Categories

اعلان

Loading…

په م.م. کې د پاکستان استازې: القاعده او نورې تروریستي ډلې مو له منځه وړي

تاند- په ملګروملتو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي وویل چې د دغه هیواد پوځ القاعده او نورې سترې تروریستي ډلې په خپله خاوره کې له منځه وړي دي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې وویل، پر پاکستان دا تور چې د تروریستانو پر ضد یې اغېزمن اقدام نه دی کړی، یومخ ناسم دی.

دې په ملګروملتو کې وویل، په زرګونو پاکستانیان له تروریزم سره په جګړه کې وژل شوي او دا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان د کلک هوډ ښکارندويي کوي.

مېرمن لودي بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل، د پاکستان د تروریستي ضد عملیاتو په نتیجه کې القاعده او نورې تروریستي ډلې له منځه تللي دي.

اغلې لودي د دې لپاره چې ثابته کړي چې پاکستان پر سختدریځۍ باور نه لري وویل، پاکستان لومړنی اسلامي هیواد و چې یوه ښځه پکې صدراعظمه شوه.

12 total views, 1 views today

3 comments

  1. Attal Reply

    افسوس ستاسی په نامه مسلمانی
    ټول مسلمانان درباندی شرمیږی

  2. جاوید Reply

    تر کومه به خلکو سترګو کې خاوری اچوئ؟ یوه ورځ به مو الله ج تباه کړي. پاکستان مو د ترهګریز ډلو نه ډګ دی او تاسي یې نه منۍ.

  3. حسن Reply

    خو هغه بې نظیره بېچاره مو هم ووژله تر څو بله ښځه دې مقام ته زړه ښه نه کړي.
    د تروریستانو پلار خو ستاسو د پوځ له خوا په ډېر مهارت سره ساتل کېده او که د امریکا زور نه وای، لاتر اوسه به هلته ستاسو د پلازمېنې ترڅنګ ښه خوندې او مصؤنه ساتل کېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *