Categories

اعلان

Loading…

اقبال، انسان او خودي | سیداصغر هاشمي

ځينې نړیوالو پوهانو په خپلو افکارو کې انساني پېغام درلود. د دوی فکر محدود نه و او نه یې فکر او نظر د یوې خاصې ټولنې نمایندګي کاوه. محدود فکر د محدودو خلکو لخوا ستایل کېږي، ځکه چې د هغه نظر عامو خلکو ته نه وي بلکې خاصو ته وي.

که د پښتو ژبې لیکوال پېغام یوازې او یوازې پښتنو ته وي، په ویناوو کې یې ستاینه د پښتنو وي او د ده فکر او نظر د پښتنو د کلتور او ټولنې نماینده ګي وکړي، نو د ده فکر محدود دی او د ده څرګندونې د یو ملت استازيتوب کوي، خو که چېرې د یو پوهان د فکر حدود پراخ وي او د ده په ویناوو کې جهان بیني موجوده وي او د ده پېغام نړیوال وي، نو د ده شهرت به هم په نړیواله سطحه دی. کله کله د ځینو لیکوال نظریاتو کې نشنلیستي مفکوره لیدل کېږي، نو هماغه دی، چې د یوې خاصې جغرافيي خلک یې یادونه کوي، خو په نړیواله کچه یې څوک یادونه نه کوي، ځکه چې د ده پېغام نړیوال نه دی.

د لوی هندوستان لوی لیکوال علامه اقبال هغه فیلسوف شاعر دی، چې په ټولیز ډول د ده په ډېرو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموزې بې خودي اثارو کې د خودي(ځان پېژندنې) په اړه نظریات د انساني لارښوونې په تړاو دي، د ده په ځینو شعرونو کې نړیوال پېغامونه پراته دي، نو ځکه نن په نړیواله کچه پېژندل شوی شخصیت دی او په نړیوالو ادبیاتو کې لوستل کېږي.

د ده افکار نړیوال پېغامونه لري، خو په ځانګړي ډول مسلمانانو ته یې لارښوونې د یادولو وړ دي، د ده په ویناوو کې د ځان پېژندنې په اړه ډېرې لارښوونې انسان او انسانیت په اړه دي، وايي: «خودی کو کر بلند اتنا که هر تقدیر سی پهلی ـ خدا بندی سی خود پوچهی بتا تیرا رضا کیا هی» د ده په شعرونو کې د خودي په اړه ډېر بحثونه په دې دلالت کوي، چې دی، د کایناتو او نورو انسانانو له پېژندلو مخکې ځان پېژندنې ته متوجې وه او د خارجي لاملونو پر ځای خپل داخلي نظام (جوړښت) ته یې پاملرنه کوله.

علامه اقبال وايي: د خودي اصل په لا اله الا الله ولاړ دی، کله چې د انسان په زړه کې د دې کلمې عظمت او لویوالی پیدا شي، نو ځان ته متوجې کېږي او د خودي په مفهوم پوهېږي، وايي:

«خودي كی روح روان لا اله الا الله ـ خودي هی تير كمان لا اله الا الله*خودي كا حسن بيان لا اله الا الله ـ خودي كا سرّ نهان لا اله الا الله» د شعر مفهوم دی: د ځان پېژندنې اړیکې له روح سره ده، کله چې روح جوړ شو، انسان جوړ شو، نو ځکه وايي، چې د خودي اصل روح دی، سپيڅلې کلمه ده او د سپیڅلې کلمې هغه کمان دی چې خپل اصلي هدف پرې ویشتلی شو، خودي د الله تعالی د حسن یادونه ده او په اسرارو پوهیدل دي.

اقبال وايي: د انسان د ټولو پرمختګونو او کامیابیو تربیت د خودي سره اړیکه لري، پیاوړې او با تربیته خودي پواسطه انسان کولای شي چې د حق او باطل تر منځ توپير وکړي، حق وپالي او له باطله ځان وژغوري.

د اقبال له نظره خود په حقیقت کې د انسان نوراني جوهر دی، چې د انسان ارزښت ټاکنه او معیار ټاکنه د همدې خودي پواسطه کیدای شي، د خودي نُور هغه نوراني رڼا ده، چې په انسان کې وي، خو پالل کېږي او تربیه کېږي، کله چې انساني خودي په چا کې پيدا شي، نو بیا د ده ټولې اعضاوې سم کارونه کوي، د ده فکر، خیال او درک که ښه وي، نو د ده د خودي نماینده ګي کوي، کله چې د انسان زړه جوړ شي، د زړه نه هدف د انسان روح دی، نو بیا په ټول بدن همدا روح سمه مشري کوي او که چېرې روح جوړ نه وي، نو بیا د بدن ټولې اعضاوې سم کارونه نه کوي.

که چیرې انسان خپل دننني رغښت ته پام وکړي او دې فکر کې شي چې الله تعالی د ده داخلي توکي څنګه پیدا کړي دي؟ هره داخلي عضوه کوم کار کوي؟ نړۍ له دې دومره پرمختګ سره تر اوسه پورې په دې توانیدلې نه ده چې د انسان د داخلي عضوې په شان طبیعي عضوه جوړه کړي، که لږ فکر وکړو، نو په خپل نظام به مین شو، لیکن بعضې خلک خپل داخلي توکیو ته فکر نه کوي، کله چې یو انسان خپل داخلي توکو ته متوجې شي، نو په حقیقت کې د ځان پېژندنې لومړنی وخت پېلېږي. دی باید خپل ځان په ځان کې پیدا کړي، حقیقت او د الله تعالی اسرار او رمزونه په خپل ځان کې ولټوي او د الله تعالی قدرتونه دې په خپل خود کې وګوري.

علامه اقبال وايي: د انسان نه هدف هغه انسان دی چې انساني ځانګړنې ولري، د نړۍ ټول انسانان د انسان په نوم یادیږي، خو ډېرو کمو سره د انسان د نوم معنوي اړیکه جوړیږي.

د انسان د هستي اساسي مقام له خودي سره رابطه لري، په دې حقیقت هغه کسان پوهېږي، چې د خودي په معنا او مفهوم پوه وي او خودي یې په ځان کې پيدا کړې وي.

د ځان پېژندلو لپاره د خدای پېژندل مهم دي، دا دواړه یو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي او یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.

علامه اقبال د خودي او خدای جل جلا له په اړه وايي: کله چې یو کس په ځان کې خودي پیدا کړي، نو الله تعالی ته نږدې کېږي، ځان پېژندونکی په حقیقت کې الله تعالی پېژندونکی وي او الله تعالی پېژندونکی په حقیقت کې ځان پېژندونکی.

د علامه اقبال په نظر په حقیقت کې حقیقي ژوند په ځان پېژندنه کې نغښتی دی، د انسان روح د ځان پېژندنې له پېژندنې(شناخت) پرته په شان د مړي دی، حقیقي او تل پاتې ژوند هغه دی چې د الله تعالی په اوامرو کې وي او څوک چې د الله تعالی سره وي، په حقیقت کې هغه نه مړ کېدونکی او یا نه فنا کېدونکی دی.

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *