Categories

اعلان

Loading…

د لندن ادبي ناسته

سليم شاه رپوټ

د اکتوبر ۲۹ کال ۲۰۱۷

نن بيا له څه مودې وروسته افغان ليکوال، شاعران او د فرهنګ مینه وال د سوتهال په کاروان رستورانت کې راټول شوي دي. هر يو چې  د رستورانت هال ته راننوځی د لارو د بنديدا او له پارکينگه گيله کيږي، دا ځکه چې په ښار کې د ديوالي د جشن تابيا شوې ده لارې يې بندې کړي او له ډيرو ليرې لارو ياران راتاو شوي خو دې غونډي ته يې تيارې نيولي او ځان رارسوي.

د هر ملگري په کيناستو سره د هيواد غميزه راياديږي، دهيواد غميزه په دې ډول ادبي غونډو سيوري اچوي، د وروستيو بريدونو او په هغو کې د زلمو سرونو لونو، چې هيواد نور نه خو دشملو وطن اونه د جرگو وطن بلکې دجنازو وطن شو. وطن په وينو سور شو ۔ دبوټۍ غوښو او اوټوټه ټوټه تنونو  وطن ترې جوړ شو. دداسې خبرونو په ليدو او اوريدلو  د هر با وجدانه انسان په تن ويښته را نيغيږي، اوياس اونهيلي  پرې غالبيږي. نو زموږ دنن شعر اوداستان غونډه هم ددې جوگه وه. همدا فضا پرې حاکمه وه ،

دمشهور فلسطيني ليکوال ادوارد سعيد خبرې په ذهن کې څړيکه باسي چې وايي :

٬٬له هيواد نه شړل شوي او ليرې گوزار شوي  روښانفکران له بل هر چا زيات  له غمه ډک  اوځوروونکى سرنوشت سره مخامخ دي. له وطن نه ليرې والى له اوس نه پخوا ډېره ستره ترهوونکي سزا گڼل کيده . دا ځکه چې نه يوازې کلونه کلونه بې هدفه  سرگرداني او له خپل مالت اوچم گاونډ اوټاتوبي نه ليرې والي گڼلي  ىشو بلکې  په بل وطن کې بې وطنه شخص  په منفور او دکرکې وړ عنصر باندې  هم بدل شو . ، هغه څوک چې هيڅکله دخپل ټاټوبي  اودخپل کور احساس نه کوي له چاپيريال اوخواوشا سره نا اشنا وي. پردى وي. د تسلي يې څوک نه وي ۔ نهيلي اوناامیده وي، نو دجذام دناروغ په څير ورته کتل کيږي .،،

زموږ هيواد هم د شلمې پيړئ ددوىمي  نيمې په پاى کې دداسې ناورين سره مخامخ شو ، څه دگاونډيو جفا اوڅه هم د هيواد  د تيرو رژيمونوناسنجيده گيو ټولنه له يو داسې نا رغانده کړکيچ سره مخامخ کړه  چې اوس له هر نسل نه باج اخيستل کيږي، موږ هم ددې باج يو محصول اونمونه يو ، چې ورځ تر ورځي له خپل فرهنگه ليرې کيږو ،په هيوادکې د ټوپک  سالارو، جنگ سالار، اودجهاد  په نوم دغلو اودپرديو دگوډاگيانو غوبل تړل شوى دى  چې  ورځ تر بلي يې ناورين زياتيږي .

۲

غونډه دپنځو بجو په شاوخوا کې پيل  شوه . دپيل په شيبو کې  غونډو درپوټونو په باب هم څرګندونې او توضيحات ورکړل شول اوديو شمير  کسانو د نیوکو او اندیښنوپه باب خبري وشوی. دا هم توضيح شوه چې که موږ ځانته روښانفکر وايو نو روښانفکر يو رسالت لري ، دنده لري، د نظرپراخوالي لري ، اودورځي له مسايلو نه ځان خبرول غواړي چې دويلو له پاره څه ولري . خو زموږ ځينې ياران چې وړيا خبري کولو سره مينه لرې په هماغه شان او شوکت چې په هيواد کې يې درلود وياړ کوي ۔ نه داچې له اوسني جريان  اوپيښو سره ځان ایديت کړي.

خو په هر حال له هغه وروسته ښاغلي ظاهر محسني د خپلو ليکلي يادونو يوه په زړه پورې برخه چې په درې ژبه  يې کښلي ولوستله، چې  ددغه راپور په پای کې یی بشپړ متن راغلی او مل دی۔  زموږ دغونډو يو ارزښت دا هم دى  چې هغه مرضونه چې د پښتو اودرې په نوم په هيواد کې لاسبري دي دلته يې څرک نشته بلکې کثيرالمليه فرهنگ يوه نمونه هم ده .

دغونډې نورې برخي هم په زړه پوري وي، خو زه دمعمول خلاف يو کار کوم اوهغه دا چې دغونډي دسر خبري خو مې وکړي اوس دغونډې دپاى  ديوه داستان يادونه کوم اوبيا دغونډې  دمنځ بوده اوتنسته راباسم .

۳

د تل په څير وکيل سوله مل شينوارې  خپله يوه په زړه پورې کيسه ((ننی لیونیان ــ پروني لیونیان))ولوستله ۔ دا کيسه ددرې ليونيانو کيسه وه ، چې يو مهال په جلالاباد کې گرځيدل. هر څوک چې اوس هم دا خبره واوري  : چې وزيرگل يې نه لري ۔ نوسم دم ورته وزيرگل ليونې په مخ کې ودريږي چې د مخ لمنه يې راپورته کړي وې او خپل ملک فيصل خلکو ته ورښيي. 

خو دا کيسه يوازې د وزير گل نه وه، بلکې د غرغشتو ۔ او جمعه خان ليوني په باب هم وه، چې ځينو ليونيانو ته يې د بزرگ خطاب کاوه او ځينې به ويل د برخې خاوند او له عرش معلى  نه دراغلي ميلمه په نوم ياداوه. ما ته د سوله مل د ليونيانو د کيسي په مهال هغه د مفلس د کور کيسه را ياده شوه چې يو غل ورغلي و چې غلا وکړی، خو هيڅ يې پيدا کړي نه وو، او کله چې وتلو نو ښځي اوميړه چې په کټ کې يې ځانونه غلي کړي و خندلي وو چې  گويا غله خو څه پيدا نه کړل او تش ووت: ، غله مخ را اړولي وو ويلي وو چې خاندئ خاندې  ښه کور لري.

ماته د ليونانو د کيسې په اوريدو سره سم دم  د اريانا سعيد په کنسرت بنديزونه او د موسيقې په هنر فتواگاني رايادې شوې  چې هر لالا جې  پنډت چې هر څه وويل. فتواى گانې يې پرې وتوغولي. ايا همدا خره او ځناورو نه وو چې فرخنده يې ووژله؟. همدا د مذهب  د څادر لاندې ځناورنه دي چې دوطن انسان ورته هيڅ ارزښت نه لري؟ د الله اکبر مقدسه کليمه يې مسخ کړه چې هم يې د عبادت له پاره کاروي او هم يې دوژلو له پاره. 

خو کله چې کيسه تر پايه ولوستل شوه يو ه ملگرې غږ وکړ وېل يې زه يوه تبصره لرم خو په دې شرط چې سليم شاه په رپوټ کې زما نوم وانخلي ځکه چې مرگ ومردن دى. وطن ته تگ دى نه داسې چې څوک مې زاړومبئ نه کړي، سليم شاه ورته وويل :

د وزير گل په سر قسم   خورم چې چې نه به يې ليکم خو ته که ويلو ته څه لري نو  د ربها يعنې ته دې خبره کوه ، هغه چې لږ څه له ادبياتو سره اشناو وويل: که دا کيسه يې د گارسيا مارکز په سبک کښلى واى او دا مکان يا ځاى يې د جلال اباد ښار پر ځاى د ولسي جرگې تالار ترسيم کړاى واى نو يو درياليزم او ماجيک رياليزم يو ترکيب يا کچري قروت داستان به وايي، ځکه چې د څيړنو نه اوس جوته شوې ده  او د الحاج خاکي شاه وړاند وينه هم وايي چى د وزير گل، غرغشتو او جمعه خان ارواح اوس د پارلمان په ځينو وکيلانو کې د تناسخ د عملي په اساس حلول کړى او اوس د هغو مرحومانو ارواوې  د ځينو د پړه مارو وکيلانو ، والیانو، تنظیمی قوماندانانو او نورو ما فیایی څیروپه تن اوروان کې ځاى نيولي  هره ورځ، دوزير گل په څير لمنې خپلې پورته کوي او خپل سپه سالاران اوملک فيصلان خلکو اوملت  ته ورښئ ۔ نومونه يې هم ماته راځې . خو خير دى نه به يې اخلم .

له بل کنج نه يو چا غږ وکه : چې نامه ته يې حاجت نشته ، موږ يې پيژنو ، يو خو هغه دى  چې نه پر سر ويښته لري اونه په کوپړۍ کې ماغزه. هره ورځ خپل وزير گل خلکو ته دنندارې له پاره ږدي.

بل وويل ياره دادپارلمان مشر چې گورم خو زما پرې شک راځې چې دا به هم دجمعه خان په شان  دبرخي خاوند وي اويا کيداى شي  دجمعه خان ليونې روح دکرما دفلسفي له مخې دده په وجود کې له يوې لارې ورننوتې وي. ځکه چې غلا هم کوي، لښکر هم لري ،هيواد هم پلوري . مليشاه هم لري او نور څه هم . نو په ده کې به د جمعه خان روح حتمي ننوتى وى،

بل وويل : گيله به له چا وکړو ، زه خو دعيسي لغماني نه گيله من يم چې هسې ټک چپه کو ټک چپه کو يې ووېل هيڅ هي ونه کړل او اوس هغه هم زموږ په شان لويديځ ته راغلي دي.

۴

بايد وويل شي  چې کله غونډه پيل شوه  دپلي تخنيک دپوهنتون پخواني استاد  استاد حديد هم په کې گډون کړې وو  هغه وويل :

په دي وروستيو وختونو کې  دهيواد يو پخواني  فولکلوريست  حبيب الله رفيع  ماته ويلي دي  چې هغه دخوشحال خا ن يو لاس کښلي اثر تر گوتو کړى دې ، غواړي  هغه چاپ کړي خو ددي اثر له پاره بايد  څو مخونه ميناتوري رسامي شي  چې دخوشال دژوند او کړنو تمثيل په کې وي .

د څو تنو د ملگرو دنظرياتو په لړ کې اکبر کرگر وويل:  دخوشال شخصيت بيلابيل ابعاد لري ، دهغه  دستار نامه  ،بازنامه او سواتنامه اثارو اوهم دهغه داشعارو او رباعياتو په رڼا کې دا کار کيدونى دى .

په غونډه کې د استاد حديد له وړانديز اوخبرو وروسته د اود مقصودي  دسوله مل يو درې ترجمه کيسه ((د وینې څکه)) ولوستله چې دياد ليکوال ژباړه ډيره ښه وارزول شوه. همدارنگه دکيسي په ښکلا ييز او استيتيکي اړخ خبري وشوي ،

په غونډه کې  يو نيپالي ميلمه چې په پښتو اودرې پوهيږي برخه اخيستې وه  اوخپل يوشعر يې په انگليسي ژبه وړاندې کړ،

دغونډې په نيمايي کې مشهور شاعر رضا محمدي  د تل په څير ناوخته رادننه شو هغه په داسې حال کې  چى دسر ويښتان يې دلندن شمال دهيواد دامنيت په څير گډو ډ کړي وو په خپل ځاې کښيناست ، هغه ته دروغبړ ويلو وروسته ، ښه کيسه ليکوال  نورمحمد سعيد  خپله يوه ښه خاطره ولوستله  چې دټولو اوريدونکو له خوا ېې ښه هرکلی او وستا یل شوه، ټولو ارزيابي کړه چې دا خاطره نه بلکې يوه ښکلي کيسه ده .

له سعيد نه وروسته له اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه  چې خپله کيسه ولولي. هغه دوچ نيالگي  او بي ساه انځور په نوم يوه کيسه ولوستله  چې زياتو يارانو پرې مثبتي اوارزښتناکي تبصرې وکړي،

نورمحمد سعید د کیسې نثرشا عرانه ،روان او نمونه وباله او سوله مل یی فورم او پیغام وستا یه

غونډه  دماښامنې له خوړلو وروسته پاى ته ورسيده .

نویسنده: س. ظ محسنی (نوید)

حضارگرامی خانمها وآقایان خوشحالم که در بزرگداشت هشتاد وهفتمین سال تولد یک انسان بزرگ درخدمت شما دانشمندان و پروفیسران دریکی از مراکز علمی جهان اول (پتاگوجی= دانشگاه تربیت معلم شهر لینز اتریش) هستم. من به خاطر جلوگیری از اطاله سخن به اصل مطلب میپردازم. اگرسخنانم فضای این اکادمی را غمگین ساخت مرا معاف بدارید چه اینکه من از کشور آمده ام که درآن تسلط جاهلان خوشی نگذاشته است.

“سلام برادرسیاه” ام!

سلام برتو وبر اجدادت که قربانی منفعت طلبی همنوعان برتری طلب شده اند.

برادرسیاهم! دردِ دلِ منی جنگ زده را بشنو که گفتنی های زیادی باتو دارم. به نظرمن تو مخاطب خوبی برای منی. من عاشق یک رنگی توام؛ تو همواره یک رنگ داری، وقتی متولد می شوی سیاهی، وقتی درآفتاب سوزان آفریقایی  بازهم سیاهی، درقاره های خوشبخت وخوش آب وهوا(آمریکا اروپا، کانادا، استرالیا ومجموع جهان اول) بازهم سیاهی، مثل خیلی ازآدمها نیستی که درآفتاب قرمزرنگ، درگرمای تموز گلابی رنگ ودرسایه ساران سفید شوی، ازگرما وسرما رنگ نه میگیری نه رنگ پُستت تغییر میکند و نه خود رسم دورنگی آموخته ای پس درود برتو.

اما اندرباب من و ما: اگرچه رنگ پوست مان به اندازهَ شما تیره وتار نیست، درسیاه بختی دقیقاً همرنگ شمائیم. گذشت زمان و روند سیاست دنیا چنین زمزمه دارد که ما جنگ زده هاآینده ی تاریک تر ازگذشتهَ ای شما خواهیم داشت. تحولات خون رنگ عراق، مظالم که درحق مردم فلسطین میشود وحشت افکنی القاعده وطالبان و سوءاستفاده شان از نام دین همه مؤید نگرانی من است.

زمانی تو واجدادت قربانی منفعت طلبی همنوعان برتر!! خویش می شدید واینک این روند بسوی ما وقاره ی ما روی آورده است. ( اشتباه نشود من وما فکرنمی کنیم که انسانها برتر وپست تر دارند بلکه این اندیشه زایده مغزانسانهای خودخواه است) درفرهنگِ ما انسانها زاده یک پدرومادراند یعنی درپهنای هستی، همه برابر وبرادر خلق شده اند هیچ امتیازی نسبت بدیگران ودیگراندیشان ندارند معیار برتری درمکتب ما تقوی و فضیلت های انسانی است(۱) و تقوی یعنی خدمت به همنوع وخدمت به بشریت ترویج و تبلیغ انسانیت و توحید (برابری انسانی) اگرکسی درجامعه ی ما نسبت به سایر همنوعان اظهاربرتری یاحتی احساس برتری نماید این عمل ایشان ابلهانه ترین کار وعمل حساب میشود. در فرهنگ ودین ما خودخواهی رذل ترین صفت هاست.

     در حدود سه صد سال قبل ازمیلاد حضرت مسیح شاه آن زمان هندوستان ( آشوکا) این فرمان را صادر میکند: (به علاوه چنانکه کسی وجودمقدس اعلی حضرتش را مورد تجاوز قراردهد، اعلی حضرتش خواهد کوشید که باحداکثر مدارا و مرافقت رفتار کند. حتی وجود مقدس اعلی حضرتش به مردم جنگل نشین نیز بامهربانی مینگرد و درصدد آنست که آنها را اصلاح کند. زیرا اگرچنین نکند ندامت وپشیمانی وجود اعلی حضرتش را درخود خواهد گرفت. چون وجود مقدس اعلی حضرتش میخواهد که تمام موجودات جاندار برای خود امنیت و تسلط برنفس داشته باشند.)(۲)

گرچند ما درتاریخ خویش شاهد برتری طلبی های شرم آوربوده ایم ولی این تفوّق طلبی جزء فرهنگ مانیست. اینان کارشان ازسرجهل و نادانی بوده واکنون صاحبان فکر وبصیرت این قوم نیز پشیمانند. (منظورم قوم ونژاد خاصی نیست بلکه منظور تمام برتری طلبان نوع بشراند درهرگوشه این گوی گلین) حرف سرمنفعت طلبی وسود جوی ما ابنای بشر بود، درقرون وسطی وقتی نطفهَ این تمدن در رحم هستی شکل می بست وعلم جدید آرام، آرام از زهدان تاریک قرون وسطی زاده می شد، به خیال کسی خطور نمیکرد که چه حادثهَ مهمی درشرف وقوع است؟ کسی نمیدانست که این کودک باهوش وبازی گوش درهمه جای جهان ردپای ازخود باقی خواهد گذاشت دراعماق اقیانوس ها، دردل کهکشانها وازهمه مهم تر درسراسر ذهن وزبان آدمی؛ کسی نمیدانست که این تمدن وعلم جدید وسیله دردست آدمیزاده ی طمّاع میشود، که گاهی اجداد شما را بخاطر چرخیدن چرخ تمدن وتداوم کار درکارخانه های شان به عنوان برده ازسرزمین خودتان که هستی به شما بخشیده است؛ برای کار یابهتر بگویم بیگاری به قاره، وقاره های که بعدها جهان اوّل نام گرفت میآوردند درمسیر پیمودن راه قاره های خوشبخت وخوشبختان اگرکوچکترین سرپیچی ازدساتیرصاحبان شان می کردند؛ کمترین جزای شان انداختن در دریا بود تاطعمه ی کوسه ماهی ها شوند!

بگذریم که این تاجران انسان فروش چه شکنجه های ضد انسانی براجدادتان روا میداشتند. داستان “عمو تام” را سالها قبل خوانده بودم، شعررود کنگو، از”پاول کمرگو” را شنیده ام. تمام این اشعارواین داستان”عموتام” انگار سرنوشت عموی من بود؛ یاخود من بود که اینک من عموی دیگرم. این اعمالِ بعد از رنسانس مرا بیاد تمدن قدیم رٌم می اندازد که: (ثروت مندان می کوشیدند فقیران را با بازیها، مسابقه ها وجدالهای که درسیرک ها درست میکردند مشغول وسرگرم سازند. دراین سیرکها اسیران وغلامانی که “گلادیاتور” نامیده میشدند مجبوربودند برای سرگرمی تماشاگران ومشغول داشتن طبقه برتر، یک دیگر را بکشند. تعدادی بسیار زیادی ازغلامان واسیران جنگی به این ترتیب وبرای چیزیکه ظاهراً اسم آنرا ورزش میگذاشتند کشته میشدند.) (۳)

برادرسیاهم! میخواهم حالا که دست سرنوشت؛ سرنوشت یکنواخت برای ما رقم زده است، بابعضی احساسات ما که ریشه درفرهنگ ما دارد آشنا شوید. مامسلمانان جهان سومی را روحیه چنان است که اگر به زنی تجاوز شود(که طبیعتاً) موجود ضعیف تر از مامردان است، خیلی ناراحت میشویم آنچنان که بخاطر این ناراحتی، حتی خونها ریخته میشود. در فیلم کلبهَ عموتام وقتی می بینیم مردسفیدِ که نام تاجر را باخود یدک میکشد به دخترسیاه و زیبای چشم میدوزد و…به او تجاوزمیکند؛ بعد باکمال وقاحت توقع دارد که اوباید افتخارهم بنماید که مورد تجاوز نژادبرتر! ویاصاحبش قرارگرفته است وبی عفت شده است و…حالت برما میرود که نگو ونپرس!

این دور تاریک باتصویب حقوق بشر درفرانسه پایانش اعلام شد، برده فروشی قانوناً ممنوع گردید اما پایان نیافت. اصولا، آیا باخوب نوشتن وقانون خوب تصویب کردن انسانها اصلاح میشوند؟ اگرچنین باشد ماسه صد سال قبل ازمیلاد سقراط را درغرب داشتیم که میگفت: جواب بدی را با خوبی باید داد  گرنه جهان همیشه با بد وبدان خواهد بود.(۴)

 درشرق شاهی داشتیم که چنین فرمان صادرنموده بود:”هرگروه ودستهَ ازجهتی شایسته احترام هستند. ازین رو عمل یک فرد برای بالابردن گروه خودش درعین حال خدمتی است به گروه های دیگرمردم  

28 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *