Categories

د ليکوالۍ خنډونه | ګل رحمن رحماني

   هرڅوک  ليکوالي کوي، خو په ليکوالۍ کې هر څوک خپله لار نه لري، د لسګونو او سلګونو ليکوالو له منځه کوم يو داسې پيدا کېږي چې د ليکنې طرز او لاره  يې له نورو سره ښکاره توپير لري او د نوموړي د ځانګړي سبک په نامه يادېږي.

د سبک ايجادوونکو يوه غوره ځانګړنه داده چې په ليکنه کې د خپل فکر او ليکنۍ ژبې پر وړاندې له پرتو خنډونو سره سرسري چلند نه کوي، هسې ترځان نه تېروي او په خپل فکر ورته ځانګړې حل لاره مومي، له منځه يې وړي او بيا وړاندې ځي.

ګل رحمان رحماني

  هر ليکوال د خپلې ليکوالۍ پر وړاندې پراته خنډونه لري، تر هغو چې دا موانع يا خنډونه له منځه يو نه سي، خپل موخې ته نه يوازې چې رسېدلى نه شي، بلکې په يوه داسې لاره مخته ځي چې نښې او منزل يې نا معلوم دى، خو که له تګ وړاندې يې د لرې کولو او حل لارې فکر هم وکړي او ځان ته لار صافه کړي، نو مطلوبې موخې ته رسېږي او خپل پيغام په ښه ډول رسولى شي.

غواړم چې په دې برخه کې د خپل مزل او نيمګړو تجربو په رڼا کې د يو شمېر هغو خنډونو ځانګړي يادونه وکړم چې ورسره مخ شوى يم او اوس هم د ليکنې له پيل وړاندې ورسره ذهني خواله کوم او له څه ناڅه حل وروسته يې د ليکنې لومړۍ جملې ليکلو ته زړه ښه کوم.

  • وېره

ليکوال، په ځانګړي ډول متبدي ليکوال د ليکنې د پيل پرمهال وېره لري. دا وېره د بېلابېلو اړخونو په سبب وي، د هغه څه ليکلو لپاره پر ځان باور نه لري چې هوډ يې کړى، ، فکر کوي چې يو بې ګټې مضمون ليکم، د کره کتونکو او لوستونکو له نيوکو سره به مخ شم، ټاکلې موضوع مې له سويې لوړه ده، بل چا به په دې اړه څه ليکلي وي، ليکنه به مې څوک ولولي که نه؟ مينه وال به پيدا کړي که نه؟

په همدې وېره او زړه نازړه والي کې يې ګوتې لړزېږي، بالاخره تصميم بدلوي، ناهيلى کېږي، خپله ليکنه په لومړيو جملو کې ځاى پر ځاى پرېږدي، موضوع بدلوي او کله کله بيخي ذهننا ماته خوري، که ليکوال ددې برعکس فکر وکړي، دا ډول بې ځايه وېره يا احتياط له زړه وباسي، نو د ليکنې په برخه کې يې يو ستر خند له منځه وړى او پيل ته يې لار هواره کړې.

  • بې باوري

  پرځان باور لرل د ليکوالۍ له ډګر ور ها خوا په عادي ژوند کې هم د انسان د پرمختګ او بريا راز ګڼل کېږي، په ليکوالۍ کې هم د ليکوال له پاره يو تر ټولو ستر خنډ بې باوري ده، که ليکوال فکر وکړي چې دى د نورو ليکوالو له څېر د ليکوالۍ له پاره نه دى پيدا شوى، يا دايې مسلک نه دى، نه يې شي کولى، نو همدا منفي باور په دې ډګر کې د هغه د راتلونکي مسير ټاکي.

د باورۍ بل اړخ د موضوع په اړه دى، ځينې کسان فکر کوي چې د خپل ژوند اړوند موضوعات يې په ليکنه نه ارزي، ډېر ساده او عادي ورته ښکاري چې هر څوک يې کولى شي.

ليکوال بايد دا باور له منځه يوسي، هغه ستر ليکوالان چې اوس ښايي دده اېډيال شخصيتونه دي، يو وخت له همدې ستونزې سره مخ وو، خو د بې باورۍ پر دې پله له باور سره لاس نيولي تېر شوي او بريا ته رسېدلي دي.

  • اوچته تمه

انسان بايد تر اوچتې هېلې او تمې ولري، خو د اوچتو هيلو لرل هغه وخت منطقي او ګټور وي چې د هيلو پوره کولو، کار- زيار او هڅو هنر هم ورسره وي، يوازې په خوب او خيال کې د هيلو پالل د کمزورۍ نښه ده.

يو شمېر کسان د ليکنې د پيل او تصميم پر مهال وار له واره فکر کوي چې بايد د سترو ليکوالو په څېر ليکنه ولري، په يوه ګام د هغوى تر مقامه ورسېږي، دا کار نا ممکن نه دى، خو لومړى بايد له وړو ګامونو پيل وکړي، دې بام ته ختل د کوچنيو زينو له لارې قدم په قدم ممکن دي.

د ليکوال لپاره ډېره اوچته تمه او يا وار له واره د پښتو ادب د پنځو سترو او نړيوالو څېرو په څېر د “عالي ليکنې” او مضامينو پنځول ممکن نه دي، يو شمېر ليکوال په همدې تمه ليکوالي پرېږدي، فکر کوي چې هغسې يې نه شم ليکلى، نو عادي ليکنه په درد نه خوري، لومړى بايد د عادي مشق او تمرين وکړي، له ځانه د خپل فکر او خپلې زمانې استازى جوړ کړي، ممکن په خپله زمانه او فکري نړۍ کې د هغوى مقام خپل کړي.

  • کم معلومات

زما شخصي نظر دادى چې يو ليکوال بايد پر يوه موضوع د ليکنې له پاره له وړاندې لږ تر لږه تر لسو پورې اړوند کتابونه يا ځانګړي مضامين مطالعه کړي وي. له دې مطالبو د اخيستو معلوماتو په رڼا کې دې په خپله ټاکلې موضوع ليکنه وکړي.

که معلومات مو نه وي، يا کم وي، نو مثال يې هغه د کمو تېلو لرونکي څراغ دى چې رڼا يې تته او نورو ته رڼا نه شي ورکولى، که ليکوال معلومات ولري، پرليکنه يې حاکميت زياتېږي او ټاکلې موضوع په عالي توګه ليکلى او خپل فکر بيانولى شي. د بډايو معلوماتو لرونکي نه يوازې چې موثره ليکنه کوي، بلکې د ليکنې په ترڅ کې ډېر د ارامۍ او خوښۍ احساس هم کوي.

  • د عالمانه جرات نشتوالى

له عالمانه جرات څخه زما موخه داده چې عالم ته بايد په درناوي قايل شو او پر يوه موضوع يوازې هغه مهال د ليکنې جرات ولرو چې وپوهېږو د موضوع په اړه مخکينۍ شته ليکنه ورباندې منسوخولى شو او يا مو د معلوماتو محتوا لږ تر لږه له پخوانۍ موجودې ليکنې پياوړې  او غني ده.

که چېرته په يوه موضوع له پخوا نه ليکوالو او استادانو کار کړى او موږ هم له څه علمي زياتونه پرې خپله طبعه ازمايو؛ نه يوازې چې وخت ضايع کوو، بلکې د نورو کار ته هم په يوه ډول بې احترامي کوو، له بده مرغه چې اوسمهال دغه ستونزه زياته ليدل کېږي او ځوان ليکوال د ځان د شهرت او د اثارو د شمېر ډېروالي اړ کړي چې پر ځينو څېړل شوو موضوعاتو بې نوښته او تقليدي نيوکې وکړي، يا د نورو په کړي کار سترګې پټې کړي او  بې ارزښته يې وښيي.

  • ځان تېراېستنه

ځينې ليکوال پرته له دې چې اصلي موضوع ته راشي، خپله اصلي خبره، شننه او پيغام وړاندې کړي، د موضوع په اړه حاشيو کې ورک وي، په نقل قولونو او اضافي خبرو وخت تېروي، نه د وړاندې کړې فرضيې ثبوت ته رسېږي او نه هم د خپلې ليکنې د رانغاړلو او پيغام وړاندې کولو لار ورته معلومه وي.

په دې ډول کار سره فکر کوي چې لوستونکي يې بوخت ساتلى او دى چې په څه خبرې کوي، مهمې او نوې دي، يا په بل عبارت د موضوع سره اړخ لګوونکې او اړينې دي. په دې کارسره ليکوال نه يوازې چې ځان تېر باسي، بلکې د لوستونکي وخت هم ضايع کوي، ليکوال بايد دا خنډ له منځه يوسي، واقع بينانه چلند وکړي او د لوستونکي وخت او پوهې ته په درناوي قايل شي.

  • د مخاطب عادي ګڼل

کله کله يو کس د ليکوالۍ پرمهال هڅه کوي چې ځان له خپل لوستونکي د اوچت طبقې لرونکى او يا پوه وښيي، سمه ده چې ځينې ليکوال عالمان وي، خو په علم غرور او ځان تر نورو اوچت ګڼل د جهالت يوه بڼه ده او له عالمانو سره هم دا کار ډېر نا مناسب دى.

ليکوال بايد په ليکنه کې خپل لوستونکي نه يوازې چې وپېژني، بلکې هغه عادي ونه ګڼي، ممکن د موضوع په اړه د ځينو معلومات، درک او پوهه له ده اوچته وي، دى بايد د لوستونکو يوه عامه برخه په پام کې ونيسي او د هغوى هم کچې، ملګري او مشاور په توګه وړاندې لاړ شي او په دې توګه يې ځينو داسې شيانو ته ور پام کړي هغوى ته عادي ښکاري او يا يې بې ګټې بولي.

  • کميت ته پاملرنه

د کميت او کيفيت خبره تل په ليکوالۍ کې مطرح کېږي، يو شمېر ليکوال د حجم په لحاظ ستره ليکنه چې ډېرې صفحې يې نيولې وي، حاشيې او له حد يا  اړتيا زيات تشريحات ولري، اوږده مقدمه په کې راغلي وي؛ ستره او مهمه ليکنه بولي، خو حقيقت دادى چې  د کتاب او مقالې اهميت د هغوى په لوى والى يا پنډوالي کې نه دى، بلکې په محتوا او معلوماتو پورې اړه لري.

ډېرې کوچنۍ ليکنې او کتابونه چې ښايي کتابګوټي ورته ووايو، له دې امله اهميت لري چې ليکوال يې د کميت پر ځاى کيفيت ته پاملرنه کړې ده، ګټور او مهم ماخذونه يې کارولي، دقيق او کره معلومات او خبرې يې پرته له دې چې په کميت پسې وګرځي، راټولې کړې او د لوستونکي وخت ته يې هم په يوه ډول درناوى کړى دى.

  • تقليد

له تقليد نه تر ډېره زما موخه منفي تقليد دى، له پوهانو او لويانو مثبت تقليد د پرمختګ او بريا راز دى، له دا ډول تقليد پرته د بشپړ فکر او اثر رامنځته کول ګران دي، خو منفي تقليد ګټ مټ د يو چا فکر، طرحه او خبرو کافي کولو ته وايي.

مبتدي ليکوال ډېرځله د همدې ستونزې په سبب د ليکوالۍ په ډګر کې کوم جوت او ځانګړى ځاى نه شي موندلى، ځکه چې خپل قلمي او فکري ځواک يې د يوه بل شخص د جاذبي په چاپېريال کې تت او حتى ورک کړى دى، خلاق او مجرب لوستونکي د ليکوال له نوم پرته هم اثر پېژني چې د چا دى او څنګه يې ليکلى؟

د لوستو اثارو او فکرونو په منځ کې بايد خپل فکر او خبره ورکه نه کړو، خپل فکر او خبره که هر څومره کمزورې او خامه هم وي، نو د يوي او ستر ليکوال له تقليد نه غوره او د اهميت وړ ده، ځکه ليکوال په صادقانه ډول خپله خبره او خپله پوهه وړاندې کړې ده. که ليکوال تقليد وکړي او کوښښ وکړي چې د کوم بل ليکوال په څېر لويې او ښې خبرې وکړي، نو خپل استعداد يې تت او له منځه ځي، ښه به دا وي چې ليکوالۍ ته د راتګ پرمهال دا خنډ له منځه يوسي.

  • د ژوند له عادي شېبو تېښته

 يو شمېر ليکوال فکر کوي چې تل بايد لويې خبرې وشي، د سترو ليکوالو او پوهانو په څېر پراخه ليد او د ژوند پر ډېرو سترو موضوعاتو خبرې وشي، په داسې حال کې چې دا منطقي خبره نه ده. د ژوند ډېرې عادي شېبې او موضوعات په ليکوالۍ ارزي، ښکلا او لويول يې زموږ په فکري او تحليلي ځواک پورې اړه لري.

لويو ليکوالو د ژوند له همدې کوچنيو شېبو او موضوعاتو ځانونه د ژوند تر پراخې نړۍ او لويو فکرونو رسولي دي، د ژوند د کوچنيو خاطرو، پېښو، برياوو او ستونزو ليکل او يادښت، د وخت په تېرېدو سره يو بل چا ته د سترو برياوو او پرمختګونو الهام ورکولى شي.

  • وفا پالنه

وفا پالنه زما ددې ليکنې وروستۍ او زما په فکر تر ټولو مهم فکتور دى، ځينې ليکوالو ته خپلې خامې خبرې هم د کاڼي کرښې ښکاري، فکر کوي چې خبره يې په تول پوره او سمه ده، څوک يې ردولو او حتى ورباندې د نيوکې حق نه لري.

که چېرته ليکوال له خپلې هرې ليکنې سره دا ډول وفا وپالي او چاته يې د نقد او سمونې حق ورنه کړي، نو په خپل لاس يې د نوښت دروازې تړلې، پرمختګ او د لا ښه مضمون او ليکوالۍ پر اهميت نه پوهېږي.

غوره به دا وي چې دا خنډ لري کړي، د خپلې ليکنې پر وړاندې د هېرولو عادت ولري، ځکه چې د انسان فکر او پوهه هره شېبه مخ په لوړېدو ده، اوسنۍ خبره مو د يو ساعت وړاندې خبرې نه بايد کره او پخه وي، ډېر فکرونه د وخت په تېرېدو او حقايقو په را څرګندېدو سره خامېږي، که ليکوال بدلون مننونکى او د نوښت پلوى وي؛ نو د لا غوره، کره او قوي ليکنو تمه ترې ډېرېږي.

پاى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *