Categories

ناسا مځکې ته ۲۰ ورته سیارې وموندلې

تاند- د ناسا د کیپلر ټیلسکوپ تازه معلومات ښيي چې مځکې ته ورته ۲۰ داسې سیارې یې موندلي چې د ژوند احتمال پکې شته.

د ناسا څېړونکي وايي د دغو سیارو په منځ کې څو یې لمر ته د ورته ستورو تر شاوخوا راڅرخي.

د ناسا څېړونکي هر نوي موندلي ستوري او سیارې ته نوم ورکوي.

د دوی په منځ کې یو، چې (KOI-7923.1) نومول شوی، د ناسا د څېړونکو له لوري په ځیر څارل شوی دی. د دې سیارې لویوالی د مځکې ۹۷ فیصده دی خو هوا یې تر مځکې سړه ده.

د څېړونکو په وینا دا سیاره تر خپل ستوري په ۳۹۵ ورځو کې راڅرخي. البته د مځکې ورځې.

د هوا د سوړوالي علت یې له ستوري یا خپل لمر څخه لېري والی دی او له بلې خوا د دې سیارې لمر د مځکې د لمر هومره تود نه دی.

دوی وايي چې لا هم ډېرو څېړنو ته اړتیا لري چې په دې اړه د خپلو څېړونو پایلې کره کړي.

دا څېړنه د (Robovetter) په نوم د یوې نوې وسیلې په ذریعه شوې چې په اتومات ډول د کیپلر ټیلسکوپ معلومات تحلیل کوي.

په دې څېړنه کې ۸۰۵۴ سیارې په پام کې نیول شوې وې چې د هغو په منځ کې ۴۰۴۳ یې له ۲۵ تر ۶۳۲ ورځو پورې مدار درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *