Categories

اعلان

Loading…

د زابل د عدلیې په ریاست کې دوه تنه په رڼا ورځ وویشتل شول

خبریال: انورالله انوري- د زابل ولایت په مرکز کلات کې دوه تنه نن هغه مهال ووژل شول چې د یوې حقوقي دعوې لپاره یې د دغه ولایت د عدلیې ریاست ته مراجعه وکړه.

ویل کېږي چې دا دوه تنه، د هغه چا له لوري په تومانچه ویشتل شوي چې دوی پرې دعوه لرله.

په دې پېښه کې یو تن بل ټپي شوی او حمله کوونکی په تېښته بریالی شوی دی.

د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا دوه تنه د یوه صاحب منصب له لوري ویشتل شوي چې دوی پرې حقوقي دعوه لرله.

«دوی د میزانې په ولسوالي کې د مځکې د مالکیت پر سر دوعوه لرله. یو طرف یې صاحب منصب دی او بل طرف ملکي خلک دي. دوی په عدلي ریاست کې په خپل منځ کې یو څه شخړه کړې او بیا مقابل لوري پرې ډزې کړي، دواړه ملکیان یې وژلي، یو تن یې ټپي کړی او صاحب منصب چې کریم نومېږي، تښتېدلی دی.»

د سمونوال فراهي په وینا دا دوه تنه د زابل ولایت د عدلیې د ریاست د حقوقو مدیریت ته د خپلې دعوې د حل لپاره تللي ول چې حمله پرې وشوه.

143 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *