Categories

اعلان

Loading…

د اندونیزیا ولسمشر د افغانستان د سولې شورا ته د مرستې ډاډ ورکړ

تاند- د اندونیزیا ولسمشر یوکو ویدودو د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په هلوځلو کې به برخه واخلي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي ته د اندونیزیا ولسمشر همداراز وویل، تاسي له اندونیزیا څخه د افغانستان په سوله کې د رول لوبولو غوښتنه کړې، اندونیزیا هم تیاره ده چې ستاسو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.د اندونیزیا ولسمشر یوکو ویدودو په خپله ماڼۍ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د شخړو د حل کولو په برخه کې به خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

د کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره د اندونیزیا د ولسمشر په کتنه کې د دغه هیواد مرستیال ولسمشر یوسف کالا، د مذهبي چارو وزیر لقمان حکیم سیف الدین، د سیاسي، قانوني او امنیتي چارو د همږغۍ وزیر ویرانتو او د بېلابېلو مذهبونو او همکاریو لپاره د اندونیزیا د ولسمشر ځانګړی استازی دین سیاموسي الدین هم حاضر ول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سږ کال د اپریل په ۵ مه اندونیزیا ته لاړ چې له تروریزم سره په مبارزه کې د دغه هیواد له تجربو سره بلد شي.

ښاغلي غني د اپریل په شپږمه د جاکارتا په ستر جومات کې د دغه هیواد له سترو دیني عالمانو او مفتیانو سره وکتل او د زغم او مدرنیزم په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

ولسمشر غني له دغه تر ټولو ستر اسلامي هیواده وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې رول ولوبوي. د ښاغلي غني له سفره وروسته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره کابل ته راغله او له افغان چارواکو سره یې د اسلامي دیني عالمانو د یوې غونډې په اړه خبرې وکړې.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *