Categories

اعلان

Loading…

د کونړ په چپه دره ولسوالي کې لږترلږه ۱۰ تنه واورو لاندې کړل

تاند- په کونړ کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په چپه دره ولسوالي کې د واورې د ښویېدو له کبله لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.

د کونړ د والي ویندوی عبدالغني مصمم نن /جمعه/ رسنیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۴ ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

د مصمم په وینا پرون /پنجشنبه/ مازدیګر مهال د لندرلان کلي پر یوه کور راشی (برف کوچ) راغی چې په نتیجه کې یې په کور کې ټول موجود کسان مړه شول. دوهمه پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د سیمې اوسېدونکي د لومړنۍ پېښې د قربانیانو د ژغورلو لپاره لندرلان کلي ته لاړل.

په دوهمه پېښه کې د سیمې ۴ تنه اوسېدونکي مړه شوي او ۸ نور سخت ژوبل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې لا هم په دې نه دي بریالي شوي چې مړي له واورو راوباسي ځکه چې سم وسایل نه لري.

له بلې خوا په چپه دره ولسوالي کې د دولت د وسله والو مخالفانو د فعالیت زیاتوالی سبب شوی چې دولت سیمې ته مرستندویان ونه لېږلی شي.

دا سږ کال لومړنی راشی دی چې په افغانستان کې د لږترلږه ۱۰ تنو د مړینې سبب کېږي.

75 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *