Categories

سرخط؛ د ارګ اسمان به دا ځل و اوري؟

وچکالي چې ډېره او د خلکو حوصله ختمه شي، د استسقا لمانځه ته ووځي. لوی، واړه او زاړه له يوې مخکې په دښته کې خدای ته پلتۍ ووهي او ځينې خو تر هغو نه را ولاړېږي چې خدای پرې باران نه وي اورولی.

کله کله داسې هم کېږي چې ورېځې شي، اسمان و غورېږي، خو و نه اوري. په دعا کې د باران زور نه وي پاتې.

باران په لمانځه راځي، خو د ارګ د اسمان غورېدو ته يوه نيمه غونډه په کار ده چې جوړه شي او ولسمشر ورته په خورا درنو القابو راوغوښتل شي. بيا نو په غورېدلو کې نه ولسمشر ساری لري، نه يې څوک سيالي ته زړه ښه کولای شي، خو غم دا دی چې لکه د زړو ګناهکارو د کلي اسمان، اوري نه.

يو کليوال په ځنکندن پروت و، خلک په ملا پسې تللي چې رايې ولي او ياسين ووايي، خو ملا چېرته د بل کلي خيرات ته ګونډې وهلې وې او دلته سړي وروستۍ سلګۍ وهلې.

اخېر د کلي يو بې‌سواده مشر ورته راوړاندې شوی و چې ډاډ ورکړي؛ نو يې ورته ويلي وو چې حاجي ګله وار مه خطا کوه، ملايان هسې چټي لګيا وي چې نکير منکر به دې د اور په تورو وهي، دا هسې عبث خبرې دي. رښتيا دا ده چې نکير منکر به درته راشي، لکه د فلم بدماش يو دوه ښکنځلې به درته وکړي، لږ به پېشرو ووهي، بېرته درڅخه ځي.

اوس که سړی غله، داړه ماران، بې بندوبار توپکيان او نامسووله وسله‌وال په غوږ وهي او ور يادوي چې ولسمشر هسې پېشرو وهي، ولاکه تر ګل ترخه درته وکړي، ملايکې به مو په جرم کې ورشريک وليکي.

رښتيا دا ده چې ولسمشر همېشه پېشرو وهلی او عادې خبرې يې په چيغو کړې دي.

په ننګرهار کې يې اعلان وکړ چې د ځمکو عاصبان په توپک ولي، ډزې ورباندې کوي، خو تر دا اوسه پورې غاصبان غوړ برېتونه ګرځي، مور داسې بچی نه دی راوړی چې د ګل وار خو ورباندې وکړي، څه خو په توپک ويشتل دي.

بيا يې اعلان وکړ چې غله او غاصبان په کپسونو کې اچوم، خلکو هم چکچکې ورته ووهلې، خو تر اوسه يې مرغۍ لا په کپس کې نه ده اچولې. غله تمامه ورځ او شپه خلک لوټي، د خلکو د پلار او نيکه ورپاتې ميراث ځمکې غصب کېږي، د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالي کې پر خلکو جوړې جونګړې ور ونړول شوې او ځمکې يې ورڅخه وګرځول شوې، ولسمشر به تر اوسه خبر لا هم نه وي.

اندېښنه دا نه ده چې د ارګ اسمان اوري نه، يوازې غورېږي.

اندېښنه دا ده چې غله، فاسدان، داړه‌ماران، قاچاقبر او نامسووله وسله‌وال اوس د ولسمشر له دغسې چيغو سره معافيت پيدا کوي.

زموږ لويه اندېښنه دا ده چې تر دې وروسته که ولسمشر هر څه وايي، خلک به یې په خبره باور نه کوي.

که چا ته ډاډ ورکوي، په ډاډ به يې د هغه درد نه ارامېږي او که چا ته ګوته څنډي، هغه به نه ورڅخه وېرېږي.

دا اوس اوس ډېری غله پر دې باور دي چې ولسمشر په مياشت کې په يوه غونډه کې وينا کوي، د هغې وينا پر مهال څو کلکې چيغې ووهي، نور نو نه کپس شته، نه څوک زندان ته اچوي، نه ډز ورباندې کوی، پر هماغه ځای خبره پاتې ده، په بله غونډه کې به بيا د دغې خبرې تکرار ته غوږ نيول کېږي.

نامسوول وسله‌وال کم نه دي او نه هم داسې ده چې په دې لنډه موده کې کوم بې‌بندوباره توپکي يا چا ژوند نه دی اخيستی، يا يې پر کور، ناموس او عزت نه دي وربلوسلي، يا يې چا ته بل تاوان نه دی رسولی.

که دقيق وپلټل شي، همدا تېره شپه به په هېواد کې څو همداسې پېښې شوې وي.

ولسمشر دې دغه خلک په کپس کې نه اچوي، ډزې هم نه ورڅخه غواړو چې خلک دې وولي، په عزت دې يې ونيسي، که نيولای يې نه‌شي، وسله دې ورڅخه واخلي، که هغه هم نه‌شي کولای څو سپين‌ږيري دې نانواتې ورولېږي چې پر خلکو ظلم نه کوي.

ولسمشر دې يا غټه خبره نه کوي، که يې کوي، دوه فيصده دې يې عملي کوي هم، که‌ همداسې روان وي، ولس به د مايوسۍ يوې ژورې کندې ته ټېل وهي.

سرخط ورځپاڼه

1 comment

  1. سلیم Reply

    د ارګ اسمان هره ورځ اوري خو باران نه اوري، مشاور وزمه لنډغران اوري، تک تور الماسان اوري، دیجیټل جندرالان اوري او ټول د ظل الله په فرمان اوري هههههههههههههه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *