Categories

د ترکیې ولسمشر په خپله ماڼۍ کې له جنرال دوستم سره وکتل

تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن /جمعه/ د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل.

د ترکیې د رسمي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، د دواړو خواوو کتنه له رسنیو پټه وساتل شوه او د دوی د خبرو جزییات هم څرګند نه شول.

ښاغلی دوستم د سږ کال د مې له میاشتې راهیسې په ترکیه کې اوسي. که څه هم ده نه دي ویلي چې تبعید دی خو ویل کېږي چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې له کبله افغانستان ته بېرته نه شي راګرځېدای.

د روان نوومبر په پیل کې د کابل یوې ابتدايي محکمې د جنرال دوستم ۷ ساتونکي د ایشچي د قضیې په تړاو هر یو په ۵ کاله بند محکوم کړل او داسې وویل شول چې د محکمې دا پرېکړه به هیواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو لار هواره کړي.

خو ایشچي د محکمې په پرېکړه راضي نه دی. درې شپېته کلن ایشچي وايي«دوستم، چې اصلي مجرم دی، باید سزا وویني.»

دوستم لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، ممکن دوستم په لنډ وخت کې خپل هیواد ته ستون شي.

له لوی اختره وروسته د جولای په میاشت کې دوستم د بلخ له والي عطا محمد نور او د اجرايي ريیس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د ترکیې په انقره کې د ولسمشر غني د حکومت خلاف یو ايتلاف جوړ کړ خو د دوستم د لېري والي له کبله دا ايتلاف رسماً په افغانستان کې لا فعال شوی نه دی.

5 comments

  1. حسن Reply

    لکه چې د نورو خلکو سغۍ هم بخار کوي چې له دوستم سره پټ ملاقاتونه کوي.

  2. سلیم Reply

    د اردوغان هم لکه چې روغه س و م ب ی نه خوښیږي، ارمان چې دی خو یې هم یو ځل ایشچیکاري وای ههههههه ګل مو په مخ چې اردوغاني ایخوانیان به دې کې څه وایي

  3. mha Reply

    may be he introduced him self as the vice president of Afghanistan. Mr. Urdoghan doesn’t know about his past and recent crimes he did.

  4. احمد بریال Reply

    تاسو ښه ورته ځېر شي که احیانا د افغانستان د پښتنو کوم مشر چې په داسې یو حالت کې وایی او د نړۍ کوم بل پښتو ژبې جمهور رییس سره یې کتلې وایی مونږ به یې ټول په قومګرایی ، فاشیزم او څه او څه متهم کړي وو . خو دوستم چې خپله چپې مفکوره لري او سوسیالیزم ته متمایل ګوند یا د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند یو فعاله غړي او همدا راز د هغه دوران یو جنرال وو، د نن زماني له یو اخواني ګوند مشر او د دترکېې د هېواد ولسمشر سره بیغمه ملاقاتونه کوي ، هدایتونه ورځې اخلي او بیا د راتګ پلانونه جوړوي ، هيڅوک هم خپل غږ نه پورته کوي.

    درنور او قدرمنو هېوادوالو لږ راويښ شي . خپل ټول اختلافات یوې خواته کېږدئ،
    لومړی په خپلو منځو کې سره یو شي او بیا د ګران وطن د نورو قومونو له ولسونو او مشرانو سره خوږې او صمیمي ناستې جوړې کړي . د پردیو پلانونه که په هر ډول وي په نطفه کې خنثي کړئ.
    احمدبریال

  5. mha Reply

    I lost my faith on Mr. Urdoghan, Dustam is criminal he must be prosecuted in court. He killed war prisoners against Geneva convention and recently he is under criminal investigation on abusing and assaulting the former governor of Jouz Jan. Mr. Urdoghan should have sent him to international court in Hague.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *