Categories

اوسنۍ جګړه یوازې پر هوایي ځواک او ځانګړو ځواکونو نه ګټل کېږي

   په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادو دفاع وزیرانو غونډه دا ځل ترډېره د افغانستان پرچورلیز  راڅرخېده. په دې غونډه کې تر ډېره د افغانستان په اړه لیدلوری داسې و چې باید دافغانستان جګړه وګټل شي. پر دې غونډه د سویلي اسیا او افغانستان په اړه  امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ کړنلارې سیوری له ورایه څرګند و. په غونډه کې د امریکا په سیاست کې له بدلون او دغه هوډ وروسته چې طالبانو ته به ماتې ورکوي ناټو افغانستان ته د اضافي پوځیانو د استولو پرېکړه شوې ده.

   غونډه کې د ناټو لوی منشي ینز سټولټنبرک وویل چې د افغانستان په جګړه کې په ټپه ولاړ حالت باید مات شي، ده  طالبانو ته دغه پیغام ورکړ چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای.

   د ناټو په غونډه کې وپتېیل شوه چې  افغانستان ته به د ۳۰۰۰ اضافي پوځیان د ۲۰۱۸ له پیل سره استول کېږي.

   له دې سره جوخت د ناټو غړو هېوادو دفاع وزیرانو غونډه کې څرګنده شوه چې د افغانستان هوایي ځواک او ځانګړي ځواکونه به نور هم پیاوړي شي. دوی ترډېره د امنیت په ټینګښت او د ترهګرو پرضد عملیاتو کې ددغوځواکونو رول اغیزمن وباله. دغه راز، غونډې ته په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکلسون وویل چې په راتلونکي کال کې به د ترهګرو پرضد د افغان وسله وال پوځ عملیات یرغلیزه بڼه ولري.

   د حیرانتیا خبره داده چې ناټو او د افغانستان نور ملاتړي تل د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو پرپیاوړتیا ټینګار کوي خو دوی له یاده ایستلي یا هم د کوم بل ناڅرګند لامل له مخې کله هم نه غواړي د افغانستان څارګریز بنسټ پیاوړتیا په اړه څه ووایي. د افغانستان اوسنۍ جګړې بڼې ته په کتو دا جګړه ترډېره استخباراتي ده نه پوځي. دا سمه ده چې د سیمې پاکولو عملیاتو کې ځانګړي ځواکونه او دغه راز، د وسله والو مخالفینو د راټولیدو پرځایونو یا د هغوی کلکو مورچو ماتولو له پاره ځانګړي ځواکونه او هوایي ځواک غوڅ رول لوبوي خو د هغو پېچلو بریدونو مخنیوي له پاره چې پر دولتي، امنیتي او پوځي بنسټونو پلانیږي، هوايي او ځانګړي ځواکونه، هیڅ ډول رول نه شيلوبولی. د پکتیا پر امینه قوماندانۍ موټر بم بریدونه، د محمد داودخان څلورسوه بستریز روغتون، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د کابل ښار ذنبق څلور لارې، د کابل پر امام زمان جومات، دکابل دشت برچي جومات … او نور ورته بریدونو مخنیوی یوازې پیاوړی او پرمختللی استخباراتي شبکې کولی شي. کله چې د وسله والو مخالفینو له سیمو رنجر موټر یا هاموي راووځي لسګونه کیلومتر لاروهي راځي ګردیز ښار ته او پر امنیه قوماندانۍ موټربم بریدونه کوي ددغه ډول برید په مخنوي  کې هوایي او ځانګړي ځواکونه هیڅ رول نه شي لوبولی. دا د استخباراتو کار دی چې باید مالومات یې ترلاسه کړي وای چې مخالفین څه پلان لري دغه وساېط د څه له پاره د مخالفینو له سیمو راوتلي او تر دولتي واکمنۍ لاندې سیمو کې روان دي، څه کوي؟ خو دغه کار ونه شو او هغوی په بیغمه زړه تر امنیه قوماندانۍ راورسېدل او ناورین یې رامنځته کړ. دغه راز، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په یوه ورځ او یوه کس نه و پلان کړی، د دومره کسانو له پاره اړینه روزنه، وسلې، پوځي جامې او نورې اسانتیاوې برابرول وخت، ځای او لوژستیک  ته اړتیا لري چې که پرمختللي استخباراتي شبکه وای باید دغه پلان له عملي کېدو مخکې شنډ شوی وای. همدغه راز، د محمد داودخان پر پوځي روغتون برید هم په اوږده موده کې چمتو شوی و چې که د افغان  څارګرې ادارې پراخې مالي سرچینې او پیاوړې شبکې لرلی له تردید پرته یې مخه نیول کېدی شوه. سره له دې چې ښایي افغان ملي امنیت ډېر دغه ډول بریدونه شنډ کړي وي چې ښکاره بېلګه یې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د څه موده مخکې موټربم برید مخنیوی دی خو حقیقت دادی چې ناوړه پېښې رامنځته شوي دي او د سر او مال درانه زیانونه یې اړولي دي اوس پوښتنه داده چې ولې د افغانستان استخباراتي شبکې د ټولو که نه وي ډ دېرو دغه ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلې؟   

    سره له دې چې په دې اړه کره او لیکلی سند نه شته خو بیا هم داسې ویل کېږي چې نړیوالې ټولنې د سیمې استخباراتو  د فشار یا هم دوکې له امله ونه غوښتل چې د افغانستان استخبارات پیاوړي کړي، د سیمې استخباراتو په ځانګړې مهارت نړیوال قانع کړل چې افغانستان پیاوړي استخباراتي بنسټ ته اړتیا نه لري او نه باید نړیوال دغه بنسټ پیاوړی کړي او هغوی هم لکه د ځینو نورو برخو په شان په دې برخه کې وغولېدل.

    له بله پلوي د افغانستان استخبارات هم له بن کنفرانس وروسته اوږده موده  د یوې ځانګړې متعصبې ډلې په ولکه کې وو، نو ځکه خو پر امنیتي بنسټونو د هغه وخت برلاسې ډلې پرخپل ټول توان هڅه وکړه چې د یوې سیمې او یوې ډلې پر کسانو ټوله اداره ډکه کړي او په دې برخه کې په خپله ګټه څومره چۍ شونی و کار وکړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خورا زیاته لورېینه هر څه دهمدې ډلې په لمن کې وراچولي وو نو ځکه خو پرملي امنیت د شمالي ټلوالې واکمني په اتو کلونو کې دا اداره د خپل نوم خلاف ملي نه بلکې قومي وه.  د ملي امنیت له ریاسته د امرالله صالح له لرې کېدو وروسته هم له ډېرو هڅو سره سره په لوړه کچه لږ خو په ټیټه کچه لاهم د یوه قوم اغیزې په کې له ورایه څرګندې دي.  

   اوس چې ټول پردې پوهېدلي چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه ترډېره استخباراتي ده نو ځکه خو اړینه ده چې ددې جګړې کنترول له پاره باید د افغانستان استخبارات پیاوړي او شبکې یې پراخې او ډېرې مالي سرچینې ورته بېلې شي.

    له بله پلوه د امریکې ولسمشر وروستۍ کړنلاره په څرګنده توګه د افغانستان د جګړې بهرنی اړخ په ګوته کړی. امریکایي چارواکو په ډانګ پېیلې توګه ویلي چې څوک په افغانستان کې د جګړې دوام ته د سونګ توکي برابروي؟ او دا یې هم ویلي چې که د ترهګرو کوربه د ترهګرو مرکزونه په خپله خاوره کې له منځه نه وړي امریکا خپله لاس په کار کېږي. له دې ښکاري چې اوس معادله بدله شوې، نو ځکه خو افغان چارواکو ته بویه چې نړیوال پردې قانع کړي چې د افغانستان استخباراتي بنسټ پیاوړي کېدو له پاره د مالي سرچینو له برابرولو سره موافقه وکړي.

له بله پلوه افغان چارواکو ته بویه چې د ملي امنیت جوړښت او کادر په ټولو برخو کې ژور بدلون راولي، دغه بنسټ په رښتینې مانا د یوه قوم له انحصاره وباسي غیراړتیایي برخې یې ړنګې، ناکاره کارکونکي یې رخصت او ځوان، ژمن، د کار وړ او پروطن مین کسان په کې وګماري، شبکې یې د ټول هېواد په کچه وغځوي د مخالفینو ټول خوځښتونه له مبدا تر مقصده وڅارلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *