Categories

اعلان

Loading…

چې لنډۍ وي افغانستان به هم وي‎

ليکنه: شمس الدين شمس
لنډۍ د پښتو ولسې ادب تر ټولو خوږ او په زړه پورې ژانر دی چې ليکوال يې نامالوم وي خو د ادب پوهانو په وينا د ټپی اکثره ويونکې ښځمنې دي ټپه د جوړښت له نظره له دوه مصرو رغيدلې ده چې لومړئ مصرعه یې لږ تر لږه نهه سیلابه او دوهمه هغه يې د دوه ويشتو سیلابو څخه رغيدلې ده.
لنډۍ د پښتنې ټولنې په سمه ،غره او راغه کې زيږدلی ده.او چې پښتون ولس خپه وي لنډۍ هم ورسره وير کوې، که پښتون ولس خوشاله وي لنډۍ يې خوشالي رنګينه کړې،که پښتون ولس له خپلو سیالانو ماتې خوري لنډۍ يې د بیا ودرویدو کوښښ کوي، ملا يې ورتړلې او دبري هيله ورکوي، يا که پښتون ولس پر غليم بری ترلاسه کوي لنډۍ یې د بري نغاره غږوي او ټوله نړئ د پښتون له ميړانې خبره وي، بس که په ټوله کې ووايو چې ټپه د پښتون د کاله اصيل اولاد دی او ځان يې له پښتنو سره په غم،درد،او خوشحالئ کې شريک کړې دې.او د پښتو ولسې ادب نور اولادونه يې هم  له ځانه متاثره کړې او ځان يې پکې ټومبلې دې.
استاد اسدالله غضنفر د خپل يو کتاب جادوګر هنر په يوه مقاله کې د استاد شپون له خولې د لنډيو په اړه د لنډيو په شان خوږې خبرې راوړي.
شپون صيب وايي لنډۍ زموږ د ارواږانو همزولې دي د شپون صيب دا خبره د لنډۍ د ستاينې په اړه د سړي زړه ته لار کوي.
استاد شپون په خپله يوه خاطره کې ليکي:
 زه له مارګن سټرن سره تګاب تللې وم. د مارګن اوه څلوېښت ژبې زده وې،او په پښتو کې خو په اوه لهجو ښه پوهيده،دی هغه وخت اتيا کلن و.غره ته يې وکتل،ويې ويل:
په جګو غرو د خدای نظر وي
په سر يې واورې ووروي چاپير ګلونه
او بیا يې موږ ته وويل«که افغانستان تکه تکه شي،که يې غرونه ونړيږي او که يې سيندونه وچ شي او پښتانه ټول محوه شي خو لنډۍ به پاتې وي او له دغه لنډيو به بيرته پښتانه رازرغونيږي او افغانستان به جوړوي»
اسدالله غضنفر پخپله همدې مقاله کې له لوستونکو پوښتې:لنډۍ ولې په زړونو منګولې لګوي؟دا څه راز دې؟دا څه جادو ده؟
استاد بیرته يادې پوښتنې په ډيره ښه توګه جواب کړې هم دي.
استاد  غضنفر وايي: لنډۍ معمولا څښتن نه لري او دې پالش او لا بهتره کولو کار آسانه کړې دې او هم يې د خپل احساس په بيان کې ويناوال ازاد دي چې يو څه په کې ور زيات کړي خو د فلکلور نور اکثره ژانرونه هم د ولس مال دې خو د لنډيو هومره خوند پکې نشته.
د استاد پورتنی ځواب په ټوله کې د ټپې د پرمختګ او ودې په هکله قانع کونکې او د منلو دې.
د لنډۍ د پيښيدو او ليکل کيدو ګڼ دي او د ګڼو لاملونو له امله ويل شوې او ليکل  شوې ده.
په لنډۍ کې څوک د يار له بې رخۍ سر ټکوي او وايي:که تا زما زړه ته کتلې
 زه به په بیرته بیرته تلم تا به نيومه
څوک بیا په کې يار ته له غمازانو څخه د پټيدو او راتګ لار ورښيي.
پاس په هوا راشه جانانه
لارې کوڅې له غمازانو ډکې دينه
خو ځينې وخت لنډۍ ويونکې بیا د شاعرانو پيښې او يا ډيره مبالغه نه کوي او د يار په کاږه واږه تګ او ساده اداګانو هم ورمينيږي لکه چې وايي:
زه يې په توره سپينه نه يم
 کږه وږه په لاره تله مين يې کړمه
ډير خواران چې د يار له ډيرو ستمونو او نښرو ستړي شي په لنډۍ کې يار ته ښیراوې کوي او د په اباسین په څپو يې لاهو کوي
د اباسین څپې دې يوسه
 چې پلار دې شګې لټوي مور ګودرونه
خو په لنډۍ کې يوازې د خپلو خيالاتو او احساساتو اظهار نه کيږي بلکې کله کله لویې تاريخي پيښي هم د يوې لنډۍ په چوکاټ کې را غونډې شوې وي.
لکه د شيرعالم او ميمونې د مينې کيسه: شيرعالم او ميمونئ عاشق او معشوقه وو،بیا يې واد وکړ، يوه ورځ شيرعالم په کور کې نه وي او ميلمانه يې راځي او تماکو ورسره نه وي خو لنډه دا چې د يو ميلمه د شير عالم کور ته د تماکو د ترلاسه کولو لپاره ورځي دا نه وي خبر چې شير عالم په کور نه وي. خو ځه ميمونئ په پټ مخ ميلمه ته ددې لپاره تماکو ورکوي چې هسې نه شيرعالم ته بيا ميلمانه پيغور ورنه کړي. خو د ميمونئ دا کړنه شيرعالم په خپله مينه بد ګمانه کوي او وژني يې.
ځکه خو نو بيا وايي:
دا خدای دې خوار که شيرعالمه
د تماکو په پاڼه چا کړي مرګونه
بس خو په ټوله کې ووايو لنډۍ د ژوند په هر رنګ رنګ ده او په نړيوال ادب کې يې ساری نه ليدل کيږي.

22 total views, 1 views today

2 comments

  1. شاهین افغان Reply

    د دروند او قدرمن استاد پوهندوی آصف بهاند له لیکنې مې ستاسو د متن د اصلاح لپاره دا څو جملي کاپي او نقل کړي دي:
    ښاغلی جهاني د لنډیو د بحث په پیل کې د لنډیو په باب هماغه د نورو خلکو خبرې کوي، خو لږ په نوې بڼه. دا د لنډیو په باب د ده د خبرو یو برخه ده:
    « د پښتو ژبي په فوکلوري نظمونو کي یوازې لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یوه لنډۍ د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړه سوې وي خو چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلې نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.»
    http://www.taand.com/archives/62249

  2. ببرک Reply

    شمس صاحب!ا خدای شمس لره٬!!!!!!!!!!!!!ا
    ګرانه!ا
    زه د یوه پشتون په صفت چې د لنډیو انبار ته چې ګورم!ا ماته دوه پریکړې رامخته کیږي:
    ۱- پشتون ټول له ذاته شاعر دی او شاعری د ژبې اوج ته ویل کیږي
    ۲- دلڼډیو تعداد بی اندازی دی،او زما باور نه کیږي چی دومره لڼد له معنی ډک شعر به بله ژبه کی وي
    کور مو اباد ډیره ښکلی او له خوږو ډکه لیکنه وه

Leave a Reply to شاهین افغان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *