Categories

اعلان

Loading…

لیک څنګه پیدا شو؟ | حبیب الله میرخېل

که څه هم اسلامي علما د خپل سپېڅلي کتاب قرآنکریم په استناد، ژبه او لیک مافوق انساني اختراع ګڼي او په دې اند دي چې ژبه او لیک د ستر څښتن په امر د پرېښتو له خوا لومړني انسان یانې حضرت آدم ته ښودل شوي.

وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ… (سورة البقره، ۳۱ آیت)

ژباړه: الله (ج) ټول نومونه آدم ته وښودل…

او ځمکې ته د هغه علیه سلام په راتګ سره، دواړه ژبه او لیک د انسانانو ترمنځ مروج شوي او د وخت په تېرېدو یې مختلفې بڼې خپلې کړې دي. خو غیر اسلامي پوهان د بشر لاس ته ورغلیو اسنادو او شواهدو په استناد په دې عقیده دي چې ژبه او لیک د انسان له خوا اختراع شوي. دوی وايي انسانانو یو بل ته د پیغام رسولو او یو بل د پوهولو په پار ژبه رامنځ ته کړه او کله چې یې اړتیا پیدا کړه چې خپل اندونه، پیغامونه او خبرې تر نورو انسانانو، انساني ټولنو او راتلونکي نسل پورې ورسوي، نو یې د لیک په ایجاد لاس پورې کړ. که څه هم د انسان په لاس جوړ شوي لیک لومړنۍ بڼه تصویري وه او تکامل یې ډېر پړاوونه وهلي چې وروسته به ورته اشاره وشي، خو د اوسني لیک ماهیت ته په کتو سره ویلای شو چې: لیک د انسانانو ترمنځ د منل شویو یا قراردادي نښو او سمبولونو ټولګه ده چې د ژبې د ثبتولو او انتقال له پاره ترې ګټه اخستل کیږي.

خط او لیکنه په اصل کې د اطلاعاتو او معلوماتو د زېرمه کولو له پاره وسیله ده. په لومړنیو ټولنو کې له لیکنو څخه تر ګټه اخستنې وړاندې، د اطلاعاتو زېرمه کول د حافظې په مرسته کېدل. ګڼ لرغونپوهان په دې عقیده دي چې د لیکلو پروسه له هغه ځایه را پيل شوه چې د لیکلو له پاره ماده منځ ته راغله؛ په بل عبارت، د لیکنې موجودیت د هغې مادې په موجودیت پورې تړلی و چې لیکنه کول پرې کېدای شو. د دې مادې ډول د لیک پر تکامل، بڼې او اندازې خورا اغېز درلود.

د ځینو لیک پوهانو په اند، د دې اختراع مخینه تر ۲۰ زره کاله وړاندې ځي او د هغو مواردو له ډلې چې پرې لیکنه کېدای شي، کولای شو ډبرو، لرګیو، فلزاتو، د حیواناتو پوست، د ونو پاڼو، هډوکو، صدف، سرې خاورې او نورو ته اشاره وکړو.

دا چې لیک یا خط څه ډول منځ ته راغی، د ژبې د پیدا کېدو په څېر په دې اړه هم افسانوي داستانونه وجود لري. د مثال په توګه، په هند کې «ګانش» ( چې په سانسګرېټ کې ګنشه لیکل شوی، د عقل خدای دی او د فیل سر لري) د لیک مخترع ګڼل شوی. په دې افسانه کې راغلي چې ده خپل یو عاج مات کړ او د قلم په توګه یې ترې ګټه پورته کړه. دغه افسانه د هندوانو ترمنځ د د لیک او خط لوړ ارزښت په ډاګه کوي.

له بلې خوا، مصریان هم په دې باور دي چې توت عنېغ آمون فرعون یا رب النوع د خط خالق دی او بابلیان بیا د خط مخترع «نبو» رب النوع بولي. په چیني افسانو کې هم «کانګجي» د څلورو سترګو لرونکی افسانوي شخصیت د لیک اختراع کوونکی ګڼل شوی. په اکثریت ختیځ، افسانو، آیینونو او عقایدو کې د خط اختراع یو ډول اعجاز ګڼل کیږي او وايي چې خدایانو اختراع کړی دی.

مګر شته اسناد ښيي چې پخوانیو انسانانو په مغارو او سمڅو کې د لومړي ځل له پاره ځینې تصویرونه پر دېوالونو رسم کړل. هغوی په لومړي پړاو کې د ارتباط او اړیکو په موخه واقعي انځورونه رسم کړل او په دې سره تصویري لیک پيل شو.

د دې لیک پر ایجاد ۱۷ زره کاله تېر شول تر څو د انسان تر ټولو حیرانوونکې اختراع او لاسته راوړنه( لیک ) په تدریجي توګه تکامل وکړي او بشپړ شي. لرغونپوهان په دې باور دي چې اټکل کیږي لومړنیو انسانانو به لیکلې علامې او نښې د خپلو حکایتونو د ساتنې او تاریخ ثبتونې په موخه کارولې وي.

د تصویرونو پرېمانه شمېر او د عاطفي مسایلو د انځورولو ناشونتیا، هغه مهال د لیکنې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه وو. کرار کرار تصویرونو ساده بڼه خپله کړه او د عاطفي مفاهمیو له پاره هم ځینې نښې او سمبولونه وضع شول. د مثال په توګه، دغې علامې() د لمر او په ټولیزه توګه د ورځې مانا درلوده، د انسان دوو پښو() علامې په لاره د تلو او مزل مانا ورکړه، د ښځې د جنسي غړي علامې (ω) د ښځې او له اوښکو ډکې سترګې() د غم او خفګان علامه شوه. په پای کې د دغو هڅو او هاند مجموعې د مفهوم لېږدونکي خط بڼه خپله کړه.

لسګونه زره کاله کیږي چې د دې ډول سمبولونو، نښو او شکلونو طرح کول د انسانانو تر منځ د ساده اړیکو ټینګولو وسیله ګڼل کیږي. د لیک تکامل له خورا پېچلو پړاوونو تېر شوی. د انسان لاس ته ورغلي اسناد په ډاګه کوي چې لیک او لیکنه د دوو رودونو ترمنځ یا بل عبارت په بین النهرین(MESOPOTAMIA) کې پيل شوې. دغه سیمه له میلاد څخه کابو درې زره کاله وړاندې په دوو سترو ناحیو یانې په جنوبي سیمې سومر(SUMER) او شمالي سیمې کلده (AKKAD) وېشل شوې ده.  سومریانو او کلدانیانو په واحده جغرافیايي سیمه کې په همغږۍ ژوند کاوه، خو ژبې یې تر ډېره حده سره بېلې او متفاوتې وي، دومره لکه چینايي او جرمني ژبې. دغه دوې متمدنې ټولنې د بابل (BABYLON) په څېر سترو ښارونو په شاوخوا کې د سترو واکمنانو تر سیوري لاندې اوسېدل. د بین النهرین اکثریت نفوس شپنو (چوپانانو) او بزګرانو تشکیلاوه. د مراتبو دغه لړۍ د سومریانو په لاس له جوړو شویو لومړنیو خټینو لوحو څخه چې د اورک ښار(URUK) په معبد کې ترلاشه شوي، په روښانه توګه معلومیږي.

له دې سره ویلای شو چې د لیکنې لومړنۍ نښې د بزګرۍ او کروندې د محاسباتو ثبتولو او ساتلو له پاره کارول شوې دي. همدارنګه په لاګاش معبد کې نورې کشف شوې لوحې په ډاګه کوي چې د معبدیانو په ټولنیز تشکیل کې ۱۸ تنه نانوایان، ۳۱ تنه مۍ یا شراب جوړونکي، ۷ تنه غلامان او ۱ تن پښ یا آهنګر شامل وو.

د بشر لاسه ته ورغلي اسناد همدارنګه په ډاګه کوي چې د سومریانو ترمنځ نه یوازې د نقرې یا سپینو زرو ستندرد مروج و بلکې پیسې هم په اجاره ورکول کېدې. همدارنګه له معابدو ترلاسه شوې لوحې هم د دې موضوع څرګندونه کوي چې د سرمریانو ښوونځيو د مېخي لیک لوست څه ډول زده کړه کوله. د دغو لوحو په یوه مخ د ښوونکي د درس او په بل مخ د زده کوونکي تمرین حک شوی دی.

د انساني ټولنو په تحول کې د خط اهمیت دومره دی چې له خط څخه د ګټنې او نا ګټنې په اعتبار، انساني ټولنې په دوو ډلو «خط لرونکې» او «بې خطه» وېشلې دي. همدارنګه کولای شو خط او لیک ته د عام او خاص مفهوم له مخې هم اشاره وکړو.

عام مفهوم د اطلاعاتو د زېرمه کولو او انتقال له پاره د لیکنې هر ډول کارونې ته ویل کیږي. ښکاره خبره ده چې د دې مفهوم له مخې، لیکنه له تاریخ وړاندې هر ډول رسمونه او انځورونه، د غارونو او سمڅو پر دېوالونو کښل شوې نقاشۍ او د نن ورځې لیکونه تر پوښښ لاندې نیسي؛ په داسې حال کې چې لیکنه د خپلې ځانګړې مانا له مخې د هغو نښو او سمبولونو مجموعه ده چې د ژبې د غږیزو ځانګړتیاوو له مخې یې نظم او ترتیب موندلی وي او هغه پدیده ده چې نن ورځې «الفبې» بلل کیږي.  په دې مفهوم د لیکنې مخینه له میلاده کابو ۳ زره کاله وړاندې ځي او په دې برخه کې تر ټولو مخکښې سیمې او خلک د بین النهرین، چین، مصر او یونان وګړي دي.

د لیک پیدا کېدو په اړه نظریې

هر نسل د پخواني نسل د تجربو وارث دی. د پخوانیو او تېرو انسانانو او نسلونو د پوهې او فکر ترلاسه کول او راتلونکي نسل ته یې سپارل هغه څه و چې د خط کشفولو لاره یې هواره کړه. که خط نه وای رامنځ ته شوی، هېڅکله به هنر او فرهنګ په اوسنۍ بڼه موجود نه وو. د ځمکې پرمخ د آدمیانو د ژوند حقیقي تاریخ هغه مهال پیل شو چې د خط پدیده کشف شوه. خو پوښتنه دا ده چې دغه پدیده یانې خط یا لیک څه وخت، چېرته او د چا له خوا اختراع شوه؟

دا هغه بحث دی چې د لسګونو کالو څېړنو او تحقیقاتو سربېره د قطعیت پړاو ته نه دی رسېدلی. ځینې علما د خط د پیدایښت سرچینه آریايي او سومري بولي، ځینې نور یې مصري او ګڼ نور په دې اند دي چې د خط اصل سامي او بابلي دی. اسلامي علما یې سرچینه الهي او وحیې ګڼي او په همدې توګه نور نظریات.

د خط او لیک د پیل په اړه د نظرونو اختلاف د بریتانیا د دایرة المعارف لیکوالان اړ کړل چې په دې حقیقت خوله پرانیزي چې: څلور سوه کاله کیږي د نړۍ روڼ اندي او علما هڅه کوي د دې مهمې فرهنګي پدیدې پیلامه پیدا کړي خو لاهم له حقیقت څخه وروسته پاتې دي او نه دي بریالي شوي چې د الفبې د ظهور سمه سرچینه په ګوته کړي. ځکه نو مجبور یو د هغو صحیحو مدارکو له مخې چې له آسماني کتابونو ترلاسه شوي، باید اعتراف وکړو چې دغه پدیده (خط) د بشر اختراع نه بلکې له هغو آسماني الهاماتو څخه ده چې د پیغمبرانو په وسیله موږ ته را ښودل شوې ده.

د لیک د پيلامې په اړه په ځینو څېړنو او کتابونو کې د لیک لومړنی ښوونکی حضرت ادریس علیه السلام او په ځینو نورو کې آدم علیه السلام معرفي شوی دی.

اپلاتون وايي: لیک د عقل عقال(بند) دی. اقلیدوس وايي: لیک هغه روحاني هندسه ده  چې له جسماني وسایلو سره څرګنده شوې. بوډلف وايي: لیک د علم او پوهې بڼ دی. وېل ډورانت په خپل نامتو اثر د تمدن تاریخ کې وايي چې د مدنیت په لوري د انسان تر ټولو ستر ګام د خط یا لیک اختراع ده.

که څه هم موږ په دې نه پوهیږو چې انسانانو دقیقا ً څه وخت لیکل پیل کړل، خو هغه څه چې په ډاګه دي دا دي چې نقاشي او انځور کښنه له لیکنې وړاندې ده. په غارونو او سمڅو کې مېشتو انسانانو د ښکار کولو، حیواناتو او قبیله يي ژوند تصویرونه د خپلو خونو په دېوالونو نقاشي کړل او یو بل ته یې د پیغام استولو او مفهوم لېږولو له پاره وکارول. د فرانسې او هسپانیا په سوېل کې د ځینو غارونو پر دېوالونو د حیواناتو داسې تصویرونه کښل شوي چې د رسمېدو تاریخ یې له دری تر لس زره مخکې میلاد پورې رسیږي. په پخواني مصر کې داسې هنرمندان اوسېدل چې آثار یې لاهم خورا ارزښت لري او د پخوانیو انسانانو د ژوند په اړه ډېر څه زموږ پر وړاندې ږدي.

هرڅومره چې بشري تمدن پرمختګ کاوه، د پیغام رسولو تصویرونه ساده او له مفهوم سره نښتل؛ تر دې چې بالاخره تصویرونه په نښو او علایمو بدل شول. د مثال په توګه، سومریانو او ورپسې مصریانو موج لرونکی خط رسماوه تر څو په وسیله یې مخاطب ته د سیند مفهوم ولېږدوي. چینایانو د غوږ علامه د دوو دروازو ترمنځ کښله تر څو د غوږ نیولو مفهوم ورسوي! په همدې ترتیب خط او لیک پرمختګ وکړ او په تدریج سره د دې په ځای چې د بشر د فکر څرګندونه وکړي، د غږونو ښکارندوی شو.

لرغونو مصریانو د انځورونو او تصویرونو ترمنځ د ۲۴ نښو اضافه کولو په ملتیا یو ډول الفبې جوړه کړه چې کلمو او تورو یې د یوه ډول غږ څرګندونه کوله. خو خپله دوی هم نه پوهېدل چې په دې برخه کې یې څومره ستره بریا ترلاسه کړې او بشریت ته یې څومره لوی خدمت کړی دی.

له میلاد څخه کابو ۳۵۰۰ کاله وړاندې د مدیترانې د ختیځو سواحلو اوسېدونکو د اوسنۍ الفبې په څېر نښې او علامې اختراع کړې چې هر توري یې د یوه غږ ښکارندويي کوله، نه د یوه مفهوم. دغه الفبې د (عبریانو) او (فینیقیانو) په وسیله بشپړه شوه او د لاتین الفبې بڼه یې غوره کړه. لاتین د اوسنیو اکثریت لیکونو او خطونو مور ګڼل کیږي.

په هر صورت، داسې هم ویل کیږي چې د لیک د پیدایښت د انسان د پېدایښت له تاریخ سره ذاتي تړاو او پیوند لري چې د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ سره یې په موازي ډول پرمختګ او تکامل کړی  او تر دې شکله رارسېدلی چې نن زموږ او ستاسې په لاس کې دی. اسلامي علما په دې باور دي چې لیک له آدم (ع) سره پیدا شو او زیاتوي، کله چې ادم ع ځمکې ته راغلو نو لیک یې پیل کړ او له ده وروسته ادریس ع د قلم په وسیله په خپلو ګوتو لیک کړی دی.

خو غیر اسلامي علما په دې باور دي چې کابو ۲۲ زره کاله وړاندې انسان د اوسنۍ هسپانیا په آلتامیرا غار و د فرانسې د لاسکو (Lascaux) په سمڅو کې د خبرو لومړني انځورونه پر ډبرو او دېوالونو ولیکل. له هغه وروسته کابو ۱۷ زره کاله تېر شول  تر څو  د انسان تر ټولو حیرانوونکې لاسته راوړنه یانې  لیک او لیکنه منځ ته راشي. لرغون پوهان په دې اند دي چې اټکل کیږي لومړنیو انسانانو د خپلو کیسو او تاریخ خوندي ساتلو په موخه لیکنې نښتې کارولې دي.

موږ د خبرو ژبه په کور کې د کورنیو له غړیو څخه زده کوو، مګر لیک یا خط په ښوونځي کې د ښوونکي له خوا. د خبرو کولو له پاره تمرین، پوښتنې او تکرار ته اړتیا نه لرو، خو د لیکلو له پاره ناچار یو چې ډېر زحمت او کړاو په ځان تېر کړو او له ګڼو تمرینونو وروسته په دې بریالي شو چې څه سم ولیکو.

ژبه او خبرې د انسان په ذات او طبیعت کې ریښه لري خو ټولنیز ژوند ورته د څرګندتیا زمینه چمتو کوي. حال داچې خط او لیک د انسان په ذات او طبیعت کې ریښه نه لري بلکې په ټولنه او فرهنګ کې اغښلی او اکتسابي بڼه لري. انسان تل د خبرو او لیک له نعمت څخه برخمن دی. څېړونکي وايي انسان له نن څخه ۳۵ زره تر یو میلیون کالو وړاندې غږېدلی، خو د ۱۲۰ زره کالو فرضیې تر ډېره مشهور او د منلو ده.

دا په داسې حال کې ده چې لیک ډېره نوې پدیده ده او حتا د لومړنۍ بېلګې تاریخچه یې ښايي پر ډبرو، پرښو او سفالي لوښو د نوک تېزو وسایلو په وسیله انځورونه او سمبولونه وي چې له ۱۰ زره کاله وړاندې نه ځي.

لیک او لیکنه ټولنیزه او فرهنګي خواستګاه لري او خپله د انسان په لاس اختراع شوی او د زده کولو له پاره یې په ځانګړي طبیعي استعداد باندې تجهیز نه یو او باید د انسان د نورو جوړو شویو څیزونو په څېر یې د هوښ او حافظې په ملتیا د درس او مکتب له لارې زده کړو.

زموږ د تصور خلاف، خط او لیکنه د ژبې هېڅ اصلي برخه نه ده، ځکه چې ژبه او خبرې لسګونه زره کاله وړاندې د انسان له پیدا کېدو سره منځ ته راغلي، هغه مهال چې خط او لیکنې هېڅ راز وجود نه درلود.

له تصویري لیکونو ښکاري، انسانانو د تصویرونو او عکسونو یو په بل پسې اېښودلو سره غوښتل د څه لیکلو هڅه وکړي او یوه بشپړه جمله اداء کړي. د مثال په توګه، د ښځې د شرمګاه له شکل سره د غره د انځور زیاتولو د پردۍ یا خارجي او هغې ښځې مانا لرله چې له لرې ځایه راغلې وي او ځینې په دې عقیده دي چې دا ډول لقب وینځو (کنیز) ته ورکول کېده. تراوسه د دې ډول لیکونو کابو ۱۵ سوه بېلګې د لرغونپوهانو او لیک پوهانو لاس ته ورغلې دي.

د وخت په تېرېدو سره نور نو انځوریز خط د څیزونو د ښکاره کولو له پاره نه کارېده بلکې د متن د مفهوم له مخې یې پراخه مانا پیدا کړه او له میلاد کابو ۳ زره کاله وړاندې یې جالب تکامل وموند. کاتبانو له خاورینو لوحو استفاده پيل کړه او د هغو څیزونو تصویرونه به یې د درګې(نی) په وسیله پرې رسمول چې دوی غوښتل بیان یې کړي.  سومریانو به دغه درګې ( چې د اوسنیو خودکار قلمونو لومړنی نسل ګڼل کیږي) د مثلث په بڼه تراشلې او له دې امله به د هغه څه شکل د مېخ په څېر و چې دوی غوښتل رسم یې کړي. له همدې ځایه د لیکنې تر ټولو لومړني لیک «میخي خط» اختراع شو.

له نن څخه شپږ زره کاله وړاندې سومریان او مصریان هغه لومړني خلک و چې له نوور وړاندې یې د تمدن په جاده پښې کېښودې او د څه لیکلو یا خط بنسټ یې کېښود. مصري کروندګر مکلف وو چې د خپلو غلو دانو د محصول څو ټوکرۍ د حکومت مالیاتي تحویدار ته ورکړي؛ ځکه یې د حساب کتاب له پاره د هغو ټوکریو رسمونه د خپلو خونو په دېوالونو رسمول چې د مالیاتو په توګه یې ورکړې وې.  د دغې ټوکرۍ څنګ ته به نورې نښې اېښودل کېدې تر څو په ډاګه کړي چې څو ځله مالیات ورکړل شوي دي. د تصویري لیک دغه لړۍ له یوه ښاره بل او پسې بل او بالاخره تر ډېرو لرې ځایونو خپره شوه.

د وخت په تېرېدو سره د شکلونو او تصویرونو په وسیله د فکر او مفهوم رسول ګران او ستړي کوونکي شول او د وخت انسانان اړ شول چې د ځینو قراردادي نښو او علایمو په اړه پرېکړه وکړي. دوی د هر مفهوم او فکر له پاره نښه وضع کړه او د دغو نښو په ملتیا یې هغه کلمې او غږونه ورښودل چې دوی غوښتل مخاطب ته یې ولېږدوي او په دې سره مصور یا انځوریز توري او شکلونه په هجايي توریو واوښتل. بابلي، سومري، عیلامي او … نور د دغو قراردادي خطونو بېلګې دي.

د لیک پوهنې اکثریت علما د الفبايي لیک اختراع د فنیقیانو کار بولي. فنیقیان په کنعان پورې اړه لري او مدیترانې په څنډو کې یې د سوریې په خاوره کې ژوند کاوه. دوی پياوړي ملاحان او د تجارتي کاروانونو لرونکي وو او هغه لیک یې د نړۍ ډېرو ملکونو ته له ځانه سره یوړ چې د دوی له خوا اختراع شوی و. د نړۍ د اوسنیو ډېری الفباوو سرچینه( له چیني خط پرته) له همدې فنیقي الفبې څخه ګڼل کیږي.

فنیقي الفبا ۲۲ توري یا خطي نښې لري چې له ښۍ خوا چپې خواته لیکل کیږي. د خط پېژندونکو په اند دغه خط د هېروګلیف خط چې تر ډېره د روحانیونو په واک کې او او میخي خط په پرتله چې د درباریانو او میرزایانو په واک کې وه، د ټولو خلکو په واک کې و او زده کول یې هم اسانه وو.  همدارنګه ځینې خط پېژندونکي علما په دې اند دي چې د لیک پیدایښت په پیل کې له علایمو، نښو او نقاشیو څخه شوی، دغه علایم او نقاشۍ د هغه ژوند پېښې او تقلید په ډاګه کاوه چې پخوانیو انسانانو درلود. دوی به د خپل ژوند پېښې په خاورینو او کودینو لوښو انځورولې او د خپلو لوښو د مالکیت ثابتولو له پاره یې استوانه يي ډوله نقشونه د لوښو په لاستي او ډډې حکاکي کول. د وخت په تېرېدو سره دغو علایمو، نښو او نقشونو بدلون وموند، را لنډ شول او د معنوي ارزښت له موندلو وروسته یې خپل ځای قراردادي تورو ته ورکړ.

د لیکونو تحول

لیک د تاریخ په اوږدو کې د تحول او بدلون مختلف پړاوونه وهلي. دغه تحولات له خورا سختو او پېچلو مسیرونو څخه تېر شوي او په ټولیزه توګه له ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نظامي تحولاتو او تغییراتو سره تړاو لري. لیک پوهانو د لیک او لیکنې د تحول عوامل په لاندې برخو کې کته ګوري کړي دي:

  1. د تمدونونو ګام په ګام څرګندېدنه
  2. د نویو سلسلو منځ ته راتګ او د پخوانیو هغو له منځه تګ
  3. د بشري ټولنو مهاجرت او له یو بل سره د اړیکو او پیوندونو ټینګول
  4. د ادیانو، آسماني او مقدسو کتابونو رامنځ ته کېدل

څېړونکي، د لیک او لیکنې تحولات په څو مهمو دورو وېشي چې عبارت دي له: تصویري لیک، صوتي یا غږیز لیک، هجايي لیک او الفبايي لیک. لاندې به هڅه وشي چې د لیک د تحول دغه ډولونه په مفصله توګه بیان او وړاندې شي.

۱ـ تصویري لیک/ شکل کاږنه: ګڼ شمېر لیک پوهان په دې باور دي چې لیک لیکنه له نن څخه پنځه یا شپږ زره کاله وړاندې (له میلاد څخه ۳۶۰۰ کاله پخوا) په مصر او بین النهرین او سند دره کې منځ ته راغی. په دغو ټولو ځایونو کې د لیکلو تر ټولو لومړنی پړاو د ژویو او انسانانو او نورو واقعي څیزونو د څېرو رسمول و. دغه ډول خط ته بیا یونانیانو (هیروګلیف) یا مقدس خط ووایه چې وروسته به په ځانګړې توګه وڅېړل شي. دغه لیک ته ځګه مقدس وویل شو چې د کاهنانو او روحانیونو له خوا کارول کېده. په دې لیک کې د څیزونو او ژویو د څېرو کښلو ځانګړی مفهوم درلود او یوازې مجرب کسان پرې پوهېدل. وروسته بابلیانو او سومریانو هم دېته ورته لیکونه رامنځ ته کړل چې اوسمهال هیروګلیف او سومري لیکونه د نړۍ تر ټولو لرغوني لیکونه ګڼل کیږي.

۲ـ غږیز یا صوتي لیک: په دې ډول لیک کې د یوه شي یا یوه ژوي د انځور پوره رسمولو او څېرو کښلو په ځای یې یوه برخه د رمز او لنډیز په توګه رسموله او د هغه له مخې یې اصلي مفهوم ته لاره موندله. د مثال په توګه، د لمر څېره د ورځې مانا لرله، موج لرونکو کرښو د اوبو یا سیند مانا ورکوله، د غوايي سر د ټول غوايي او د انسان د پښو خاپونو د انسان او تګ راتګ مانا ورکوله. چینايي او جاپاني خطونه د دې ډول لیکونو غوره بېلګې دي.

۳ـ هجايي لیک: دا لیک نسبت نورو پخوانیو لیکونو ته څه نا څه مکمل دی او په کې هره هجا د یوې نښې په وسیله ښودل کیږي. د مثال په توګه، با، بین، شر، ته، تن، من، او… د یوې کلمې خطي نښې او مدلول یې هم هېڅ ډول ورته والی نه درلود. په دې دوره کې بشر د تمدن په طرف تېز ګامونه واخستل او د لیک د تکامل له پاره یې نیږدې لاره خپله کړه. دغه ډول لیک د بین النهرین په اړوندو سیمو کې منځ ته راغی او بیا یې ختیځ ته سرایت وکړ. ویل کیږي چې سومریانو میخي هجايي لیک له میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله وړاندې اختراع کړ چې هغه مهال یې ۶۰۰ نښې لرلې او وروسته د نړۍ ډېرې ژبې پرې ولیکل شوې.

۴ـ الفبايي لیک: د الفبا لغت له فنیقي ژبې څخه اخستل شوی، ځکه له دوو کلمو څخه تشکیل دی چې لومړی یې «الفا» د غوایي په مانا او دویمه یې «بېتا» د کور په مانا کارول شوې ده، همدارنګه alphabet کلمه هم له همدغو دوو کلمو اخستل شوې. الفبايي دوره د خط د تکامل وروستی پړاو دی. په هجايي لیک د یوې ژبې د هجاوو د شمېر، ګڼو شکلونو  له مخې زیات او  په پایله کې یې زده کول هم خورا سخت وو. له همدې امله دغه لیک د وخت په تېرېدو سره د ګڼو کسانو د زیار په پایله کې تحول وموند  او الفبايي بڼه یې خپله کړه. په نوي لیک کې په تقریبي توګه د اکثریت غږونو له پاره ځانګړي توري په پام کې ونیول شول او د اشکالو دایره محدوده شوه، ترڅو په اسانۍ سره درک او ولیکل شي.

الفبايي لیک کابو ۳۵۰۰ کاله وړاندې د فنیقیانو له خوا په بین النهرین( د دجلې او فرات سیندونه) کې منځ ته راغی  او په تدریج سره یې د نړۍ نورو سیمو ته سرایت وکړ او په کې نوي تغییرات راغلل.

یو شمېر نور لیک پوهان په دې عقیده دي چې د مصر د سینا سیمه په ۱۸۰۰ مخکې میلاد نېټه کې د الفبايي لیک د زیږېدو سیمه ده او دغه لیک د لومړي ځل له پاره فنیقیانو د مدترانې سمندر ختیځو سواحلو ته انتقال کړ. دغه الفبې ۲۲ علامې درلودې او د زده کړې چاره یې هم د نورو په پرتله اسانه وه.

د خط یا لیک ډولونه

د لیک د تاریخچې او مخینې په اړه وړاندې خبرې وشوې، خو باید وویل شي چې بشر د هغه څخه د ثبتولو او راتلونکې نسل ته سپارلو په موخه لیک ایجاد کړ چې د دوی په ذهن کې به ورګرځېدل. دا مهال په نړۍ کې خورا زیات د خط ډولونه وجود لري چې مشهور هغه یې په لاند ډول دي:

لاتینی: Latin

سریاني یا سیریلیک: Кириллица

یونانی:Ελληνικά

ګرجي:ქართული

ارمنی: Հայերեն

چینايي:汉字

جاپانی:仮名

عربي: العربیة

عبرانی: עברית

هندي: हिन्दी

تانايي: ግዕዝ

انګلیسي: English

د نړۍ ژوندي لیکونه او خطونه مختلف جهتونه لري خو لاندې څلور جهته ډېر کاریږي:

له چپې څخه ښۍ خواته: لاتینی، سیریلیک، یونانی، ګرجي، ارمنی، مصري، ساسنکرېت، سلاوي او انګلیسي.

له ښۍ خوا څخه چپې خواته: عربي، عبري، فارسي، ترکې، تاتاري، پښتو، آشوري، کلدانی او…

له پورته څخه ښکته خواته: چینی او جاپانی.

له ښکته څخه پورته خواته: مکسیکويي لیکنه له ښکته څخه پورته خواته کیږي.

په هر صورت، دا خو د نړۍ اوسنۍ مشهورې ژبې او لیکونه دي، پوښتنه دا ده چې د لیک په پیل او هغه مهال چې خط نوی رامنځ ته شو، په نړۍ کې تر ډېره کومې ژبې او لیکدودونه ډېر کارېدل او مهم ډولونه یې کوم دي. لاندې د نړۍ تر ټولو لومړنی لیکونه او د هغوی ډولونه معرفي کیږي.

لیک پوهان په دې باور دي چې د نړۍ را کابو ټول لیکونه له پخوانیو مصري لیکونو په ځانګړې توګه هيروګلیف خط څخه زیږېدلي او د تحول د مختلفو پړاوونو له وهلو وروسته یې نوې بڼې غوره کړې دي.

اخځلیکونه


آموزګار، ژاله تفضلي، ۱۳۷۲. تاریخچه نګارش خط. تهران: انتشارات نیمروز.

پویان، سهیلا، ۱۳۶۴. خط و پیدايي آن. کابل: مجله عرفان. ۱- ۲ ګڼه.

حبیبي، عبدالحی، ۱۳۵۰. تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان. کابل: انجمن تاریخ و ادب افغانستان.

رکن الدین، همایونفرخ، ۱۳۴۷. تاریخچه کتاب و کتابخانه در ایران از دوران باستان تا به امروز. تهران: انتشارات اساطیر.

سعید نفیسی، ۱۳۴۲. تاریخ خط در ایران. تهران: مجله کاوش شماره اول دوره دوم.

شیرزاد، محمد آقا، ۱۳۹۵ ل ل. لیکوالي. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

شیرزاد محمد آقا، ۱۳۹۴ ل ل. لیک پوهه( ګرافیم پېژندنه). کابل: د ښوونې روزنې پوهنتون.

فرزام، محراب الدين، ۱۳۶۵. ګرافيم شناسى. کابل: انستتيوت پيداګوژى كابل.

گاور، البریتن، ۱۳۶۷. تاریخ خط. تهران: ترجمه عباس مخبر و دکتر کوروش صفوی.

74 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *