Categories

اعلان

Loading…

جان نیکلسن وايي، لا هم د افغانستان جګړه په ولاړ حالت کې ده

تاند – په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې لا هم په افغانستان کې جګړه په ولاړ حالت کې ده.

ده د روسیې له لوري طالبانو ته د سپکو وسلو د ورکولو یادونه هم وکړه.

د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان ډګر جنرال جان نیکلسن د پنجشنبې په ورځ /نوومبر ۲۳/ د کندهار په هوايي ډګر کې این بي سي نیوز ته وویل«که څه هم لا ولاړ حالت بدل شوی نه دی خو د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتیژۍ د امریکايي پوځیانو مخ پر ځوړ حالت بدل کړی دی.»

د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتیژۍ په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو پر مخ محدودیتونه لېري کړي او اوس دا ځواکونه اجازه لري چې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر سنګرونو او مرکزونو بریدونه وکړي.

نیکلسن له این بي سي نیوز تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل«جګړه لا هم په ولاړ حالت کې ده. د نوې پالیسۍ یوازې ۹۰ ورځې تېرېږي، خو د نویو امریکايي پوځیانو له راتګ سره، چې لا هم راروان دي، او نویو اختیاراتو، چې موږ ته راکړل شوي دي، موږ ته داسې موقعیت راکړی چې د وخت په تېرېدو بری زموږ په ګټه دی.»

نیکلسن همداراز وویل«باید افغانانو ته ووایم: هرڅوک له هغه وخته چې موږ ازاد پرېښودل شوي یوو، د وروستیو څو میاشتو د پرمختګ خبره کوي.»

په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان د ۲۰۱۴ کال په پای کې د طالبانو پر ضد له عملیاتو منع شول او یوازینی مسوولیت یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل و خو وروسته له دې چې طالبانو له دې فرصته د سیمې د لاندې کولو لپاره کار واخیست، امریکا خپل دریځ بدل کړ. اوس یو وار بیا امریکايي پوځیانو ته ویل شوي چې د طالبانو او نورو سختدریځو پر ضد هماغسې حملې وکړي چې له ۲۰۱۵ مخکې یې کولې.

16 total views, 2 views today

2 comments

  1. سلیم Reply

    ته د سیاف قابلي خوره ، بانکونه یې په ډالرو ورډکوه او پرعامو افغاناناو بمونه غورځوه او بیا غواړې جګړه هم وګټې، قسم چې ستا هډوکي به هم خاورې شي که یې وګټې تاسو ټول جنایتکاران استی

  2. ببرک Reply

    جان صاحب! ا کور دی وران شه !!!!!!!!!ا د امریکا دملت بیخ دی وویست او هره ورځ د پاکستان له لاسه په غم ناست یاست او امرکا ته مو وژل شوی عسکر وړئ خو مه مو غیرت وکړ اونه تمدن له خوبه رابیدار شوئ! موږ مو هم تباه کړو او د امریکا میندی هم!ا

Leave a Reply to سلیم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *