Categories

په اغزن سیم ناول کې د کرکټرونو بدلون

لیکنه: هارون سمون |

د کرکټرایزشن او بدلون مسله چې د کرکټرونو په ارواپوهنه پورې اړوند ده، تېر بحث ته په کتو د کرکټرونو د بدولون لاملونه په پښتو داستاني ادب کې د نصیر احمد احمدي په اغزن سیم ناول کې تر څېړنې لاندې نیسو او دا به روښانه شي، چې په اغزن سیم ناول کې تر کوم بریده د کرکټرایزشن د بدلون علتونه څرګند او منطقي دي.

لمړی به د یاد ناول لنډه خلاصه وړادې کړو، بیا به هغه پراګرافونه وڅېړو په کومو کې چې د مرکزي کرکټر لپاره دری کرکټرونه بدلون کوي. ددې ناول کیسه له مینې تر مهاجرت او مرګه پورې غزېږي، کیسه له دې ځایه پيلېږي، چې لیکوال ته د مریم په نوم یوه نجلۍ له اېټالیا څخه پر برښنالیک مسېج پرېږدي چې: ” ـ مرم د ژوند کیسه مې ولیکه” له څو ورځو مکالماتو او غږیدا وروسته د دواړو سلا مشوره پدې راځي، چې نجلۍ به لیکوال ته وخت ناوخت ظبط کړې خبرې اېمل کوي او لیکوال به یې د ژوند دردونکی داستان لیکي، پدې ډول کیسه پیلېږي، چې مریم د وحید په نوم په خپل یوه ټولګیوال زړه بایلي، هغه اړیکه او خبرې ورسره کوي، خو د مینې اظهار نه ورته کوي،  مریم له هر څه لاس په سر وي، ژوند پرې راتنګ شي، په ریښتیا مینېږي، خو له بده مرغه وحید ته یې د وروڼو لخوا د لندن وېزه راځي، له مریم مشوره غواړي، خو دا پټه خوله ترې ځي، وحید دری میاشتې وروسته له لندن څخه زنګ ورته راوهي، د مریم بیا ژوند ته پدې تمه پیدا کېږي، چې ګواکي وحید یې تر اوسه د مبایل شمېره درلوده، فکر کوي، چې هېره یې نده. له دې پس پلار ته د لندن خوبونه تېروي، چې په نتیجه کې دوی لندن ته ځي او پر لارو ټوله کورني تباه کېږي، مریم په یوه روغتون کې د کورنۍ له شدید ژور خفګان او ناروغۍ سره مخ کېږي تر خوله یې همېش وینې راځي بلاخره خپل ساه له لاسه ورکوي، د ناول همغه پراګرافونه را اخلو چې کرکټرونه پکې بدلون کوي.

” په درېیمه میاشت ټلېفون راغی، وحید و، لنډ وغږېدو، ویل یې چې په همصنفیانو پسې خفه یم.

سخته وه، په ډله کې یې راواستوم، خو وروسته مې زړه سره راټول کړ، هېره یې نه وم. نومره مې تر اوسه ورسره وه.

غلې وم. سېک مې ختلی و. د قبرونو لید به ارامي رابښله. خو څو موده وروسته مې ژوند ته تمه پیدا شوه، بس یو لیرې خپل مو له کوچنیانو سره لندن ته ورسېد.

پلار ته مې وویل، د لندن خوبونه مې ورته تېر کړل، راتلونکې هوسایي مې یې سترګو ته وردروله. نه یې منله، رایاده یې کړه، که په خپل وطن کې یو ښه یو، وچه، لنده رارسېږ‎ي پردي ملکونه څه کوو.

له مور سره کېناستم، د لندن په صفتونو مې خوله ستړې شوه، د هغې ځواب هم منفي و.

چاره نه وه. کوچیني ورور ته مې په غوږ کې ورپوه کړل. ذهن یې له خیالي دنیا ډک شو، ژر یې قناعت وکړ.

اوس نو په څلورو کې دوه تنه مخالف ول.

ورور او خور به هره ورځ د خیالي دنیا په اړه غږېدل، کیې به یې کولې، خپل راتلونکی به یې په مزو کې لید.

دا خبرې مې په مورو او پلار ښې نه لګېدې اول یې نصحت کاوه واقعي ژوند ته یې راګروځولو، خو وروسته یې په دوی هم تاثیر وکړ، د لندن له خبرو یې خوند اخیست.

یوه ورځ مې مور د خپلوانو کره تللې وه، کله چې راغله، وار له وراه یې یې د لندن کیسې راواخیستې، خبره مالومه شوه، دې له لندن نه زموږ د خپلوانو رالېږلي عکسونه لیدلي ول. ویل یې چې اولادونه یې په اسرات کې ول.

مور مې دا هم وویل، چې د کورنیو د قبلېدو چانس زیات دی.

بس! پلار مې هم راضي شو، په لمړي ځل یې د کابل له دوړو او د دوکان تر منځ له بویناکه اوبو شکایت کاوه.

ماته خدای راکړه، رنګ مې راوګرځېد، ژوند خوږ راته و ایسېد، راتلونکی مې له وحید سره لیده. ډېر وخت به مې د انګلېسي ویلي کتابونه له سره کتل.

پلامې د خپلو ملګرو په مرسته یو قاچاقبر وموند، قاچاقبر د هر سړي پر سر اتلس زره امریکايي ډالر غوښتل، خو معامله پاکه ښکارېدله، پیسې په کابل کې له صراف سره اېښودل کېدلې. بس، لندن ته په رسېدو یې یو ټلېفون غوښت. پلار مې صراف ته د رسېدو ډاډ ورکاوه او قاچاقبر خپلې پیسې اخیستې.

بل شرط دا و چې سفر زمیني دی.

همدومره.

مور ته مې پر ځمکه تګ خوند ورنکړ، ویل یې چې سل خطره ورسره تړلي دي. خو د پلار مې دلیل دا و چې د طیارې تګ ډېرې پیسې غواړي، ده د هر نفر پر سر دېرش زره ډالر یاد کړل، دا یې هم وویل، چې له دې سره، بیا هم ټول سفر په طیاره کې نشي کولای، ځینو ملکونو ته به پر ځمکې ور اوړي.”

نوره کیسه داسې ده، چې د مریم پلار کور، دوکان او هرڅه پلوري او لندن ته قاچاقي روانېږي.

اوس به د هغو علتونو قوت او کمزورتیا په ګوته کړو چې د مریم (مرکزي کرکټر) لپاره لپاره دری نور کرکټرونه ( د مریم، موروپلار او وړوکی ورور) بدلېږي مریم د ژوند کولو لپاره دوی ته یو بل فکر ورکوي او په نتجیه کې یوه کورنۍ دې ته اړ کېږي، چې د هوسا ژوند کولو لپاره له خپل وطن څخه بهر ته وکوچېږي. لمړی عامل مریم ده، چې خپلې کورنۍ ته د لندن د تګ فکر ورکوي، مینه چې د انسان پر احساساتو او ژوند لوبې کوي، نو مریم هم خپل هدف (وحید) ته د رسېدو لپاره همدا لار معقوله بولي، کله چې خپل پلار ته په لمړي ځل وړاندیز کوي هغه یې ورسره نه مني :” پلار ته مې وویل، د لندن خوبونه مې ورته تېر کړل، راتلونکې هوسایي مې یې سترګو ته وردروله. نه یې منله، رایاده یې کړه، که په خپل وطن کې یو ښه یو، وچه، لنده رارسېږ‎ي پردي ملکونه څه کوو”

مور یې هم لندن ته تګ نه غواړي: ” له مور سره کېناستم، د لندن په صفتونو مې خوله ستړې شوه، د هغې ځواب هم منفي و”

د مریم پورتنۍ خبرې موږ ته دا فکر راکوي، چې ددې کورنۍ د لندن په اړه هېڅ فکر نه لري، او نه تصمیم لري، مریم خپل پلار ته وړاندیز کوي، هغه یې نه ورسره مني، مور ته په اړه وايي د هغې هم ځواب منفي وي، ځکه دوی مجبور نه دي، چې لندن ته لاړ شي مریم مخکې د خپلې کورنۍ ژوند داسې بیانوي: ” پلار مې په ځوانۍ کې صاحب منصب و، خو د تنظیمي جګړو او طالبانو په وخت کې یې ازاد کارو بار کاوه، ده به له پاکستانه وړه راوړل او دکابل په منډه یي کې به یې خرڅول، خو د کلداري حساب به مالوم نه و. په ورستیو کې یې تاوان وکړ.

کله چې د  کرزي حکومت راغی، بیا یې هم ماموریت وانه خیست، څه پیسې ورسره وې، د کوڅې په سر کې یې د خواراکي موادو کوچینی دوکان جوړ کړ. کور خپل و. کرایه یې نه غوښته، مور مې هم په یوه شخصي مکتب کې معلمي کوله، ګوزاره مو کېده.

خوشحاله ژوند مور درلود…..!”

خو دا هر څه تغیر کوي، د دوی ژوند پر یو بل حقیقت اوړي، دوی په ریښتیا لندن ته روانېږي، له مریم سره یې د موروپلار موافقت لیکوال دا رنګې بیانوي: ” دا خبرې مې په مورو او پلار ښې نه لګېدې اول یې نصحت کاوه واقعي ژوند ته یې راګروځولو، خو وروسته یې په دوی هم تاثیر وکړ، د لندن له خبرو یې خوند اخیست”

دا چې ولې د مریم په موروپلار د هغه خبرې اغېز کوي، او لندن ته يې په تګ مجبوري استدلالي توکي او قراین دومره قوي ندي، چې ځيرک لوستونکی یې له لیکوال سره په اسانۍ ومني، لیکوال د قرینې په ډول لمړی دلیل دا راوړي، چې د دوی یو لرې خپل له کوچینیانو سره لندن ته ځي پدې توګه د مریم موروپلار څه نا څه د لندن تګ ته تمایل ښيي، ورپسې بل دلیل دا راوړي، چې دا تر مخکیني دلیل کمزوری دی، هغه دا چې د مریم کوچینی ورور له هغه سره ژر همغږي ښيي، مریم وايي: ” چاره نه وه. کوچیني ورور ته مې په غوږ کې ورپوه کړل. ذهن یې له خیالي دنیا ډک شو، ژر یې قناعت وکړ”

د راواپوهنې له لیده به دا ومنو چې یو ماشوم ژر تغیر کوي، هغه ته په ډېر کم وخت کې قناعت ورکولای شو، تر دې پورې چې کوم کار د ده په تاوان هم وي، که یې موږ ورته وهڅوو هغه کار ترسره کوي، خو په دې استدلال کې کمزورتیا دا ده، چې مریم بله چاره نه ویني، نو کوچیني ورور ته دا خبره کوي، هغه لوی ګڼي، له هغه څخه د لویو توقعاتو تمه لري، دلته د مریم او د هغه د کوچیني ورور زاویه یو شان ده، لیکوال کوښښ کړی دی، د مریم له کوچیني ورور څخه د هغه د موروپلار په همغږي کېدو کې کار واخلي، د مریم کوچینی ورور د کورنۍ د یوه مهم غړي په توګه راڅرګندېږي، مریم وايي: ” اوس نو په څلورو کې دوه تنه مخالف ول” دا کار له احمدي صیب څخه د “پزه” په نوم کیسه کې هم شوی دی، د کیسې په پیل کې ماشوم، د ماشوم له زاويي له خپلې مور سره مکالمه او خبرې اترې کوي، خو د کیسې په پای کې د بالغ او د مور سره په یوه زاویه راڅرګنديږي.

په اغزن سیم ناول کې یوه څلور کسیزه کورنۍ ده، موروپلار یې رک روغ انسانان دي، پلار یې پخوا صاحب منصب تېر شوی دی، لوستی دی، تجارت یې هم کړی دی د ژوند په لاروچارو پوه شخصیت دی، هاخوا مریم اروايي ناروغه ده، مینه د مریم پر ژوند بې کچې اغېز ښندي او په ژوند کې یې یې بدلون راځي، د مرکزي کرکټر(مریم) بګروند ته په دې توګه نغوږو مریم وايي: ” نه مې له درسونو سره زړه تړلای شوای او نه هم د مور او پلار او کوچیني ورورو خبرو خوند راکاوه. هرڅه بدل شول. هرڅه. په ژوند کې مې یو لوی بدلون راغی، داسې بدلون چې خوشحالي یې رانه واخیسته، خواراک مې هېر شو، د شپې به تر ډېره ویښه وم.

مور ته مې اندېښنه ور ولوېده، روغتون ته یې بوتلم، ډاکټر رنګارنګ معاینات راته ولکیل، دوا یې راکړه، خو زه پوهېدم چې کومه ګټه نه لري، د لابرتوار ماشینونه په مینه څه پوهېدل.

ورځ په ورځ خوړل کېدم، خو علت یې له ما پرته بل چاته نه و مالوم. ان وحید ته هم نه.”

یو بل ځای وايي: ” وخت ووت، وحید ته وېزه راغله. د خدای په امانۍ جرات مې نه درلود، یوه اونونۍ درس رانه پاتې و، له وحید سره مې په ټلېفون کې مخه ښه وکړه، دی لاړ او زما روح یې هم ورسره یووړ”

د مریم خبرې ددې ښکارندویي کوي، چې هغه له سخت ذهني کشمکش سره مخ ده، روحاً نا ارامه ده، په       ناارادي توګه له داسې خنډ سره مخ ده، چې بله حل لاره محال ګڼي او لندن ته په وحید پسې له کورنۍ سره روانېږي، له پورتنیو دو وروستیو پرګرافونو دا نتیجه اخلو چې مریم اوس یو نورمال انسان ندی، ځکه ددې موروپلار خبر دي، چې ناروغه ده ځکه خو یې ډاکټر ته بیایي، یوه ناروغ ته روغ قناعت ورکولای شي، د مریم مورپلار پوهېدل، چې مریم ناروغه ده، که د اغزن سیم ناول لوستونکي ووایي، چې د مریم پلار (پلار ځکه یادوو چې د کور لوی لوی تصامیم دی نیسي) ولې مریم ته قناعت نه ورکاوه تر څو د لندن د تګ بې ځایه هیلې او آرزوګانې له زړه وباسي، د پلار لخوا دغه قناعت ورکول کېدای شي، ځکه چې د مریم پلار نه غواړي لندن ته لاړ شي.

مریم په دې اړه وايي: ” دا خبرې مې په مورو او پلار ښې نه لګېدې اول یې نصحت کاوه واقعي ژوند ته یې راګروځولو….”

دغه راز یې ورور کوچینی ماشوم دی هغه پدې نه پوهېږي، چې لندن ته تګ اسانه نه وي، نو یو اروايي ناروغ او ماشوم څنګه وتوانېدل چې خپل موروپلار د ژوند د یوې لویې مسلې په تړاو ځانته راواړوي؟

د فرعي کرکټرونو د تغیر لپاره دلایل شته دي، موږ دا نه وایو چې منطق پکې نشته او نه مطلق حکم کېدای شي، چې احمدي صیب هېڅ استدلال نه دی کړی یوازې دومره ویلای شو، چې د کرکټرونو شالید ته په کتو د دوی د بدلون لاملونه ندي څرګند شوي، کوم چې څرګند دي کمزوري دي.

اغزن سیم ناول چې ډېر کشش او جذابیت لري او لوستونکي په لوړه کچه راکاږي له تلوسو او خوند مالأمال دی، پدې ډول ممکن عادي لوستونکي سرسري ورباندې تېر شي.

په نړیوالو ادبیاتو کې د وېکتور هوګو په بېوزلان ناول کې د ژان والژان په نوم مرکزي کرکټر په ډېر منطقي او سیسټماټيک ډول بدلون کوي، هغه له زندان څخه وروسته په یو مهربان انسان اوړي، پدې توګه د ژان والژان د بدلون استدلال قوي دی.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *