Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې بین المللي سیاست تغيیر کړی دی/ نجيب الله عليزی

په بین المللي سیاست کې د ریالسټي تیوري له نظره هر کله چې د دولتونو بقا او امنیت تر سوال او تحدید لاندې راشي، هغه هېواد دځان د دفاع په منظور متوجه خطر ته جدي عکس العمل ښيي. مثلاً کله چي په 2014 م کال کې د نورستان په کامدېش ولسوالي کې په لومړي ځل د داعش حضور تثبیت شو، روسیې، ایران، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له ادرسه خطر محسوس کړی، د روسیې د ولسمشر خاص استازی «ضمیر کابلوف» په کابل کې د جولای په میاشت کې وویل که افغان دولت او په افغانستان کې مېشت د ناټو قوتونه د داعش پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې شي، دوی به په نظامي اقدام لاس پورې کړي، د یادولو وړ ده کله چې په سوریه کې د روسیې ګټې په خطر کې ولوېدې، عملاً یې د بشرالاسد د حکومت پر مخالفانو باندې بمبارونه وکړل او د امریکا قدرت یې چلينج کړی. په اصل کې نړيوال نظام ځنګله ته ورته دی، تل زورور حاکم او کمزوری محکوم وي.

د نړيوال سیاست او کورني سیاست تر منځ فرق موجود دی، ځکه د یو هېواد په کورني سیاست کې حکومت، قانون، قضاء او اجرایوي ضمانتونه موجود دي که چا په یوه هېواد کې کورنی نظم اخلال کړ، پولیس یې فوراً د قانون منګولو ته سپاري، خو په نړيوال سیاست کې که دوه هېوادونه یو له بل سره جګړه وکړي ایا تر دوی بل مافوق قوت شته چې په زور یې قضا او محکمې ته حاضر کړای شي؟ ځواب به مو منفي وي، په همدې خاطر هر دولت مجبور دی چي د ځان مرسته (Self-help) پخپله وکړي. لهذا روسیه فکرکوي چي په افغانستان کې د داعش د سنګرونو د جوړولو هدف د منځني اسیا د ناکرارولو مانا لري. په 2001 م کال کې روسیه او د منطقي هېوادونه له امریکا سره د طالبانو د پرځولو همنظره و، خو اوس چې د داعش په نامه نوې پدیده منځ ته راغله، په افغانستان کې نړيوال سیاست تغیر وکړ، ځکه روسیه او د منطقې هېوادونه مجبوره شول چې د ځان د بقا له‌پاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي، په دې خاطر چې د طالبانو، روسیې او ایران دوښمن چې داعش دی، مشترک شو.

د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره ولسمشر غني کوښښ وکړ چې یوه منطقوي اجماع جوړه کړي، په همدې سبب یې ښاغلی حنیف اتمر روسیې ته ولېږه، اما روسانو د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره روابط ټینګ کړل. دلیل یې دا دی چې روسان فکر کوي افغان دولت له داعش سره یا د مقابلې توان نه لري یا داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ګڼي.

داسې هم کېدای شي چې روسان طالبان د امریکا پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه وکاروي. د ذکر شويو هېوادونو اندېښنې هغه وخت لا زیاتې شوې چې د افغانستان په شمال کې د پارلمان ځینو وکیلانو د نابلده هلیکوپټرو «الوتکو» د ناستو راپورونه ورکړل، د روان کال د سپټمبر میاشتې په لومړۍ هفته کې د پروان والي «انجنیر محمد عاصم» اعلان وکړ چې څو میاشتې مخکې افغان ځواکونو د داعش قوماندان «عتیق الله» په یو لړ عملیاتو کې ونیوې، خو انګلېسي استخباراتو د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له منګولو خوشې کړي. «ویسا اخبار:3016 مه ګڼه»

په بین المللي سیاست کې دولتونه اړيکې د ملي ګټو پر اساس قایموي کله چې طالبان پر کابل واکمن شول، سعودي عربستان او پاکستان لومړي هېوادونه وو چې د دوی حکومت یې په رسمیت پېژاند، خو اوس حالاتو تغيیر خوړلی، حتا سعودي عربستان وایي چې طالبان ټروریسټان دي.

د 2017 مېلادي کال د اګسټ په میاشت کې د سعودي عربستان مرستیال سفیر «مشاری بن مزعل الحربی» په کابل کې وویل چې طالبان یوه ټروریسټي ډله ده، «الحربي» وایي چې طالبان له قطره تمویلېږي او له ایرانه قطر ته مستقیم پروازونه کوي، د قطر له دفتره له نورې نړۍ سره خپل تماسونه ټینګوي. کله چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه وشوه، پاکستان د امریکا اړيکو ته د طالبانو تر اړيکو زیات اهمیت ورکړی؛ نو ځکه یې د امریکا 52B الوتکو ته خپل هوایي ډګرونه ورخوشې کړل چې د طالبانو حکومت نسکور کړي. کله چې امریکا خپله نوې سټراټېژي اعلان کړه، ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چې دوی له ټروریزم سره د مبارزې له‌پاره له پاکستان سره کلونه کلونه مالي مرستې وکړې، مګر پاکستان د ټروریسټانو له‌پاره تر ټولو د امن ځای ثابت شو، پاکستان د ډونالډ ټرمپ خبرې رد کړې، و یې ویل دا د «پاکستان له حریمه د استفادې پیسې وې، نه د مرستو.»

زموږ افغانانو ستونزه دا ده چې تر ډېره ایډیالیسټان یا ارمان‌ګرایان یوو، موږ باید دا زده کړو چې په حقیقت کې نړيوال سیاست څنګه عمل کوي، نه دا چې باید څنګه عمل وکړي. دلته د ریالیسټي تیوري هغه اصل چې وایي په نړيوال سیاست کې قدرت حاکم دی نه قانون، تر ټولو ښه صدق کوي.

سرخط ورځپاڼه

16 total views, 1 views today

2 comments

  1. جاهد Reply

    سلام.
    په زړه پوری مقاله ده او ډیرو ښو ټکو ته اشاره .پکښی سوی ده

  2. Enayatullah Reply

    سترحقيقت مو را نغښتى په زړه پورى ليکنه ده

Leave a Reply to جاهد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *