Categories

غم (لنډه کیسه) لیکوال: * انتون چیخوف

 ژباړه: هدایت الله غیرت |  

د ماښام تیاره ده. د لمدې واورې څپولي د کوڅې پر څراغونو چې تازه روښانه شوي، څرخیږي او پر بامونو، د اسونو پرشا، اوږو او خولیو د یوې نرۍ پټۍ په څیر پریوځي. بګۍ چلوونکی، یونا پوتاپوف د پیري په څیر ټول سپین دی. بې حرکته د یوې بکسې د پاسه ناست دی چې بدن یې د یو ژوندي بدن د توان په اندازه دوه برابره کوږ دی. داسې مالومیږي چې که د واورې غونډاری هم ورباندې ولویږي نو له ځان څخه د لرې کولو په اړه به یې سوچ ونه کړي… کوچنۍ اسپه یې هم سپینه او بې حرکته ده. د هغې سکون، د کرښو هموارتیا، او د کړکي په څیر پښو نیغوالی یې داسې بریښوي لکه همدا اوس چې د مرګ کندې ته لویږي. کیدای شي په سوچ کې ورکه وي. هو؛ هر څاروی چې له کولبې او هغو خړو څړځایونو څخه دې ډول بیکاره ځای ته چې له سترو برقونو، نه دریدونکي شور او په بیړه کې خلکو څخه ډک وي، راوړل شي، نو فکر کولو ته مجبوريږي.

ډیر وخت وشو چې یونا او زړې اسپې یې له ځایه حرکت نه دی کړی. له غوجل څخه مازیګر راوتلي دي خو تر اوسه لا هیڅ سوارلي پیدا شوې نه ده. اوس نو دا دی د ماښام سیوری پر ښار باندې خوریږي. د کوڅې د څراغونو تته رڼا په روښانه رنګ بدلیږي، او د کوڅې ګڼه ګوڼه کې شور مخ په زیاتیدو دی.

“ویبورسکي ته بګۍ”. یونا یو غږ اوري. “بګۍ”

یونا ټکان خوري، او پر واورې پوښل شوو بڼو لاندې ګوري چې یو مامور په نظامي بالاپوښ کې ولاړ دی چې د کورتۍ خولې یې پر سر ده.

مامور بیا وايي “ویبورسکي ته ځم”. “ویده یې؟ ویبورسکي ته!”

د هوکړې د اشارې په څیر، یونا د اسپې مهار راکشوي او د اسپې له شا او اوږو څخه د واورې څپولې لاندې غورځوي. مامور په بګۍ کې کیني. بګۍ چلوونکی اسپه هۍ کوي، خپله غړۍ لکه د هیلۍ په څیر اوږدوي، په خپله څوکۍ کې پورته کیږي، او له اړتیا څخه زیات د عادت په څیر کمچینه وهل تیزوي. اسپه هم خپله غاړه اوږدوي، خپلې د کړکي په څیر پښې کاتوي، او زړه نازړه روانیږي…

“کومې خوا ته یې کشوې، شیطانه؟” یونا له هغه تیاره جسم څخه سمدلاسه غږ اوري چې د هغه پر وړاندې مخکې او وروسته کیږي. “شیطانه، کوم لوري ته روان یې؟ ښ-ښي لوري ته ولاړ شه!”

مامور په غوسې سره وايي. “بګۍ چلول دې هم زده نه دي! ښي اړخ ته ځه،”

د یوې ګاډۍ چلوونکی ورته کنځلې کوي؛ یو پلی سړی چې له سړک پورې وځي او د اسپې پوزه یې له اوږې سره لګیږي په غوسه ورته ګوري او له خپل لستوڼي څخه واوره څنډي. یونا پر بکسه باندې داسې ښوري راښوري لکه پر اغزیو چې ناست وي، خپلو څنګلو ته ټکان ورکوي او سترګې داسې اړوي را اړوي لکه پیریانو چې نیولی وي او نه پوهیږي چې چیرته دی او ولې دی.

مامور د ټوکو په انداز کې وايي. “دا څه ډول رذیل خلک دي. خپله ټوله هڅه کوي چې له تا سره ټکر شي یا دې د اسپې تر پښو لاندې وغورځیږي. له قصده دا کار کوي.”

یونا خپلې سوارلۍ ته ګوري او شونډې خوځوي…. داسې ښکاري چې یو څه وايي، خو له پسپسک پرته بل څه نه راځي.

مامور پوښتنه کوي. “څه شی؟”

یونا ورته مسکا کوي، او خپله غاړه صافوي، په غریو نیولي غږ وايي: “زما زوی… اه… زما زوی دې اونۍ کې مړ شو، ښاغلیه.”

“اممم! په څه شي مړ شو؟”

یونا د سوارلۍ خواته ټول ځان راتاووي او وايي:

“څوک خبر دي! له تبې به مړ شوی وي…. درې ورځې په روغتون کې پروت و او بیا مړ شو… د خدای خوښه وه.”

له تیارې څخه غږ راځي “مخ دې واړوه، شیطانه”. “لیونی شوی یې، زوړ سپیه؟ وګوره چیرته روان یې!”

مامور ورته وايي “مخ ته ځه! مخ ته ځه!… که داسې روان یو نو تر سبا پورې به هم ونه رسیږو. لږ چټک ځه!”

بګۍ چلوونکی بیا خپله غاړه سموي، پخپله څوکۍ کې پورته کیږي، او له دروند وار سره په کمچینه باندې اسپه وهي. څو څو ځله شاته مامور ته مخ ور اړوي، خو هغه خپلې سترګې بندې ساتي او داسې ښکاري چې د غوږ نیولو اراده نه لري. په ویبورسکي کې د سوارلۍ له ښکته کولو وروسته، یونا یو هوټل ته دریږي، او بیا پر خپله بکسه غونج کیني… یو ځل بیا لمده واوره یونا او اسپه یې په سپین رنګ رنګوي. یو ساعت تیریږي، او پسې بل…

درې ځوانان چې دوه یې لوړ او نري، یو یې لنډ او پر ملا کړوپ دی، راځي، پر یو بل مسخرې کوي او په زوره زوره پخپلو کلوشو سره پر سړک پښې ږدي.

پر ملا کړوپ تن په درزیدلي غږ سره وايي “بګۍ، تر پولیسو پله پورې! درې واړه… نیم روبل درکوو”

یونا بیا زین ته پښه ورکوي او پر اسپه غږ کوي. نیم روبل مناسب نرخ نه دی، خو هغه یې نور په کیسه کې نه دی. که یو روبل وي او که پنځه غیرانه، نور هغه ته د ارزښت وړ نه دي خو چې سوارلۍ ولري…. درې واړه ځوانان، چې یو بل ته کنځلې کوي او بد الفاظ کاروي، بګۍ ته خیږي، او درې واړه هڅه کوي چې په یو ځل کیني. لا یې شخړه حل شوې نه ده: کوم باید کیني او کوم باید ودریږي؟ له اوږدې لفظي شخړې وروسته چې له بدو الفاظو او عصبانیت څخه ډکه وه، دې پایلې ته رسیږي چې پر ملا کړوپ تن باید ودریږي، ځکه چې هغه تر ټولو ټیټ دی.

پر ملا کړوپ تن پخپل درزیدلي غږ سره وايي “مخ ته ځه”، خپل ځان سموي او د یونا په څټ کې ساه اخلي. “انډیواله څه کاپره خولۍ لرې! په ټول پیټرزبورګ کې به یې ساری ونه مومې….”

یونا خاندي هه هه هه! “د ستاینې شی نه دی!”

“ښه چې د ستاینې شی نه دی نو مخ ته ځه! ته به پر ټوله لاره همداسې روان یې؟ هن؟ که دې څټ ته دې څپیړې ونیسم؟”

له لوړو کسانو څخه یو وايي “سر مې درد کوي، تیره شپه ما او واسکا د دوکماسوف په کور کې څلور بوتله شراب وڅښل.”

هغه بل ورته په غوسه وايي “نه پوهیږم ولې ته هر وخت دا ډول چټیات وایې. د وحشیانو په څیر دروغ وایې.”

“مړ مې کړه، خو دا رښتیا دي!….”

“هو، داسې رښتیا دي لکه سپږه چې ټوخیږي.”

یونا خاندي “هه هه! خوش-ش شاله سړي یاست!”

پر ملا کړوپ تن په غوسې سره چیغه کوي “تف! خدای دې ووهه! چټک ځې که نه، زړې بلا؟ ته همداسې بګۍ چلوې؟ په کمچینه یې ووهه! ښه سمه یې ووهه.”

د یونا شاته سړی خوځیږي راخوځیږي او د ملاکړوپي لړزیدونکی غږ اوري. هغه کنځلې چې ورته کیږي، زغمي یې، خلکو ته ګوري، او د یواځیتوب حس یې په زړه کې لږ لږ کمیږي. ملاکړوپی ورته تر هغه پورې کنځل کوي چې الفاظ ورسره یاري کوي او د ټوخي له لاسه یې ساه ودریږي. د هغه اوږده ملګري د یوې نجلۍ په اړه خبرې کوي چې نادیژدا پترونا نومیږي. یونا ورته مخ را اړوي. تر هغه پورې انتظار کوي چې دوی لږ غلي شي، یو ځل بیا ورته راګوري او وايي:

“په دې اونۍ کې زما…. ز….زما…. زوی مړ شو!”

ملاکړوپی چې له ټوخي وروسته خپلي شونډې پاکوي، په افسوس سره وايي “موږ ټول یوه ورځ مړه کیږو….”. “مخ ته ځه! مخ ته ځه! ملګرو زه دا ډول په څښیدلو تللای نه شم! کله به رسیږو؟”

“نو لږ یې وهڅوه… یوه څپیړه پر څټ”

“اورې، زړې بلا؟ زه به دې هوښیار کړم. ستا غوندې خلکو سره سړی مخ شي، نو داسې خو پلی هم تللای شي. اورې، زوړ ښاماره؟ او که ته پر دې خبرو سر نه خوږوې چې موږ یې درته وایو؟”

له دې وروسته یونا د هغه شاته کیدونکې خبرې اوري نه، خو حس کوي یې.

یونا خاندي “هه هه هه…! خوشاله زلمیانو…. خدای مو روغ لره!”

له اوږدو څخه یو پوښتنه کوي؟ “بګۍ والا، واده دې کړی دی؟”

“ما؟ هه هه! خوشاله زلمیانو، زما لپاره اوس زما ښځه تورې خاورې دي… هي-هو-هو!…. هو هغه ګور دی!…. زما زوی مړ دی او زه ژوندی یم…. عجیبه ده، مرګي غلطه دروازه ټکولې ده…. زما پر ځای زما زوی ته ورغلی دی….”

یونا مخ ور اړوي چې دوی ته ووايي چې زوی یې څنګه مړ شو، خو په دې وخت کې ملا کړوپی یو اسویلی وباسي او غږ کوي چې شکر خدایه! اخر را ورسیدلو. له نیم روبل ترلاسه کولو وروسته، یونا په نوموړو لوچکانو پسې تر ډیره پورې ځیر ځیر ګوري، چې د شپې په تیاره کې ورک شي. یو ځل بیا یونا یواځې دی او شاوخوا یې چوپتیا خوره ده…. هغه ویر او غم چې د یو څو شیبو لپاره ارام شوی و، بیرته راځي او د هغه زړه له پخوا څخه په ډیر شدت سره غوڅوي. د خپګان او کړاو په نظر سره، د یونا سترګې په ناارامۍ سره په هغې ګڼه ګوڼه کې هاخوا دېخوا خلکو ته ګوري چې د کوڅې پر دواړو غاړو باندې وړاندې او وروسته ګرځي: ایا هغه د دې زرګونو کسانو ترمنځ داسې یو څوک نه شي موندلای چې ده ته غوږ ونیسي؟ خو خلک پرته له دې چې هغه او غمونه یې درک کړي، پر خپله مخه ځي…. د هغه غم ستر دی، له ټولو پولو هاخوا. داسې ښکاري، که د یونا زړه څیرې کړل شي او غم یې د باندې راووځي، نو ټوله نړۍ به پر سر واخلي، خو د هغه غم پټ دی او لا تر اوسه لیدل شوی نه دی. غم یې په یو داسې ځای کې پټ دی چې د ورځې په رڼا کې یې هم څوک څراغ په لاس پیدا کولای نه شي….

یونا د یو کور څوکیدار ویني چې کوچنۍ کڅوړه ورسره ده، پریکړه کوي چې له هغه سره خبرې وکړي.

له هغه پوښتنه کوي “ملګریه! څو بجې به وي؟”

“لسو ته نږدې دي….. ولې دلته ولاړ یې؟ مخ ته ولاړ شه!”

یونا یو څه مخکې ځي، خپل ځان دوه برابره کاتوي، او غم پرې زورور کیږي. هغه فکر کوي چې خلکو ته له ګیلې کولو هیڅ نه جوړیږي. د پنځو دقیقو تیریدلو وړاندې ځان سموي، خپل سر خوځوي لکه سخت درد چې احساسوي، او د اسپې مهار کشوي… نور دا غم زغملای نه شي.

له ځان سره فکر کوي “بیرته باید غوجل ته ولاړ شي، بیرته غوجل ته!”

کوچنۍ اسپه یې، لکه د هغه پر خبرو چې پوهه شوې وي، چټکه روانیږي. یو نیم ساعت وروسته یونا د یوې غټې چټلې بخارۍ پر څنډه ناست دی. د بخارۍ پر څنډه، پر غولي، او پر میزونو باندې خلک خرهار کوي. هوا له بدبویۍ څخه ډکه ده. یونا هغو ویدو څېرو ته ګوري، خپل ځان ګروي، او پښیمانه کیږي چې ډیر وختي کور ته راغلی دی….

له ځان سره فکر کوي “ما خو دومره هم نه دي ګټلي چې اوربشې پرې واخلم. ځکه دومره خپه یم. هغه څوک چې پوهیږي خپل کار څنګه ترسره کړي…. خپله کافي خواړه ولري، او د اس لپاره یې کافي خواړه موجود وي، تل په راحت کې دي…..”

په یو کونج کې ځوان بګۍ چلوونکی راپاڅیږي، خپله غاړه په خوبوړي حالت کې صافوي، او د اوبو د ستل خواته ورځي.

یونا ورڅخه پوښتنه کوي “اوبه غواړې؟”

“هو، همداسې ده.”

“دوا دې شه…. خو ملګریه، زما زوی مړ شو…. اورې؟….. دې اونۍ کې په روغتون کې….. بوږنوونکې چاره ده….”

یونا غواړي چې د خپلو خبرو اغیز وګوري، خو هیڅ هم نه ویني. ځوان خپل سر په پټو کې تاو کړی او ویده شوی دی. زوړ سړی سوړ اسویلی وباسي او خپل ځان ګروي…. لکه څنګه چې هغه ځوان د اوبو تږی و، د ده تنده د خبرو لپاره ده. زوی یې په نږدې ورځو کې مړ شوی دی، خو ده لا تر اوسه پورې له چا سره خبرې نه دي کړې…. غواړې له یو چا سره په دې اړه سمې خبرې وکړي، په قصد سره…. غواړي ووايي چې زوی یې څنګه ناروغ شو، څنګه کړیدلو، له مرګ مخکې یې څه وویل، څنګه مړ شو….. غواړي چې د جنازې په اړه یې خبرې وکړي، او دا چې څنګه روغتون ته لاړو چې د زوی جامې را واخلي. لور یې انیسیا اوس هم په کلې کې ده… او غواړي د هغې په اړه هم خبرې وکړي… هو، هغه د اوس په اړه ډیرې خبرې لري. د هغه د خبرو اوریدونکی به اسویلي وباسي او چیغې به ووهي او ویر به وکړي…. که ښځو ته خپلې خبرې وکړي، نو لا به ښه وي. که څه هم ناپوهه مخلوق دی، خو په لومړیو ټکو یې اوښکې څڅیږي او په چیغو ژاړي.    

یونا له ځان سره فکر کوي “ځه چې د باندې ووځم او اسپه وګورم. د خوب لپاره ډیر وخت دی…. ډیر خوب به وکړې، ویرې ته اړتیا نشته…..”

خپله کورتۍ اغوندي او هغې غوجلې ته ورځي چې اسپه یې په کې ولاړه ده. د اوربشو، بوسو، او د هوا په اړه فکر کوي…. کله چې یواځې وي، د خپل زوی په اړه فکر نه شي کولای…. له یو بل چا سره د هغه په اړه خبرې کول شوني دي، خو په نه زغمل کیدونکي غم او ویر کې د هغه په اړه فکر کول او د هغه انځورول ناشوني دي….

یونا د خپلې اسپې د ځلیدونکو سترګو په لیدلو سره، له هغې پوښتنه کوي، “شخوند وهې؟ شخوند ووهه، شخوند ووهه…. ځکه چې موږ د اوربشو لپاره کافي پیسې نه دي ګټلي، نن به واښه وخورو… هو…. زه نور زوړ شوی یم او د بګۍ چلولو نه یم…. زما پر ځای باید زما زوی بګۍ چلولای…. هغه ښه بګۍ چلوونکی و…. هغه باید ژوندی وای…..”

یونا د یو څه وخت لپاره غلی دی، او بیا پیل کوي:

“دغسې کارونه دي، زړې نجلۍ…. کوزما یونوویچ لاړو…. له ما سره یې مخه ښه وکړه… هغه لاړو او بې له کوم دلیله مړ شو…. اوس، فرض کړه چې ستا یو کوچنی کورنګ و او ته د هغه کوچني مور وې…. او یو ناڅاپه درنه دا کوچنی لاړ شي او مړ شي….. ډیره به خپه شې کنه، نه به شې؟….”

کوچنۍ اسپه خپل شخوند وهي، خبرې اوري، او د خپل څښتن په لاسونو کې ساه اخلي. د یونا صبر نه کیږي، اسپې ته خپل زړه تشوي او ټوله کیسه ورته کوي.


انتون چیخوف | 

نامتو روسی لیکوال انتون چیخوف د ۱۸۶۰ کال د جنوري په ۲۶ نیټه د روسیې په تګانروګ سیمه کې زیږیدلی دی او د ۱۹۰۴ کال د جولای په ۱/۲ نیټه یې د جرمني په بادینویلیر سیمه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. نوموړی یو تکړه ډرامه لیکونکی و او د عصري لنډو کیسو د سرلاري په نوم یاديږي. د نوموړي اثار د نړۍ ډیرو ژبو ته ژباړل شوي دي. په انټرنیټ کې مې د انتون چیخوف یو څو لنډې کیسې ولوستلې، خو  د دې کیسې ژباړه مې هیڅ ځای تر سترګو نشوه. دا چې دا کیسه د انتون چیخوف له غوره کیسو څخه یوه ده، نو غوره مې وګڼله چې ویې ژباړم او درانه لوستونکي یې ولولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *