Categories

اعلان

Loading…

د مسلمانانو جګړه ييز تاريخ | زبیر افغان

مسلمانو مورخينو د مسلمانانو په تاريخ لیکلو کي يوه بله تېروتنه دا هم کړې چي زياتره مورخينو د جنګ جګړو لورته ډېره توجو کړې. د جنګ په اړه ښه په شد او مد ږغېدلي، مګر د مسلمانانو په تاريخ کي له دې پرته ډېر نور څه هم سوي دي چي ځينو بیخي کم ياد کړي، يو شمېر کسانو د خاصو پيرونو يادونه کړې او نور پرمختيايي کارونه يې نه دي ذکر کړي، خو په مجموع کي هغه ډول پاملرنه چي بايد ورته سوې وای، زما په ګومان نه ده سوې.

داسي تاريخونه خورا ډېر لوستونکي لري چي پلانی واک ته ورسېد، پر ضد يې بغاوتونه وسول، ده په مېړانه مقابله وکړه او د بغاوتونو تر چوپولو وروسته يې پر هغه او دغه سيمه د اسلام خپرولو لپاره بريدونه وکړل او دومره سيمې يې فتح کړې. دلته نو موږ خوشاله يو او اوس لا دعاوي ورته کوو چي پلاني خلیفه، هغه پاچا او دغه امیر د اسلام په خپرولو کي ډېري قربانۍ ور کړې او دومره وخت له کافرانو سره په جنګ اخته وو.

زموږ د مورخينو دغه ډول اشتباهاتو د مخکينو مسلمانانو په اړه له موږ سره دا تصور پيدا کړی او اوسنيو حالاتو نور هم تقويه کړی چي جنګ د مسلمانانو د کلتور يوه برخه وه او نوی ذهنيت بیا دا دی چي جنګ د اسلام د ساتنې، خپرونې او کافرانو د ماتونې او تذلیل يوه ښه وسیله ده چي اسلام اجازه ور کړې او تل به دا لار خلاصه وي.

که موږ خپلې ټولنې او زموږ همسايه معاشرې تر نظر تېري کړو، نو راته جوتېږي چي زموږ د مورخينو دې تېروتنو نن موږ کوم حالت ته رسولي يو. له روم او فارس سره د اصحابو د جنګ په اړه ما ډېره پلټنه وکړه چي که پخواني مورخين يې د عواملو په اړه ږغېدلي وي، مګر تر ننه هم بریالی نه سوم چي د اصلي عواملو په اړه يې د کتاب حواله پيدا کړم. دا ځکه چي هلته يوازي د جنګ حالات ليکل، تفصيل يې بیانول، فاتح او مفتوح يې ښکاره کول هدف وو چي دا کار د مسلمانانو په تاريخ کي په ښه توګه، ان تر خپل حد هم زيات سوی.

تر هر څه مخکي مورخ بايد دا وګوري چي داخلي یا خارجي جنګ ولي پيښ سو؟ د لاملونو تر په ګوته کېدو وروسته دا هم بايد وسپړل سي چي دې جنګ ته اړتيا وه که د سرزوری پر بنسټ سوی؟ مورخين بايد موږ ته پړ و ناپړ را مالوم کړي. ځکه دا بیا له موږ سره د ډېرو ستونزو په اوارولو کي مرسته کوي. د ډېرو پوښتنو ځواب ویلای سي او د کږو لارو د لارويانو دلایل له منځه وړي.

فرضا د اصحابو په اړه په ښه روښانتيا دا خبره سوې وای چي له روم او ایران سره د هغوئ جنګ د ځان د فاع لپاره وو او هغه ټول دلایل چي په نورو کیسو کي ضمني ذکر سوي دي، ښه واضح د دې جنګونو د لاملونو په توګه معرفي سوي وای نو نن به افراطيانو د جنګ او اورپکۍ له پلار د اصحابو مثال نه وړاندي کولای. دارنګه نور هم.

د جنګونو تاريخ او ستاينو موږ ته جنګ د ښه شي په توګه را معرفي کړ. د فاتحينو د زياتو ستاينو، نوم ور کونکو، په اړه يې ځانګړي کتابونو ليکلو او تر نورو د ډېر ارزښت ور کولو نتيجه دا سوه چي زموږ د هر ځوان په دماغ کي فاتحين، جګړه ماران، د هغوئ ستاينې، وژنې او ځان وژنې ناستي دي. موږ تر امام بیهقي چي يو ستر محدث او لیکوال وو، نن او پرون دواړه ورځې حجاج بن يوسف، قتيبه بن مسلم، محمد بن قاسم او دې ته ورته نورو جنګي قومندانانو ته ترجيح ور کوو، ښېګڼې يې بیانوو او په اړه يې زموږ د مکتب د پنځم صنف زده کوونکی هم خبر وي. مګر بیهقي له خاصو کسانو پرته څوک نه پېژني.

د مورخينو دې سترې تېروتنې نن هم موږ له چيلنجونو سره مخ کړي يو او لا مو هم علمي مرکزونه، اکيډميک ځايونه او د علم و پوهي مراکز د جنګي کسانو په نومونو يادېږي چي د زده کوونکو ذهنيتونه په اتومات ډول ور سره د جنګ د ښه والي، جګړه مارو د ستاينې او د همدې غیر انساني پديدې د ژوندۍ ساتلو لپاره جوړېږي.

زه دا نه وایم چي مورخ دي د جنګ په اړه څه نه ليکي. بلکي هدف مي دا دی چي یوازي پر دې اړخ دي زيات فوکس نه کوي. د مسلمانانو په تاريخ کي له جنګ پرته نور هم ډېر څه سته. د هغه وخت د زده کړو بهيرته کتنه، اقتصاد په اړه يې بحث کول، له نوري دنيا سره اړيکو ته يې نظر کول، د چارواکو او ولس ترمنځ پر اړيکو ږغېدل، زراعت او کښت تر بحث لاندي نیول او داسي د ژوند نور مهم او اړين اړخونه.

مګر زموږ په تاريخ کي ډېر غیر واړه شیان ثبت شوي دي لکه په پلاني ښار کي د پلاني امیر، يا خلیفه یا پاچا په نوم خطبه وویل شول او پر کرنسۍ د پلاني انځور وکښل سو. خو تر دې د ډېرو ضروري شیانو په اړه مو تاريخ ګونګ دی.

زموږ بیخي کم مورخين د نقد د لاري لارویان دي. د دوئ له امله موږ ته هم پخواني خلګ د تقدس نمونې ښکاري. که د یزيد د ناسم دريځ، د معاويه د غلطي پريکړي، د علي او عائشې رض د بې ځایه جنګ، د علي او معاويه د ناسم جنګ او داسي نورو بیلګو په اړه نن يو څوک مازي خوله چوله کړي، نو خلګ دا پر دين، ديني ارزښتونو او مقدساتو رد بولي.

دا له دې امله چي دوئ د نقد تلګلاره کمه کاروله، پر واکمنو نيوکې کمي سويدي. د هغوئ هر ډول جرمنو ته د سمونې پوښ ګنډل شوی. د هغوئ له دنیاوالو سره د خپلو ګټو لپاره جنګونو ته د اسلام د خپرولو نوم ور کول سوی. د واک غوښتنه او د مينځو راوستل يې تر همدې مقدس نوم لاندي تر سره کول چي زموږ مورخينو په خپلو ليکنو، دلايلو او تاريخي لاسوندونو د دوئ دې اعمالو او کړنو ته پلمې لټولې او د نوي نسل په سترګو کي يې خاوري وپاشلې چي تر نن زموږ سترګې په دې رنځ اخته دي.

موږ د هر ډول حقیقت تر ليدلو وروسته  هم د ړانده په شان قضاوت کوو. د پخوانو له دين او انسانيت سره کړي جنايتونه موږ ته نن سم ښکاري. د سفاح هغه جنايت نن له خلګو هېر دی چي د خلګو پر جسدونو ناست وو او خوراک يې پر کاوه. دا په داسي حال کي چي د يوه یهودوي جنازې ته رسول الله د انساني احترام له مخې ولاړ سوی دی، مګر سفاح د سلګونو مسلمانو له جسدونو سره داسي سلوک وکړ.

د حجاج نوم د اسلام د خپرونکو او ښو مسلمانو په کتار کي راځي، مګر د همدغه حجاج په بنديخانه کي تر يو لک زيات مسلمان وژل سوي او د وخت وتلي، علماء، پوهان، مورخين، محدثين او فقهاء د ده له لاسه کړيدلي دي. سليمان بن عبد الملک د مسلمانانو خلیفه ګڼل کېږي، مګر په خپل وخت کي يې د سلګونو مسلمانانو تر وژلو وروسته ناصالح کسان واک ته ورسول او يوازي په دې وجه ښه سړی ګڼل سوی چي پر قسطنطنيه يې په خپله قوامنده بريد وکړ.

د مسلمانانو تېر تاريخ کي ډېري نيمګړتياوي سته چي بايد راتلونکي لیکوالان ورته پام وکړي. د هر تېر کس بې ځایه ستاينه زموږ د لیکوالانو خاصيت جوړ سوی. لکه نن چي ښه او بد دواړه سته، پرون هم داسي وو. نن چي نقد کېږي پرون هم تر نقد لوړو کسانو ژوند نه کاوه.

له دې امله نو وايم چي د جنګونو لور ته بايد نه پرون ډېره توجو سوې وای او نه نن ورته په کار ده. په هر دور کي له جنګ او جګړو سره د ژوند په نورو برخو کي هم پرمختګونه او شاتګونه وي. نو که د ژوند نورو برخو ته هم پام سوی وای او په اړه يې تفصیلات را نقل سوي وای، نن به دا حال نه وای. زموږ د هر ځوان پر دماغ به جنګ او خشونت سپور نه وای. که نن هم موږ دې ټکي ته پام وکړو، نو ليرې نه ده چي دا نیمګړتيا ايسته کړو او له امله يې د را پيښو ننګونو څخه خلاصون ومومو.

۲۰۱۷/ ۲/۲۸

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *