Categories

اعلان

Loading…

عطا محمد نور وايي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي، د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به ځان کاندید کړي.

نور لومړنی کس دی چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره سر له اوس د کاندیداتورۍ اعلان کوي.

نور نن /یکشنبه/ په مزارشریف کې یوې غونډې ته وویل«د ګومارنو د ملي کمیسیون له ریاست سره لېوالتیا نه لرم. دوی راته د وزارت وړاندیز کړی خو ما رد کړی دی. که مې وکړای شول زه به ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړم.»

نور د فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه او د ملي یووالي حکومت مشران یې د امنیت په راوستلو کې ناکام وبلل.

«د روحي امنیت له نظره ، موږ د طالبانو تر دورې په بد حالت کې یوو.»

ده د هغه ايتلاف په اړه څه ونه ویل چې ده، محمد محقق او جنرال دوستم یې د جوړېدو اعلان له لوی اختر وروسته په ترکیه کې وکړ او ویې ویل چې ژر به دا ايتلاف په افغانستان کې دننه اعلان شي.

116 total views, 1 views today

3 comments

  1. Najibullah Alizai Reply

    سخت ډیر مي ورته وخندل، فکر کوم چي افغانان به داعش ته رایه ورکړي خو نورصیب ته به یې نه کړي و.

  2. H.Zlrr.S. Reply

    خطا ء بینور (بی برق!) دې اول ولس ته دخپلو میلیاردونو حساب ورکړي،
    بیا دې د ښاغلي آصف مهمند د غوږ خوړلو، وهلو،شکنجه کولو او د قضېې جریان کې د وژلو قصاص ورکړي ؛
    او بله مهمه دا چې پشتو(اوغاني) دې زده کړې او پښتنو ته قناعت ورکړي
    بیا دې د پریزیډڼټۍ د رسم معلمي خوبونه ویني!

  3. Alakozay Reply

    دا خنڅیر، غل، قاتل، چباولګر، ټوپکی ، غوږ خوړونکی، غاصب، د پښتنو قاتل دی بی غمه اوسی که یو څو دده په څیر خلک ورته رایه ورکړی نور خو په ده د ریاست جمهوری دروازه د هغه سر شی . چپراسی ګوره ریاست جمهوری او دده له ولایته خلک تر پزی راغلی دی خو د ایمان له ضعفه څه نشی ویلای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *