Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۴ زرو ته ورسېد

تاند- د امریکا د پوځ لویه درستیزوالي وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر هغه حد ته ورسېد چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس په پام کې نیول شوی و.

د متحدو ایالتونو د لویې درستیزوالۍ یوه چارواکي جنرال کینټ مکینزي وویل، د پورتوریکو د توپان له کبله افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږد چارې ټکنۍ شوې وې خو اوس په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۴ زرو ته رسېدلی دی.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال مکینزي وویل، په افغانستان کې څو زره تازه دمه امریکايي پوځیان دېره شوي دي.

د ده په وینا دا ځواکونه د دې لپاره په ځنډ واستول شول چې د پوځ ترانسپورتي الوتکې پورتوریکو ته د مرستو لېږلو ته ګومارل شوې وې.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې راتلونکی کال به افغانستان ته ۷۰۰ نور امریکايي پوځیان واستول شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر لا چټک کړي او په جګړه کې سلا مشورې ورکړي.

13 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *