Categories

اعلان

Loading…

جمعیت ګوند د عطا محمد نور برطرفي تایید کړه

تاند- جمعیت ګوند د عطا محمد نور د برطرفۍ اوازې تایید کړې، ویې ویل چې د اجرايي ریاست یوه پلاوي په دې اړه له نور سره په بلخ کې کتلي دي.

د بلخ والي عطا محمد نور ته ویل شوي چې یا په خپله استعفا اعلان کړي او یا به ارګ د ده ګوښه توب ژر اعلان کړي.

د جمعیت ګوند ویندوی وايي چې بلخ ته یو پلاوی استول شوی چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړي.

ارګ وروسته له دې د بلخ له ولایته د نور د برطرفۍ پرېکړه وکړه چې ده تېره اوونۍ په هرات کې له اسماعیل خان سره په یوه غونډه کې د نظام پر ضد د خلکو د بغاوت غوښتنه وکړه.

تراوسه پورې عطا محمد نور د خپلې برطرفۍ په اړه له رسنیو سره خبرو ته حاضر شوی نه دی. خو ټاکل شوې ده چې د ولسمشر غني ویندوی نن په یوه خبري غونډه کې د نور د برطرفۍ د پرېکړې په اړه څرګندونې وکړي.

راپورونه وايي چې د عطا محمد نور له برطرفۍ سره اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم موافقه څرګنده کړې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د نور د برطرقۍ  موضوع تایید کړه او ویې ویل چې په دې اړه د دې ګوند پلاوي له عطا محمد نور سره کتلي دي.

543 total views, 1 views today

3 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    یاره عجیب وطن او عجیب دولت لرو : دهیواد په کچه به په دولت کې ددریم مقام څښتن وی ـ او بیا به دومره حرام نمکه اوحرامی چې همدغه خپل نمکدان کې به بولې کوی ـ که زه بغاوت وکړم خو حق مې دی ، شلغم سری او سوډران په دولت کې ښې دندې لری ، هسې چړچې اومزې کوی – اختلاس کوی ، بډې اخلی لاهم آه نه باسم چې ودریګه ددشمن ژرندې ته اوبه ونه شړم – دې خدای په غضب ککړشی تا یو خر نه درلود چې پرې سپور شی اوس دې همدې نظام له برکته هر څه لرې نور څه غواړې دولسمشری لیاقت خو ته نه لری او نه هم دومره صادق یې چې خلک درپسې ودریږی

  2. mohammad ehsan Reply

    نور خو به نو خود هم لیرې کېږي ،بس یې ده .

  3. mha Reply

    May be the American government decided to get rid of him

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2