وي؛ نو د ځان په اړه ولې څه نه کوي؟ خو دې خبرې ته تلاش داسې اشاره کړېده:

زه په خپل ځان باندې لګیږم نه، دعا داسې

ته داسې يې لکه د خپل ضرر ښیرا داسې

ناروغه ته يې، خو دردونه دي په ما داسې

لکه تاوی‎ېږي پرهرونو کې درزا داسې

همدا تیره اوونۍ يې لاندې غزل زما مخې ته راغی، د عادت له مخې ورته تم شوم. پوهېدم چې بیا يې کوم نوي څه د ذهن له لابراتواره د ډېرو تجربو وروسته راویستی دي. رښتیا هم چې ما سم سوچ کړی و. د تلاش دې غزل ته ډېره شېبه تم شوم. خوشاله شوم او څنګ کې ناست ملګري ته مې وویل چې پښتو شاعري اوس د بډاینې لورته روانه ده. د تلاش په څېر د ځوانو شاعرانو سعود سړی راتلونکي ته هیله من کړي، د همنیشینې غزل څو بیته يې را اخلم:

‎د خوب له تیارې خونې مې وېرېږم همنشینې

‎اوس هره شپه په خاورو ویده کېږم همنشینې

 ‎

 ‎چې ووایم، په تا به میینېږم همنشینې

 ‎له ذاته مې څو پُشته پاتې کېږم همنشینې

‎ته ګوره زه ذره ذره ماتېږم همنشینې

 ‎په خپلو لاسو تا پسې قتلېږم همنشینې

د تلاش د پراخې مطالعې او د فکري غنا څرکونه د هغه په شعرونو کې له ورایه ښکاري، په داسې حال کې چې اکثره ځوان شاعران په خپلو شعرونو کې د فکر، نوښت او الفاظو له کمښت سره مخامخ وي، خو تلاش بیا د دوی برعکس د پراخې مطالعې او ژور فکر څښتن دی. د ده که ټوله شاعري مخ ته کېږدې؛ وبه ګورې چې یو غزل يې تر بل هغه په بشپړه معنا توپیر لري. لاندې غزل يې د بېلګې په توګه اخلو:

‎ګل دې راټول هم کړ او بېرته دې ښکاره هم کړ

 ‎ته هغه څوک وې چې نفرت دې کناره هم کړ

 ‎یو څوک دې وغوښتو، په ښار دې تماشه هم کړ

‎سم دې خپه کړ او پوخلا دې دوباره هم کړ ‎

په خاموشۍ دې خوا کې تللو، په چوپتيا غږېدو

 ‎سپین دې کړ، تور دې کړ، بدنام دې په ناره هم کړ

 ‎یو نوم دې خاص کړ، بزرګوار او د خپل ځان هم کړ

 ‎بېرته دې عام هم کړ، سرسام او اواره هم کړ

‎تلاش دې واخیستو، د ټول جمهوریت سترګې دې کړ ‎

څه ژر دې پرېښودو، څه ژر دې بې چاره هم کړ

که زه د ده په شاعرۍ ولیکم، ډېر څه شته چې باید ولیکم، خو پوهېږم د ده دا حق به د ده نور ملګري ادا کوي، ځکه تلاش په داسې انسانانو راټول دی چې د تلاش په شان يې معیارونه لوړ او موخې يې سترې دي. په پای کې زه ښاغلي بختیار تلاش، د ده کورنۍ، ملګرو او د پښتو ادب ټولې کورنۍ ته د دې سترې معنوي ډالۍ مبارکي ورکوم. قلم يې تاند او فکر يې څپانده غواړم.

92 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *