Categories

افغان مهاجر او ورسره شوی ظلم | شفیق اندړ

 دا خبره ډیره شوې ده چې په ایران او پاکستان کې له افغان مهاجرو سره وخت په وخت بې انصافي شوې ده. مهاجر وهل شوي، په ناحقه بندیان شوي، د پولیسو لخوا ځورول شوي او ان د اولاد د تعلیم د حق په شمول له مختلفو انساني حقونو محروم ساتل شوي دي.

 خو له بلې خوا دا سوال هم باید را اوچت کړو چې په تیرو شپاړلس کلونو کې پخپله د افغانستان دولت او مدني ټولنې له راستنیدونکو مهاجرو سره څومره انصاف کړی دی؟

 په دې کې شک نشته چې د ملي وحدت حکومت په تیرو دریو کلونو کې د مهاجرو په حمایت کې، دوی ته د ښارګوټو او سرپناه په برابرولو کې او دوی ته د خپلو جایدادونو د بیرته سپارلو په برخه کې ځینې د ستاینې وړ اقدامات کړي دي، مګر په دې کې هم شک نشته چې زموږ اکثره راستانه شوي مهاجر لا سر پناه نلري. په ځینو سیمو کې زورواکانو د دوی په ځمکو او جایدادونو باندې خیټه اچولې ده او ولایتي ادارو د بې کفایتي په علت یا نورو علتونو د مهاجرو شکایات نه دي اورېدلي. موږ  څو ورځې له مخه هم راپور درلود چې سمنګان کې د مهاجرو جایدادونه غصب شوي دي او زورواکان د مهاجرو د حقونو د اعادې اجازه نه ورکوي.

 له مهاجرو سره د ځینو حلقو سوړ چلند درې لاملونه لري: یو خو دا چې ځینې کسان غواړي د افغانستان په سیاسي او اجتماعي ژوند کې یوازې دوی وي او نور خلک شامل نه شي. له بلې خوا، ځینې محلي غاصبان دې ته خوشحاله دي چې د مهاجرو جایداد دوی ته پاتې شي او غصب ته ادامه ورکړي. دریم لامل دا دی چې ځینې کسان له اسلامي حزب یا نورو هغو ډلو سره چې د مهاجرو په منځ کې نفوذ لري، د سیاسي مخالفت او تربورګلوۍ په علت له مهاجرو سره په یو شکل د اشکالو مخالفت کوي او دا نه غواړي چې راستیدونکي مهاجر په خپل وطن کې سر پناه ومومي او په دې ډول د نورو مهاجرو ستنیدو ته هم لاره اواره شي.

دغو کسانو ته مهاجرو ته سرپناه برابرول، حزب اسلامي ته امتیاز ورکول ښکاري. حال دا چې افغان مهاجر که هر څوک دي، په هره ډله پورې چې تعلق ولري او هر ډول سیاسی تمایلات ولري، په ګران افغانستان کې هغومره د اوسیدو او دیره کیدو حق لري، لکه بل هر افغان چې یې لري. هر افغان ته د هیواد په هر ګوټ کې د اوسېدو حق زموږ اساسی قانون ورکړی دی او دا یو بشري حق دی چې هیڅوک یې له هیچا اخیستلای نه شي. د اساسي قانون نهه دیرشمه ماده وایي:« هر افغان حق لري چې د هیواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي، خو له هغو سیمو پرته چې قانون منع کړي دي.»

  له بلې خوا د افغانستان اسلامي دولت له حزب اسلامي سره سوله کړې ده او دا سوله یې د یوې موافقې په اساس کړې ده. په دې موافقه کې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو ماده هم شامله ده. اوس که څوک واقعا په هیواد کې سوله غواړي او د جنګ په ادامه کې یې ګټه نه وي، نو د موافقې د موادو له تطبیق سره باید مخالفت ونکړي او داسې څه ونکړي چې موافقه ورسره تخریب شي.

 دا کیدونې ده چې د حزب اسلامي غړیو ته د سرپناه او مېنې د برابرولو مخالفانو به په ماضي کې له حزب اسلامي څخه ترخې خاطرې لرلې او کیدای شي چې دوی ان د حزب اسلامي له غړیو سره جنګېدلي وي مګر خبره دا ده چې سوله او د سولې موافقه خو له هغه چا سره کیږي چې یو وخت ورسره جګړه شوې وي او دواړو لوریو له یو بل څخه ترخې خاطرې لرلې وي.

 حقیقت دا دی چې که هر څوک په افغانستان کې د زړه له تله او واقعا سوله غواړي نو ورته پکار ده چې د راستنیدونکو مهاجرو د مشروع حقونو مخالفت ونکړي او بلکې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې پاتې مهاجر ورسره راستنیدو ته تشویقوي.

  تیر کال شاوخوا یو میلیون مهاجر خپل وطن ته راستانه شول. سږ کال دغه بهیر یو څه ټکنی شوی دی او د کال له پیل څخه تر اوسه پورې شاوخوا څلور سوه زره مهاجر خپل وطن ته راغلي دي. که مهاجرو ته د ښارګوټو پروګرامونه په سم ډول عملي شي او له بلې خوا له حزب اسلامي سره د سولې موافقه کې په لوی لاس خنډونه راولاړ نه شي، نو هم به د مهاجرو راستنیدل یو ځل بیا چټک شي او هم د سولې د تحقق امکان زیات شي.

 د مهاجرو راستنیدل او د سولې تحقق له یو بله بېلې خبرې نه دي. موږ له یوې خوا په ګاونډیو هیوادونو تور لګوو چې په افغانستان کې یې د جنګ اور بل کړی دی او په افغانستان کې ناروا مداخله کوي خو له بلې خوا مو په لوی لاس په میلیونونو افغانان په ایران او پاکستان کې ورپرې ایښي او د هغوی رحم او کرم ته مو سپارلي دي. که چیرې له پاکستان او ایران څخه مهاجر راستانه شي، د دغو هیوادونو د مداخلې امکان ډیر کمیږي او چې هر څومره د دغو دوو ملکونو لاس لنډیږي هغومره د سولې او ثبات چانس زیاتیږي.

 هر سوله دوست او عدالت غوښتونکي افغان ته پکار ده چې مهاجرو ته د سرپناه د برابرولو ملاتړ وکړي او نه یوازې سرپناه بلکې هغوی ته د کار په برابرولو او د هغوی د نورو اړتیاوو په پوره کولو کې خپله وسه ونه سپموي. یو نیم ځل وینو چې د مهاجرو ماشومانو تعلیمي اسناد نه منل کیږي او هغوی سرګردانه وي. د مهاجرو لپاره د بیروکراسي د اسانولو په برخه کې هم اقدامات پکار دي.

 هغوی چې یوازې له حزب اسلامي سره د خپلې تربورګلوي په خاطر د مهاجرو د سرپناه مخالفت کوي، په دې باید پوه شي چې اول خو هیڅوک دا حق نلري چې د افغانستان اتباع په خپل هیواد کې له ژوند کولو او سرپناه لرلو محروم کړي او بله دا چې دا تصور او وهم هم غلط دی چې مهاجر خامخا د حزب اسلامي غړي دي. د مهاجرو یوازې یوه برخه د حزب اسلامي غړي او خواخوږي دي، نور نو د اکثرو نورو افغانانو غوندې د هیڅ ګوند غړي نه دي او یا په نورو سیاسي ډلو کې شامل دي او د سیاسي فعالیت حق ورته زموږ اساسي قانون ورکړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *