Categories

ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ونومول شو

تاند – د ولسمشر غني د یوه حکم په اساس، د پوهنې وزیر حنیف بلخي له خپلې دندې لیرې، او پر ځای یې ځوان افغان ډاکترمحمد ابراهیم شینواری د افغانستان د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د ولسمشر په یوه حکم کې چې رسنیو ته رسېدلی، ښاغلی شینواری د دغه وزارت لپاره ولسي جرګې ته د نوي کاندید تر معرفي کېدلو پورې د وزارت د «وارسي کننده» په توګه یاد شوی دی.

ابراهیم شینواری د طب ډاکتر دی خو له مختلفو ملي او بین المللي ادارو سره یې د مدیریت په برخو کې کار کړی او له څو کالونو راهیسې د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه کار کوي.

ویل کیږي چې محمد ابراهیم شینواری په خپل تېر کار کې بریالی وو، او ولسمشر هغه ته په خپل نوي کار کې د لا نور بري هیله کړې ده.

5 comments

  1. سلظان احمدزی Reply

    تر ټولو لایق، پاک او وطنپال شخصیت دی. ابراهیم شینواری،

  2. Shamshad Zadran Reply

    بهترین او وړ کس ده
    دوه ځله مې د ښاغلي شینواري خبرې د معارف د ستوونځو او حل لارو په حکله اوریدلي او په دې باوری یم چې که واک او اختیار یې ورکړل شي په ډیرو ستونځو به بریالی شی
    کامیابي او بری ورته غواړو
    خو خاین وکیلان به په ولسی جرګه کې څه ډول پري کړی کوي

  3. pattang Reply

    خو ښوونځي کتابونه نلري او کتابونه په بازار کې خر څیږي

  4. ع شریف زاد Reply

    سلام
    د ښوونخی کتنخی پخلنخی او پلورنخی تر منځ ډیر توپیر دی دا تبصره دشینواری صا حب لپاره یوازې یادونه ده . ډیر امکان لری چی دی هم په دې باوروی او یا یې دغه ستونزی احساس کړی وی یو متوازن معارف باید څه ولری؛

    دتعلیمی نصاب طرح او تطبیق
    دفساد نشتوالی
    داداری سونزو له منځه وړل
    سیاسی او تنظیمی کرښو باندی خط کښل
    غیر مسلکی خلک لیری کول
    هره زده کړه په علمی او عملی بڼه څېړل
    د ټولو ټکنیو حالتونو کمی او کیفی برخه په نظر کې نیول
    دنیمګړتیا وو چاره کول
    د استادانو کدری کچه او پوهه لوړول
    د هر رژیم د ستونزو رنګ له منځ وړل
    په معیار ونو برابر معارف دهیواد ډیرو برخو کې ستر بدلونونه راوستلای شی زه کولای شم چې په ډیرو برخو کې بې له هرډول فردی ګټو مقام او بیوخته شهرت مر سته وکړم ما یوځل مخکې هم دولس لپاره په تیره بیا چیرې چې تعلیمې ستونزی پډاګه بریښیاو زمونږ مظلوم ما

    شومان له دې نعمته محروم پاتې دی یو څه ګټه ورسولای شم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *