Categories

انتحار/ اجمل پسرلی

« زوی به مې پرې چیغه کړي…مورې ته ملامته وې»

د پنځم پوړ له کړکۍ یې لاندې خلکو ته وکتل:

« که مې د زوی دې بیشرمې ته زړه بد شي چې ژاړي؟»

پورته یې وکتل. لکه اسمان ته چې یې خاورې ورشیندلې وي. د سړک پورې غاړه د بریښنا پر  لوړه ستن کارغه ناست و.

تر اورسۍ یې لاندې لار وڅارله. پرمځکه سمنټي ډبرې لکه پرښې ورته وایسیدې. سترګې یې ورپولې:

« څوک به مې خاورو ته سپاري؟»

« خلک به وایي چې ولې یې ځان وژلی؟»

« ټول به مې ښځه ملامتوي چې ولې له ما بیلیده»

له کړکۍ یې ککرۍ راوایسته. لاسونه یې پر سترګو کیښودل. لکه سلګۍ چې یې وي، پرې پرې ساه یې واخیسته. پر کړکۍ ورکړوپ شو:

« که خلکو ویل چې ښویدلی، ځان یې نه دی وژلی»

« ښځه به مې ځان سپین کړي، زما دفاع به څوک کوي»

بیرته راپه شا شو. په المارۍ کې یې د څیري کړي عکس تش چوکاټ ته وکتل. عکس ورپه زړه شو چې د میرمنې پر اوږې یې لاس ایښی و. د المارۍ لاستی یې په زوره راکش کړ. چوکاټ یې له کړکۍ بهر واچاوه.

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *