Categories

اعلان

Loading…

راستنېدل | لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند  

زه راستون شوى يم. همدا اوس له پلې لارې راتېر شوم، شاوخوا ګورم. دا مې د پلار پخوانی کور دی. د انګړ په منځ کې د اوبو ډنډ. د کلا په هره څنډه کې زاړه وسایل خپاره واره پراته دي او د بامبوټۍ لاره یې تړلې ده.

پیشو د زينې په بېخ کې کمین نيولى، ناسته ده. یوه زړه ټوټه چې د لوبو لپاره يې له لرګي تاو کړې وه، په هوا کې رپېږي. زه رارسېدلی یم. څوک به زما هرکلی وکړي؟

ايا څوک د پخلنځي د دروازې تر شا سترګې په لار دی؟

لوگی له روزانه پورته کېږي. د شپې مهال کافي چمتو کېږي. ایا له دې کور سره څه اړیکه احساسوې؟ داسې انګېرې، چې په خپل کور کې یې؟

نه پوهېږم. زړه نازړه یم. دا مې پلرنی کور دی؛ خو هر څه راته پردي ښکارېږي. هر یو په خپل کار بوخت دی، داسې چارې چې زما څه ناڅه له ياده وتلي او یا مې هيڅ په یاد نه دي. ايا زه د دوی په درد خورم؟ زه هغوی ته څه مانا لرم؟ که د زاړه بزګر زوی هم یم، د پخلنځي د دروازې د ټکولو زړه نه لرم. له لرې واټنه مې غوږونه څک دي.

دا چې له پلخنځي لرې ولاړ یم، هيڅ نه اورم. یوازې د ساعت د ستنې ټک ټک چې د ماشومتوب شېبې مې اړوي، اورم. هر څه چې په پخلنځي کې کېږي، په پخلنځي کې د ناستو کسانو راز دی.

دا راز له ما پټ ساتل کېږي. هر څومره چې د دروازې تر څنګ پښه نیولي شئ، په هماغه اندازه د پرديتوب احساس درپېښېږي. که همدا اوس یو څوک دروازه پرانیزي او له ما یو څه وپوښتي، څه به پېښ شي؟ ايا ما به له هغه کس سره د داسې چا په څېر چې غواړي خپل راز پټ وساتي، سلوک نه وی کړی؟

30 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *