Categories

اعلان

Loading…

کانګریس د حقاني شبکې د ځپلو په شرط پاکستان ته مرسته تایید کړه

تاند – د امریکا کانګریس یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پاکستان باید د حقاني شبکې د له منځه وړلو لپاره له افغان او امریکايي پوځیانو سره کار وکړي خو له دې لایحې څخه د لشکرطیبه نوم ایستل شوی دی.

د ملي دفاعي اختیاراتو ( 2018 NDAA) په نوم په دې لایحه کې، چې د پنجشنبې په ماښام د متحدو ایالتونو د سنا او استازو جرګو تصویب کړ، په ۲۰۱۸ م کال د امریکا د دفاعي لګښتونو لپاره ۷۰۰ ملیارد ډالره بودجه تصویب شوې ده.

د ملي دفاعي اختیاراتو د ۲۰۱۸ په لایحې کې د افغانستان – پاکستان د پولې د څارنې لپاره پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو، چې پخوا منظور شوي وو، د نیمايي پیسو ورکړه، شامله ده.

کانګریس د ټرمپ حکومت پاکستان ته له ۷۰۰ ملیون ډالرو څخه د ۳۵۰ ملیون ډالرو له ورکولو منع کړی او پرېکړه یې کړې چې دا پیسې دې په هغه شرط پاکستان ته ورکړل شي چې د امریکا دفاع وزیر د کانګریس دفاعي کمېټې ته د دې تصدیق وکړي چې «پاکستان داسې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي چې په نتیجه کې یې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې د پناهځایونو، د پیسو ټولولو، د جګړه مارو د ګومارلو او ازاد تګ راتګ مخنیوی کېږي.»

د کانګریس په مخکینۍ لایحه کې د امریکا له دفاع وزیارت څخه غوښتل شوي و چې همدا ډول شرایط دې د لشکر طیبه په اړه هم پاکستان ته کېښودل شي او وروسته له دې چې دفاع وزارت تایید کړه چې پاکستان د لشکر طیبه او حقاني شبکې پر ضد کلک اقدامات کوي، پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو مرسته تصویبوي.

خو د امریکا سناجرګې د استازو جرګې په لایحه کې تغییر راوست او د لشکر طیبه نوم یې ورڅخه وایست.

پاکستان لشکر طیبه د هند او حقاني شبکه د افغانستان خلاف استعمالوي.

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *