Categories

اعلان

Loading…

فضل الرحمن: د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته د پاکستان پوځ ترهګر ځپلی نه شوای

تاند- د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي چې د پاکستان پوځ د جمعیت علمای اسلام په مرسته د پاکستان په خاوره کې تروریستان مات کړل.

مولانا فضل الرحمن، چې تل یې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، له ډان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د جمعیت علمای اسلام له مرستې پرته تروریستان ځپل کېدای نه شوای او په پاکستان کې سوله او امنیت ناممکن و.

ده په عین حال کې غوښتنه وکړه چې باید په ټول پاکستان کې د وسلو پر لرلو بندیز ولګول شي چې هیڅوک امنیت ته ګواښ پېښ نه کړای شي.

ده ډان نیوز ته وویل«د جمعیت علمای اسلام طالبانو او دیني عالمانو د پاکستان د پوځ له ځواکونو سره اوږه په اوږه له ترهګرو سره جنګ وکړ او د دوی همکاري سبب شوه چې ترهګر مات شي. امریکا او نور لوېدیځ هیوادونه غواړي چې پاکستاني ځوانان وسلې په لاس کې واخلي او پاکستان نارامه کړي.»

مولانا فضل الرحمان پخوا ویلي و چې په پاکستان کې جنګ او د اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره جهاد ناروا دی ځکه چې د ده په وینا پاکستان آیین (اساسي قانون) لري خو په افغانستان کې «جهاد» روا دی.

22 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *