Categories

 زموږ د کلي مشر | عبدالوکیل سوله مل  

 زموږ د کلی مشر چې زموږ د کلي مشرۍ ته نه و غوره شوی نو د کلي لوی او واړه، ځوانان او سپین ږیری نر او ښځې ټول ېې په صفتونو نه مړیدل. په هرځای او مجلس کې به ېې د پوهې، دیانت، امانتدارۍ، هوښیارۍ او تقوا خبرې کیدلې، ان هغه سودخور ملک ېې هم یوه ورځ په یوه لوی مجلس کې پوهه او دیانت وستا یه چې په هرجرګه او مرکه کې ېې  د بډو په پیسو لویه کلا آباده کړې وه. هغه اوس مړ دی خو په قبرېې لوی زیارت آباد شوی دی. کلیوالو به له خپل او تربره سره جرګه او مرکه یوازې په ده کوله. خپل اما نت  یی هم یوازې ده ته سپاره. له ده پرته ېې بل چا  ته خپل امانت نه سپاره ځکه دی ېې یوازینی داسې آمین سړی باله چې د چا مال یی زره هم نه کنډاوه.

هغه نه یوازې آمین ،دینداره او پرهیزګاره سړی ووخدای پرې ډیر کمالونه هم لورولی وو.په ډیرو شیانویی له مسلکی کسبیا نونه هم سر ښه خلاصیده : د آبادۍ په چاروکې له تکړه خټګره  ډیربلد وو ، له خورا ماهرترکا ڼه ېې ښې دروازې، میزونه او المارۍ جوړولې. داسې کالی ېې ګنډل چې د کلی ښو درزیانو هم نشو ګنډلی. په دین کې ېې هم  له هر ملا او عامی  میدان وړی و او په هره مسا له کې ېې ګرد ایتونه او حدیثونه له لویوملایانو هم ښه تیرول .

په ټول کلي کې ېې نه د پوهې، نه د تقوا اونه د پر هیزګارۍ سیال او مثال و، خو له دې ټولو صفتونو او خوبیو سره سره ېې یو عیب هم درلود. کلیوالو وړو او زړو به ویل که یی دا عیب نه وای تیاره پرښته و.هغه عیب دده غوسناک خوی او کرکترو: هغه به په لږه ناروا خبره دومره له قهر سور اوشین راواوښت او دومره چیغې او سورې به ېې له خولې پورته شوې چې له ده سره نږدې شا وخوا کسان څه چې په هوا کې الو تونکی مرغان به ېې هم وویرول.  تر ډیره ځنډه به ېې غوسه نه سړیده .له دې ویرې به هیڅوک په مخه نه ورتلل او دده په وړاندې به ېې نه یوازې نا سم او خراب کار ته زړه نه ښه کاوه بلکې  له ده سره د مرکې او خبرو پر وخت به یی په لوړ آواز خبروته هم زړه   نه  کاوه. هغه به چې په چا په غوسه شوګرانه وه چې دومره په اسانه دې ده دغوسې تاوکښیني . له غوسې به داسې تورراواښت تابه ویل  لکه سوی لرګې چې دی له تنوره راکښلی وي.خو دا غوسناک سپین ږیری به چې بیا په ټوکو راغئ داسې غیر ې ا رادي او دده له واکه لیرې حرکات او خبرې به یی کول او داسې به ېې خلک وخندول چې له ډیرې خندا به خلکو خپل بډوډي ونیول     .

خو سړی نه پوهیږی چې کلیوال ګرم دی او که دی له هغې ورځې چې  د کلی مشر غوره شوی دی  څومره چې ېې پخواهمدا کلیوال په صفتونو نه مړیدل اوس ېې  په غیبت او غندنه  په هره دیره او حجره کې ناراضیان نه ستړی کیږي . هره ورځ یوه بل ته دده د هرې خبرې او کړنې نکلونه تیریږي او دلوی او واړه خولې ته ولیدلی دی. اوس نه یوازې د نیوکو باران پري اوري په ځنو مجلسونو او نا ستو کې خو ځنې ناراضیان سپکې ،سپورې هم پسې وایی او  کور ته ېې ډبرې هم ورغورځوي. خو هغه تریخ او غوسناک مشر چې پخوا به یی په وړه خبره له غوسې چیغې آسمان ته پورته کیدې اوس داسې آرام او غلی دئ ته به وایی چا یی په خوله لاس ایښی وي . نه د چا د نیوکوپسې سر وړي او نه د چا په کنځلو خوا بدوي. په سړه سینه د کلی چارې پر مخ وړي ، نه لمونځ قضا کوي او نه د قران تلاوت . جرګې هم د پخوا په څیر داسې فیصله کوي چې ملامت ته ملا مت وایی او حق ته حق خو کله کله ېې د کلی او  کلیوالو لانجې او شخړې داسې پسې واخلی چې  له سودا ېې تر ډیره فکر ځای ته نه ورځی او یوه نیمه داسې تیروتنه هم تری وشي چې خپلو او پردیو ته دده غندنې لویه پلمه په لاس ورکړي. او  دا وزګاره او بیکاره وګړی ېې په سا عتونو ،سا عتونو په غندلو، ترټلو او ان کنځلو خپل مجلسونه ګرم او تاوده وسا تي. دا غندنې او سپکاوي ېې کله خپلوان او دوستا ن دده له غندونکو سره په لویو لانجو او شخړوهم واړوي خو دی نه یوازې پخپله په هر غبرګون ځان کوڼ او ړوند اچوي خپل خپلوان او پلويان هم له نوروسره له شخړوراګرځوي.

که څه هم  دی د هیچا د غندلو ، کنځلو او دسیسو پروا نه کوی اودکلی دآبادۍ او ښیرازۍ لپاره یی په ځان شپه ورځ ګرځولې ده خو ډیر کاراو دځنو کلیوالو او تربرونو دسیسې او چلوټې  ځنې وخت داسې بد اغیز پرې وکړي او چرت یی دومره ګډوډ کړي چې کله په  لما نځه کې تیروزي او سم دم ایا ت  ېې په نیما یی کې له حا فظې والوځي . کله کله خو له ډیرې وارخطا یۍ ترې څادر لاندې ولویږی خو دی پرې هیڅ خبر نشي.

عجیبه سړی دی خلک چې څومره زړیږی هومره له کار ولیږی خو پر ده خدای داسې مهربانه دئ نه داچې زړښت ته ېې نه پریږدي ورځ تر بلې ېې ځوانوی او لا ډیرزور او قوت وربخښي : له جرګو مرکو پرته هری ښادۍ کې برخه اخلی او په غم کې هم له هرچا دمخه د مړو او ناروغانو بندوبست ته دهغوی له خپلوانوزرحا ظروي. کرکیله کې هم هر چا ته لاس ورکوی او که د آبادۍ خبره هم شی نه یوازې تر ټولو دښې کلا نقشه با سی دهغو په ابادولو کې هم د کلا له خاوند سره اوږه په اوږه په خټو کې برخه اخلی او د یو ما هر خټګر په څیر له پسخې هم سرنه غړوی.  د تیر په څیر کم خوب او ټول وخت په کار او د کلیوالو په جرګو تیروي.

خو خپل خپلوان او دوستا ن یی  له دې هر ځه سره سره خورا قهریدلی او اندیښمن د ي  . یو هم له ویرې زړه نه ښه کوي چې ده ته ووایی چې دهغو په وړاندې ودریږي چې د کلی اتفاق خرابوی او هرچا ته لکه سپي خوله اچوی او جنګ په بیه غواړي.

وروسته له ډیرې مودې یی نن مشر زوی دا چوپتیا ما ته کړه . هغه چې څنګه له لما نځه راوګرځید او چای ته کښینا ست .لاېې ډډه نه وه وهلې ا ولا ېې له پیا لې دوهم غړپ نه وکړی چې مشر زوی مخ ورواړاوه او په ورو شان  ېې وویل :

ـ پلاره ! دا په تا سو څه شوي ؟

د مشر زوی په دې خبره  لکه په خوب کې چې وبیریږي ټکان وخوري ، وریږدي،خوله یی له هیښتیا وازه پا تې شي:

ـ ولې په ما څه شوي؟

د زوی ېې غیرې ارادي آواز لوړ شو:

ـ نور نو څه وشي ! د لوی او واړه د خندا شوې ، کله دې پګړۍ نا سمه تړلی وي ، کله څادر درنه لاندې پروت وی

کله درنه سم ایات په نیما یی کې هیر شي؟

هغه چې پخوابه یی اولادونو دده له ویرې په لوړ آوازنیوکه څه چې دده په وړاندې په لوړ آواز له خبروډډه کوله اوس  د زوی نیوکې ته په سړه سینه غوږ ونیسي.خولې ته وروړې پیاله ېې  پر ځمکه کیښوده،  فکر یوړخوزرېې په ورو وویل:

ـولې ؟ ته نه پوهیږې چې زه اوس د یو کلی مشریم !

زوی ېې چې له غوسې خوټیده په بیړه ورغبرګه کړه:  

په دې خو کوچنی هم  پوهیږی پلاره چې د یو بې اتفا قه کلی مشریی او که دې بې اتفا قه کلی ته پیغمبر هم راولې

ولاکه دا په اتفاق کړي.

بیا له ځایه را پا څيد د پلارپه وړاندې ودرید او   له غوسې ېې چیغه کړه:

ـخو په خوله دې څوک پیاز هم نه خوري .هر څوک پخپله لار روان دئ ، ولې دداسې کلی مشري کوئ؟ په بلا  ېې ووهئ، بل ملک ته یی پریږده. موږ نور چا ته له شرمه نشو کتلی . ته دخلکوخیر غواړې اوپه ځان دې شپه او ورځ یوه کړې خو ډیرمشران درته تربرانو په لاس کې نیولی ستا او دټول کلی پښې وهی.  هغوی درته سپکې سپورې کوی او ته ورته رډ ،رډ ګورې ، اخر که د کلی مشر نه ېې سپین ږیری خو یی ، په موږ ورنو او خویندو دې په وړه خبره د سوکانو او لغتو باران جوړاوه او ددوی هرې کنځلې ته خا ندې ؟

هغه وخندل له ځا یه راپورته شوزوی ېې وبیرید نه چې پلارېې د پخوا په څیر ګوزار پری ونکړي خو هغه ورغئ هغه ېې غیږ ته رانږدې کړ.او بیا یی په سړه سینه ځواب ورکړ:

ـ ته په حق ېې زویه خو زه په دې سکوت او زغم کې د کلی خیر وینم او ډاریږم چې…………..

د ډار په اوریدو یی زوی لکه د ټوپک ډز چې پرې وشي ، له غوسې تاو راتاو شو :

ـ له څه شی ډاریږئ ؟ ته یوه لویه کورنۍ او د میړنو خپلوانو او دوستا نو لویه ډله لرئ چې په آمر دې سر قربانوی.

هغه بیا  زوی خپلې تودې غیږې ته رانږدې کړ . په تندی ېې ښکل اوپه سړه سینه ېې ځواب ورکړ:

ـ زما چوپتیا زما کمزوری نه ده زویه . د کورنۍ غړي د کورنۍ د مشر په وهلو او داګلو لار ته راځی خو د کلی د خلکو په لاره کول له مشره لویه حوصله او درونه غواړي . د کورنۍ مشر اړ نه دئ د چا ناز او غوسه وزغمي ځکه بې لارې کورنۍ لارې ته راځي خو که کلی له لارې ووځی ،ټول یو دبل ګریوان ته لاس اچوی او چې ګریوانونه څیری او وشلیږی بیا نودسرنو او ککریو د پرېکیدلو واررارسیږی چې کلونه او ځنی وخت پیړۍ پرې اوړی. بسته کلی تبا ه کیږي

لوی اوسیلی ېې دزړه له تله  راوکیښ .

او اوس زه د یوه همداسې کلی مشر یم چې له لار وتلی او په لار سمول یی لوی زغم او پوره پوهه غواړي.

لندن ـ سوتهال

د شپې دولس بجې

د دوزره شپاړسم میلادی کال د سپتمبر یولسمه   

1 comment

  1. احسان الله عظیم Reply

    گران سوله مل صاحب !
    مطلب دی دیر په زره پوری دی. په قلم دی برکت شه!زمونز ویار یی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *