Categories

خبره اونیزه خپرونه | نجیب الله پاڅون

په بلخ کې ګڼ شمېر لیکنیزې خپرونې شته، خو پښتو چاپي خپرونې د ګوتو په شمېر دي. په دغو خپرونو کې (خبره) خپرونه چې له بلخ څخه لومړنۍ پښتو اونیزه خپرونه شمېرل کېږي، له تېرو درېیو کلنو راهیسې یې په کار پیل کړی چې تر اوسه یې ګڼ شمېر ګڼې چاپ او خپرې شوې دي.

په بلخ ولایت کې تر دې مهاله د څلوېښتو څخه زیاتو چاپي یا لیکنیزو رسنیو خبر ورکړل شوی دی، چي له دې جملې څخه یوازې څو چاپي رسنۍ په پښتو ژبه خپرونې لري.

په یاد ولایت کې له ۱۳۸۲لمریز کال، راهیسې پښتو چاپي خپرونو د پام وړ پرمختګ وکړ له دې ولایت څخه لومړنۍ پښتو مجله (پرخه) د بلخ پوهنتون د یو شمېر ښوونکو او محصلینو لخوا چاپ کېدله، چې وروسته بیا د شمال د خلکو د عنعنوي او اصلاحي جرګې په ملاتړ او د بلخ ادبي خوځښت په همکارۍ هره میاشت د مجلې په ډول چاپ او خپرېدله . په دغه خپرونه کې زیاتره وخت فرهنګي، ادبي، اجتماعي، د شمال مېشتو شاعرانو ژوند لیکونه او د بلخ ادبي خوځښت راپورنه خپرېدل، دغه خپرونه اوس مهال د ځینو ستونزو له کبله له چاپ څخه ځنډېدلې ده. همدا راز په تېرو کلنو کې له بلخ څخه نورو پښتو خپرونو  هم خپل فعالیتونه پيل کړل، چې له هغې جملې نه پسرلی مجله، لټون مجله، ټال خپرونه( ټال له بلخ څخه د ماشومانو لپاره لومړنۍ میاشتنۍ خپرونه) نوې رڼا اونیزه، سیال میاشتنۍ، پل میاشتنۍ خپرونه او خبره اونیزه یادولی شو، په اوس وخت کې تنها درې پښتو خپرونې په دوامداره توګه چاپ کېږي، دغه خپرونې پل خپرونه، ټال میاشتنۍ او خبره اونیزه دي.  

خبره اونیزه خپرونه یوه ناپېیلې، خپلواکه، سیاسي او کلتوري خپرونه ده، چې په ۱۳۹۳ل کال کې یې د چاپي رسنیو په کاروان کې ځای وموند. یادې خپرونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ثبت او جوازونو آمریت څخه په ۵۲ لمبر جواز ترلاسه کړ، او په بلخ ولایت کې په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې.

 د دغې اونیزې خپرونې (خبرې) د امتیاز خاوند عطامحمد ساهو او مسؤل مدیر یې  نجیب الله پاڅون دی.

خبره اونیزه خپرونه د وخت او ځينو با درکه او با احساسه ځوانانو د غوښتنې پر اساس خپلې سیمې او ځوانانو ته د مطالعې د فرهنګ د لېږد او ترویج په منظور د یوه سالم رقابت په خاطر په خپلو نشراتو پیل وکړ.

خبره ناپېیلې، سیاسي، خبري او فرهنګي خپرونه ده، چې زیاتره د بلخ اړوند تحلیلي راپورونه، مرکې، په شمال کې د پښتون ولس ستونزې، د ادبي ناستو راپورونه، د بلخي مشرانو او د کار خلکو پېژندنه او سیاسي طنزونه په کې خپرېږې. دغه خپرونه په لوړ تېراژ چاپ او د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو پښتون مېشتو ولسوالیو له هغې جملې بلخ، چهاربولک، چمتال، دولت آباد، شولګره، دهدادي او نهرشاهي ولسوالیو کې وېشل کېږي.

خبره اونیزه خپرونه په پام کې لري، چې د خپل هڅوب (ثقافت) د ساتلو او وده ور کولو په موخه به تل نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، د تبعیض او توکم پالنې سره به په کلکه مبارزه کوي. ټولو توکمونو ته د ورورۍ ټغر غوړوي او د هېچا حیثیت ته به زیان نه رسوي، ځکه هرڅوک حق لري، چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې او لیک لوست وکړي او خپل غږ تر نورو ور ورسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *