Categories

بريافکري بنسټ پرانستل شو

لقمان زرمل | 

دغه بنسټ چې څو مياشتې دمخه په پکتيا کې د يو شمېر ځوانانو له خوا جوړ شوی و تېره ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو.

په دې غونډه کې د ياد ولايت  دولتي چارواکو، مدني ټولنو، د ولايتي شورا غړو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د بريافکري بنسټ مشر ساحل منګل وويل: ددې بنسټ د جوړولو څخه  مو موخه داده چې د ځوانانو د فکري  روزې، ذهنيت  جوړونې او د استعدادونو د ودې  په  برخه کې ځانګړی کار وکړو.

د نوموړي  په خبره له دې وروسته غواړي، چې په  لرې  پرتو سيمو کې ځوانانو ته دفکري روزنې سمينارونه، د مطالعې دود کمپاين او نور اړين  پرګرامونه  تر سره کړي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل : دغه  ډول بنسټونه  چې د ځوانانو له خوا جوړيږي او ځوانانو ته کار کوي، ډېر ګټور تماميږي.

ده وويل بريافکري بنسټ له ځان سره ډېر ښه شعارونه لري او نن سبا کې د فکري ويښتيا جوړولو لپاره ډېره اړتيا ده.

سهي وويل چې د ولايت مقام له ياد بنسټ سره همغږی دی او په پوره توان به روسره مرسته کوي.

د يادولو ده چې په دې ورستيو کې په پکتيا کې ګڼ شمېر مدني او ټولنيز بنسټونه جوړ شوي دي او په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *