Categories

اعلان

Loading…

په جرمني کې یو سوریایی وګړی له حیوان سره په بد فعلۍ ونیول شو

تاند – د جرمني په پلازمېنه برلېن ښار کې د ماشومانو د ساعت لپاره د حیواناتو په یوه فارم کې چې په ګورلېتزر پارک کې پروت دی،‌ د سوریې هېواد یو وګړی له یوې کوچنۍ اسپې سره په بدفعلۍ ونیول شو.

جرمني خبري رسنۍ وایي، چې هلک ۲۳ کاله عمر لري.‌

ویل کیږي، چې د پېښې پر وخت یو کوچنی ماشوم او د هغه پالونکې ښځه له سیمې څخه تېرېدل چې یاد کس یې له اسپې سره ولید.‌

د جرمني بېزبرلېن ورځپاڼه لیکي، چې دا پېښه د جمعې په ورځ خواوشا ۳ بجې وشوه.‌

د چک جمهوریت مرکز پراګ څخه خپرېدونکي نووینکي خبري وېب سایټ او یو شمېر نورو اروپایي رسنیو هم په دې پېښه لیکنې کړي او دا کار یې وحشیانه او بوږنوونکی بللی دی.

رسنۍ وایي، چې د ماشوم پالونکې ښځې د خپل موبایل په وسیله د هلک عکسونه واخیستل، او بیا یې پولیس خبر کړل.

جرمني رسنۍ وایي چې هلک د تېښتې هڅه وکړه، خو پولیسو پسې کسان واچول او د اخیستل شویو عکسونو په اساس یې را ونیو.‌ ویل کیږي چې شخص په خپل جرم اعتراف کړی دی.‌

یوه افغان الاصله اروپایي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي تاند ته وویل چې ښایي یاد کس ته تر یو کال پورې حبس سزا ورکول شي او نوم یې تر څو کالونو پورې د پولیسو په کمپیوټري سیستم کې د ناوړه کسانو په لست کې ونیول شي.‌

31 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *