Categories

یوه لنډۍ څه وایي؟ | نقیب عمري

سر دې په لوړه تیږه کېږده         شیرینه یاره دلته نشته بالښتونه

لنډۍ د پښتون ولس د بېوزله ولس د احساساتو یو ډېر ریښتینی او په حقایقو ولاړ  انځور دی، د ژوند ډېری  اړخونه په خپل کوچني جوړښت کې په داسې بڼه رانغاړي څه رقم چې تیریږي یا څه ډول وي، لنډۍ تر ډېره په پښتني ټولنه کې د محروم ولس هغه واقعي آواز دی چې له لارې یې خپل بېلابېل ارمانونه، غوښتنې، مجبورۍ، بې وسۍ او دردونه داسې سره ګډوي چې هر وګړی خپل انځور په شفافه بڼه پکې ویني، پښتو لنډۍ تر بل هر شعر زیات طبقاتي خصلت لري د طبقاتي ژوند هغه ناخوالې، خوښۍ، دردونه، نېستۍ او هستۍ تر یل هر شعر په ښه او  واضح ډول په داسې یو نرم بیاني

نقیب عمري

طرز وړاندې کوي چې د سړي زړه یې مني په زړه اغېز کوي او سړی دردوي او که چېرې ډېرۍ پښتو لنډو ته نظر وکړو له ګرامري اړخه سوچه پښتو  ویونه پکې کارېدلي دي، اوس د پښتو لنډیو له دریابه په داسې یوه لنډی بحث کوو چې د ژوند بېلابېلو پېښو ته پکې اشاره شوې ده، دې لنډۍ ته به له څو اړخونو کتنه ولرو.

سر دې په لوړه تیږه کېږده        شیرینه یاره دلته نشته بالښتونه

لومړی: په کور کې د بالښت نه شتون د بېوزلی د انتها په مانا ده او  په ځانګړې توګه د پښتنو هغه طبقاتي ژوند ته پکې نغوته شوې، چې ټول بېوزله، ناداره او نېستمن وو، اما خپل یار ته  ………. د شیرین کلیمه راوړل بیا د ریښتینې مینې انتها ده په دې لنډۍ کې ثابته شوې چې خوښی، دوستي او  په خوشالۍ سره ژوند تېرول په دولت او هستۍ پورې اړه نه لري یوازې مینه ناک زړونه غواړي، دا د ټولنې له پاره یو مثبت پیغام دی. په دې لنډۍ کې د کلیو او باڼدو د هغه دردونو، ملاماتونکو نېستیو او د تاندو زلمیو د مینې په هغه رنګینه او له ارمانونو ډکه نړۍ  هم سیورۍ غوړېدلی، د غریبۍ او بې وسۍ د وخت د مینې ډول په داسې یوه انداز کې انځور شوی چې هغه وخت د ځوانانو او پیغلو ارمانونه له لرې پکې انګازې کوي.

دویم: په تیږه سر ایښودل د پښتنو ځوانانو د هغه محرومیتونو  او مجبوریو ښودنه کوي، چې پښتانه د تاریخ په بېلا بېلو جګړه ایزو دورو کې د خپلو ناوړه او بې ګټو دودونو له وجې خپل زامن او لوڼې دې ته نه پرېښودلې چې د خپل ژوند ملګری په خپله وټاکي دا لنډۍ یې ښه د ثبوت بېلګه ده په دې لنډۍ کې د هغه پښتنو ځوانانو او پېغلو د ژوند ننداره کیدای شي چې دواړو غوښتل یو له بل سره  د ژوند ملګري شي خو د وخت ناوړه رواجونو له وجې  باید دواړه بیلتون ته غاړ کیږدي، خپلو کورونه پرېږدي دا چې ځوان او پیغلې ته بیلتون په هېڅ وجه د منلو نه دی د پاتې ټول ژوند له پاره چې غواړي یو ځای یې تېر کړي په دښتو، غرو او رغونو کې داسې مجبوریتونه او محرومیتونه ګالي چې د خوب پرمهال سر په تیږه ږدي، د دوي دا منډې او ترړې به له دومره خطرونو ډکې وې، چې حتی ډېری وخت به یې د مړینې سبب هم کېدلې، دا لنډۍ ټولنې ته د ټولنیز عدالت پیغام هم له ځانه سره لري، اسلام دا غوره ګڼي او جواز یې ورکړی چې او ځوان او پیغله دې یو له بل سره په خپله خوښه ودونه وکړي تر څو ژوند یې تر پایه په خوښۍ او خوشالۍ سره تېر شي.

درېیم: له ټولنیزو پیغامونو سره سره پښتو لنډیو موږ ته د پخواني پښتو سوچه ویونه په خپل جوړښت را لېږدولي دي که دې لنډۍ جوړښت ته فکر وکړو ټول سوچه پښتو ویونه یې په خپل ترکیب کې رانغاړلي دي، ځکه د نورو ژبو ډېر اغیز  نه مني چې ولس خپل پاک احساسات په سوچه ژبه بیانوي نو ځکه پرې د بهرنیو ژبو اغېز کم دی، که د پښتو ژبې او ادبیاتو تاریخي دورو ته نظر وکړو هره دوره په خپل وخت کې د یوې خاصې ژبې څخه اغېزمنه شوې او د پردی ژبې ویونه ته یې په خپل ترکیب کې ځای ورکړی، ژبې هغه وخت نړیوال شهرت ترلاسه کوي چې اثار او لیکنې یې د خپل کلتور، دودونو او نړیوال پغام لرونکې وي چې پښتو لنډۍ دا درې واړه ځانګړتیاوي لري هم نړیوال ټولنیز پیغامونه لري او هم د خپل دود او فرهنګ ښودنه کوي.   

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *