Categories

خوشي/ اجمل پسرلی

د کیلیانو شرنګا شوه، دروازه خلاصه شوه. د وره له پرانیستو سره سم زنداني راښکاره شو. ورور یې مسکی شو. بندي وار له واره ورته وویل:

-که نور دلته پاتې شم مړ کیږم

-حوصله کوه زه هم کوښښ کوم

– دلته مې زړه چوي

-دباندې هم همغه ژوند دی

-ته بیغمه یې

-څه بیغمې ده دتا له خاطره اوس کار هم ډیر کوم

بندي پر خپل خریلي سر کلک لاس تیر کړ:

-ته خو بیا کورته ځې زما خو شپه هم دلته وي

– کورته په تیاره کې نه ځم بیا په خړه بیرته فابریکې ته روان نه یم

بندي خپل څټ ټینګ کړ:

-په فابریکه کې خو ازاد یې

– کار کوم خپل کار دې هیر شو دلته ستړی هم نه یې ډوډۍ درکوي

پولیس د سړي سرته ودرید:

-د لیدو وخت خلاص شو

پایواز پولیس ته لاندې باندې وکتل. پولیس کیلي په لاس کې وشرنګولې. ده سر ښکته کړ، لکه له پورته چې څه پرې رالولیږي او ځان ساتي. زنداني ورته وویل:

-وروره ماته ډیر تشویش مه کوه خو وکیل ته ډيرې پیسې ورنه کړې.

پولیس اوسپنیزه دروازه راکاږله، د دروازې له غږ سره پایواز پر غوږونو لاس کیښود.

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *