Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان حکومت وايي، د وټس اپ او ټیلګرام د بندولو اراده نه لري

تاند- د افغانستان حکومت وايي، وټس اپ او ټیلګرام به په هیواد کې بند نه کړل شي.

د عبدالله عبدالله ویندوی دا خبره نن /دوشنبه/ وروسته له دې وکړه چې په وروستیو ورځو کې په ګڼو راپورونو کې وویل شول چې د افغانستان د انترنیټي خدماتو تنظیموونکې ادارې د انترنیټي خدماتو له ادارو غوښتي چې دا دوه شبکې موقتاً بندې کړي.

جاوید فیصل په ټویټر کې لیکلي«د افغانستان حکومت نه غواړي چې دا دوې شبکې بندې کړي. د وټس اپ او ټیلګرام فعالیت دوام لري.»

د شنبې په ورځ په راپورونو کې ویل شوي وو چې د  افغانستان د انترنیت تنظیموونکې ادارې ټیلي کام د انترنیتي خدماتو له وړاندې کوونکو شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام خدمات بند کړي.

همداراز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي په یوه پیغام کې ویلي چې د ټیلي کام تنظیموونکو ته امر شوی چې د دغو شبکو خدمات په تدریجي ډول بند کړي.

ده ویلي چې دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د دغو شبکو په اړه شکایتونه ورته وشول.

اریوبي په عین حال کې ویلي چې د دغو شبکو بندیز د بیان د ازادیو د محدودیت معنا نه لري «حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې پوهېږي چې دا زموږ د خلکو لومړنی حق دی.»

د ټیلي کام لیک، چې د نوومبر په لومړۍ نېټه لیکل شوی، او د دې ادارې د یوه چارواکي له لوري لاسلیک شوی دی، انترنیتي کمپنیو ته لارښوونه کوي چې د ټیلګرام او فېسبوک (FB.O) او د وټس اپ خدمات سمدستي د ۲۰ ورځو لپاره بند کړي.

په وروستیو کلونو کې د انترنیټي خدماتو له زیاتېدا سره په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام په شمول له ټولنیزو شبکو استفاده خورا زیاته شوې ده.

67 total views, 4 views today

2 comments

  1. آحمد توانا Reply

    تاند والو !
    لطفاً په سرلیک کې (ارزاده) په اراده بدله کړئ .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *