Categories

اعلان

Loading…

ختيځ | شاعر: عبدالغفور لېوال

لمر

لکه  نوی زېږېدلی ماشوم

په خپل زیږنځای کې

موسکی شي

راوخیژي،

ځوان شي،

             تود شي

                            او د غرمو مزل ووهي

لمر

په  لويدو کې

نه زړیږي

هماغسې ځوان

قتل شي او په خپلو وینو کې لېت پېت

تر لویدیز افق پورې

خپله جنازه پر خپلو اوږو یوسي

لمرلویده، ځکه د افق لمن سره وي.

او:

په اسمان کې هره ورځ همدا کیسه تکراریږي.

***

تاریخ  لا  تاند زلمی  و

چې یو سهار تر لمر خاته هم وړاندې

یونان په ډېره غوسه

زر جګړه مارې بېړۍ

پر ( اژه ) پورې ایستې

او د ختیځ د لومړني ښار پر لمنو یې لنګر ښکته کړ

( ټرای)  د لویدیزونابللیو مېلمنو

                                               مېلمه پالنې ته حیران پاتې شو.

ښايي، چې دا به د لویديځ او ختیځ

د لومړنۍ مخامختیا نښه وه

خیتځ غره و، چې مېړانه لري

خو د لویدیځ بېړۍ په  ( عقل ) بار وې

وروستۍ بریا د شیطاني عقل وي

لس کاله عقل له مېړانې سره وجنګېده

کیسه له مینې پیل شوه

له ناروا مینې نه

یو داسې عشق چې له تقدیرڅخه راوزېږېده

( پاریس)

هغه شاهزوی، چې له تقدیره پټ، ژوندی پاتې شو

ختیځ د عقل له هېواد څخه ( هېلن ) راغلا کړه

( هېلن ) د عقل د پاچا مېرمن وه

( منلاس) په ښځې پسې شرق ته راغی

زر بېړۍ راغلې چې د عقل او مېړانې  جګړه  ونښلوي

ټرای، د اسیا ګودر و

د ټرای د ( اس ) کیسه د عقل د بریا کیسه ده

لویدیځ د عقل  په لرګین اس کې ختیځ ته راغی

د عقل دغه لرګین اس د ټول تاریخ پر زاړه واټ راځغلي

ټرای په لمبو کې وسوو

ټرای د ښاریانو په تودو وینو کې ولمبېده

د ټرای کوشني ماشومان سر په څېړۍ

د ښار له لوړو دیوالونو څخه وغورځېدل

هېلن،

 هغه د ټول تاریخ د قهر لولۍ

هغه د عقل کنچنۍ شاه مېرمن

بېرته  د زوړ منلاس د کټ سپوږمۍ شوه

خو ټرای لوګیو لاندې داسې د ایرو ډېرۍ شو،

چې لاتراوسه  د مېړانې او د مینې د شکست نښه ده

مینه، مېړانه او دروغ،

                                        چې ( صداقت ) یې بولي

د شیطاني عقل په وړاندې مات شول.

ټرای چې په اور، وینو، لنبو کې ډوب شو

نو د (پریام) پاچا د کور څو نازولې ښکلې

د یونانیانو د هوس مینځې شوې

د ( هېکتور) کونډې، ( اندروماکي ) په اوښلنو سترګو

په کوشني زوی پسې ناڅاپه داسې چېغې کړلې :

((  اهای !

د اروپا د وچې ټولو خلکو

تاسې چې لرې د اسیا او افریقا خلک بېوزلي بولئ

تاسو ته موږه، چې وحشي ښکاریږو

چې نن بېځایه ځانغوښتنو زموږ سیمې ته راوستي یاستئ

او موږه داسې کړوئ، ځوروئ

اروپایانو، د وحشت پلرونو!

اې یونانیانو، چې په خپل انسانیت باندې نازېږئ دومره

مګر پوهېږئ، چې زموږه خلکو

هيڅکله هم له یوې مور سره په دومره وحشت

او ناروا سره چلند نه کاوه؟

داسې چې نن تاسې د پوهې او د سولې وخت کې

ماسره ظلم وکړ

اهای وحشیانو! های وحشیانو

تاسو زما زوی

تش د یوې مکارې  ښځې د حیلې لپاره

د یوې شومې بدلمنې د فریب په خاطر

زما له غېږې اخلئ

او راته وژنئ یې په تورو لاسو….))

خو د دې چېغې هیچا وانه ورېدې

لویديځوال بیا دخپل لرګین عقل پر اس سپاره شول

د اندروماکي د ماشوم زوی پر شیندلو مغزو

بېرته یونان ته ولاړل.

له همغې ورځې رادیخوا

هره ورځ چې لمر،

                                    ختیځ څخه لویدیځ ته خپل سفر پیل کړي

یو لرګین اس د عقل

راځي ختیځ لوري ته،

د عقل دغه لرګین اس ښکلی دی

مګر په ګېډه کې یې

د مرګ اسباب پټ وي

په زغرو پوښ سرتیري

له تېرو تورو سره

له خونړۍ چړو او زغرو سره .

دلته ختیځ کې خلک

دې ښکلي اس ته په اتڼ سر وي

د موسیقۍ په هیاهو کې لوی اس راشي د ښاریانو منځ ته

ښځې او نر ورته خوشاله ناڅي

په شور او زوږ کې ورو ورو

د لرګین اس له خیټې

په وسلو پټ عقل  راوښوییږي

ختیځوال یو یو له چړو وباسي

خو ختیځوال لا هم لرګین اس ته خوشاله وي

                                                                او ناڅي ورته .

دا کیسه نه ده زړه شوې لا روانه ده ، د لمر په لاره

هره ورځ؛ بل او سبا بل د لرګي اس راځي

موږ ورته ناڅو

د تاریخ ډګر کې

د اس له ګېډې راښوییږي ،  تېرې تورې او چړې او غشي …

ختیځ هوښیار نه شو

او لویدیځ موړ په وینو.

***

یو ځلې بیا چې  لمر په شنه اسمان کې وځلېده

یوبل سهار و، چې ختیځ څخه د لمر بګۍ ور وخوځېده

زلمي تاریخ ته  بل لښکر تر مخې ودرېده

یو لوی لښکر د مقدوني عسکر و

د تمدن له زاړه ښاره راتلل

ستر سکندر ، ارغواني جامې او توره ترملا

پر سر یې هسکه جوغه

د سپینې بتې یوه سپینه او پسته بڼکه

سکندر نه پوهېده

چې په وجود کې یې د چا وینه ده؟

سکندر پلار نه پېژاند

چا ویل :  له مور سره یې مار  ویده شو

چا ویل  ( زیئوس) د مار په بڼه راغی

ځکه هغه پر ( اولمپیاس ) مین و .

سکندر  راغی  چې ختیځ ونیسي

تر شا یې پرېښودل ډېر سوي کلي

ویجاړ ښارونه ،  سوزېدلې مېنې

سکندر هسک کړل تر اسمانه له پرې شویو سرو

ډېر منارونه

ډېر ولاړ برجونه

چې لار ترې ورکه نه شي.

سکندر راغی  او بابل یې لوټ کړ

د جمشېد تخت ته یې د سرو لنبو جامې واغوستې

سکندر راغی هیندوکوش نه واوښت

تر بامي بلخه یې ښارونه وسول

سکندر راغی چې ختیځ کې خپل ځواب ومومي

زه د چا زوی یمه ؟ وجود کې مې د چا وینه ده؟

د شاه فیلیپ ، که د زیئوس  او یا هم وینه د مار ؟

سکندر راغی له ګرومونو او له کرکو سره

سکندر هېڅ په وینو نه مړېده

سکندر هر ځواب ختیځ نه غوښته

سکندر بلخ نه واوښت

هلته په سوغد کې یې زړه ورکړ د ( روښانې ) په لاس

سکندر بلخ کې زوم شو

سکندر وخوت د ساکۍ ناوې پر ښکلي پالنګ

سکندر هم مېنه ختیځ کې زده کړه

د بلخ چنچڼو چوپ شئ،

د هیندوکوش باده لږ ورو چلېږه

غوږ شئ !

چې ستر سکندر

د خپلې وینې راز ساکۍ ته وايي

غوږ شئ، روښانې ته خپل زړه راسپړي :

زه هیندوستان ته ورځم

د هیندوستان په پای کې

هلته چې لوی سمندر  غاړې باسي

هلته  وروستی کڅ، د نړۍ پای دی

له هغه وروسته د خدایګوټیو لوی جهان پیلیږي

زیئوس،

پوزئیدون،

اتنا،

افرودیته،

اپولون،

ارتمیس

او  هېرا

ټول هماغلته دي .

ورځم چې ویې پوښتم

دوی به له خپلې تورې وویروم

دوی دې ځواب ووايي

چې زه د چا زوی یم ؟  

زما په وجود کې د زیئوس

که د فیلیپ او یا د مار وینه ده؟

هو زه پاچا د پاچایانو،

                                  زه خوني سکندر

بس په همدې تپوس ختیځ ته راغلم

زما مخه و موخه  هیندوستان ده، هلته ځان پېژنم

ورځم چې ټوله نړۍ پښو لاندې کړم

زه،

سکندر یم

د دې ټولې نړۍ لوی پاچا.

یه هیندوستانه !

یه د شرق غمیه

یه د عجیبو افسانو هېواده،

ستا جاذبې او کشش

ستا لیونتوب  ختیځ  تر پښو لاندې کړ

سکندر  ستا لپاره رود  د وینو وبهاوه

سکندر ستا لپاره ډېرې غاړې ورېبلې

بس له هم هغې شومې ورځې بیا تر ننه پورې

هر لویدیځوال  توره تر ملا وتړي

او ستا لپاره د ختیځ د بېګناهو وینې وبهوي

تا د سکندر پوښتنه  نه کړه ځواب

درویشت پېړۍ واوښتې

چې سکندر یا یې کوم زوی یا یې لمسي

                                                              کړوسي

په هیندوستان پسې لښکر راولي

غواړي په دې پوه شي

چې د سکندر وینه د چا وینه ده؟

په هیندوستان کې د لویدیزو د نسب ورکه، لا هم ورکه ده

ستر هیندوستان به دا ځواب ووايي ؟

چې څوک د چا زوی دی؟

سکندر راغی په لغمان پورې وت

په الینا کې کنګلونو وخوړ

په باجوړ کې غشي وځوراوه

په تکسیلا کې یې ځواب وغوښت

خو اباسین غوسه و

د اباسین څپو څپېړه ورکړه

سکندر تږی ولاړه

له اباسینه تږی.

سکندر لوړه وکړه،

چې زه به بېرته راځم.

ګونګ هیندوستان  د لویدیځوالو نسب پټ ساتلی.

د هیند زرینه مرغۍ

درویشت پېړۍ د لویدیځوالو د خدایګوټو کور دی.

درویشت پېړۍ کېږي، چې غږ راځي

د سکندر د ګامو

لویدیځ په کړس کړس خاندي

ختیځ سلګۍ وهي د خپل وجود لنبو کې ناڅي

او لرګین اس د عقل هره ورځ مشرق ته راځي

زموږ اتڼونه او نڅاوې ترې چاپېره وي  د اور  او اوښکو

د لرګین اس له خیټې ورو ورو راښوییږي عقل

په وسلو پټ او د شیطان په  وسوسو پوښلی

یو داسې عقل چې د مرګ او لنبو وږم لري

عقل سرود وايي :

ختیځ هوښیار نه شو

او لویدیځ موړ په وینو.

***

لمر لا هم هره ورځ سهار زیږي

لکه ماشوم دنیا ته موسک شي او رڼا راولي

لمر هره ورځ د ختیځوالو د حیرت پیغام

لویدیځ ته ځان سره وړي .

یوه ورځ ځوان تاریخ  ترخې خندا ته  خوله پرانیسته

د لرګین عقل دروازې ماتې شوې

تر یو زېړي مازیګر وروسته چې ماښام بر شو

بیا په لویدیځ کې چا سهار ونه لید

عجیبه دا ده، چې لمر هره ورځ مغرب کې پرېوت

خو سباوون  او رڼا نه راتلله

په اروپا کې اوږده شپه پیل شوه

زر کاله شپه اوږده شوه.

( صلیب ) د لمر مخې ته سیوری وکړ

د ټرای له ښاره یې د عقل لرګین اس وشاړه

د خونړي اس له لرګیو یې بېشمېره صلیبونه جوړ کړل

( عقل ) صلیب باندې راوځړېده

عقل تر زر کلونو پورې پر صلیب ځوړند و

خو لمر به هر مازیګر

تر لمرلویدو پورې مزل کولو

ختیځ  یونان څخه پور کړې پوهه وساتله

په هیندوستان کې د ( جنتر منتر ) له بامه ستوري وشمارل شول

چین د کاغذ او د باروتو انبارونه هسک کړل

غزني کې زر پوهان راټول شول، چې دنیا وپېژني

بلخ،

داوو ښارونوهغه ښکلې ناوې

اوس د ښارونو مور شوه

ختیځ د پوهې ستوري وځلول

ابن سینا

البیروني

تر فارابي  او رازي

بغداد وشام نه رانیولې تر سیستان  و ګورګان

بیت الحکمه  لکه د پوهې زانګو

د بخارا اوسمرقند هر کتابتون  نه زر اوښان بارېدل

خو ختیځوالو لا د ( عقل ) دوښمني پاللــه

د ( استدلال ) پښه لرګینه پښه

او دا پښه وه بې تمکینه پښه

ختیځ لاهم د اسمان ستوري شمارل

له دوی وه زمکه هېره

د دوی نه خیټه، نه ډوډۍ په یاد وه

ختیځ لا کار او تولید نه پېژانده

ختیځ یوازې د یونان حکمت ته ناست و، امانت یې ساته

ختیځ له ګټې ، له  حکمت او هم له زُهده ستړی

بس د عرفان په مغاره کې پټ شو

ختیځ له نفس سره جګړه پیل کړه

ختیځ له عقل څخه وتښتېده

ختیځ په هو او الاهو لګیا و

چې د ویښتیا د سباوون ستوری لویدیځ کې هسک شو

او زر کلنه بوډۍ شپه په ځنکدن پرېوته

په ( اندلس ) کې ابن رشد د فارابي او بوعلي فلسفه

بېرته لویدیځ ته  ورکړه

دوی ورنه تش لاسونه بېرته راغلل

او لویدیځوال  ،

چې یوځل بیا له زر کلن خوبه  ورو ورو ویښېدل

له ( اپلاتون ) او ( ارستو ) سره خپل کور کې مخ شول

( صلیب) وروست شوی و صلیب ماتېده

د هنرونو ، د پوهنو ، د حکمت او فلسفې ستوري

یو یو را هسک شول د لویدیځ پر اُفق

د کلیسا پر وراسته واټ باندې د دار پړي چینجیو خوړل

ترصلیبونو لاندې ستړي شول د دین قصابان

د کشیشانو سلاخي مړه شوه

ګالیلو چیغه کړه،چې :

                  هو!  لمر تر زمکې  ګرځي

                                               او ما توبه کړې ده !!!

او چې د  دار  د کړۍ ویره  یې له کوږ اورمېږه ووتله

نو د پښې ګوتې یې ولیکل پر زمکه داسې،

((… خو حقیقت دا نه دی

زمکه تر لمر تاویږي. ))

لویدیځ راویښ شو او لویدیځ د لمر په وړانګو روڼ شو

( صلیب) راړنګ شو او پرځای یې ( انسان ) ودرېده

د بیا ویښتیا پیغام ساده و، بس یو لنډ پیغام :

( انسان ) تر هرڅه لوړ دی !

خدای هرڅه خلق کړل د انسان لپاره

زمکه ، اوبه او ژوند ، اسمان او ستوري

پوهه ، هنر او ډوډۍ

ښکلا او مینه  او ژوند.

له کلیساوو یې سره زر راټول کړل

او  ښایسته نجونو ته یې ښکلي امېلونه جوړ کړل

( مونالیزا ) وموسل

خو ختیځ نه ویښېده

ختیځ لا سمڅه د عرفان کې په اوږده مراقبه پروت و

غرمه وه ،

                لمر  تاریخ ته لار وښوده

ختیځ  د ولږې استغنا کې ډوب و

مشرق د خدای له نعمتونو څخه نه وخبر

زمکې یې شاړې وې اوبه یې خړې

هیندوستان ډوب و د مغولو تر بزمونو لاندې

د وزیرانو لوی سیاست یې دا و:

چې د ( سلیم) او ښایسته ( انارکلي ) دمینې راز وساتي

جوګیان په لرې ځنګلونو کې پر ډنډ اوبو ناست

چین کې د ( مینګ) او ( چینګ ) ترمنځ جګړې وې

ایران حیران و، چې سُني او که  شیعه کافر دي؟

د عثماني دربار عشاقو یو پربل د کودتاوو پټ خوبونه لیدل.

اروپا ویښه شوه، ماشین یې جوړ کړ

علم یې خپور کړ د چاپ  شویو کتابو پر کرښو

او ماشین وغورېده،

ماشین انسان ته بې ډوډۍ او بې اوبو غلام شو

زمکې یې تېرې کړې له وږي کومي

په اروپا کې زمکه کمه شوه او پانګه زیاته

( پانګه ) د نوې زمانې ناوې شوه

( پانګه ) او( ګټه) د لویدیځ غیرت شو

( انسان ) د ګټې او د پانګې غلام

انسان نه هېرشو د ویښتیا پیغام

لویديځ انسان خپله ګټلې خپلواکي ډېره ونه شوه ساتی

خپلواک انسان د ګټې وټې او د پانګې مریی شو بېرته

ژر یې د پانګې طلايي زنځير پر غاړه پریوت

او اروپا کې زمکه ورکه شوله

او لویدیځوال  په نورو زمکو پسې ووتل له خپلې وچې

ځينې لویدیځ څخه لویديځ ته ولاړل

د سور پوټکیو طلايي هېواد یې

د مېښوغواوو له پادو سره تر ستوني تېر کړ

او د پُــنبو  په کروندو یې د تورپوستو مریانو لوی لښکر مېلمه کړ

او څه  یې راغلل بیا پرهغه لاره

چې سکندر و پرې  راغلی، چې نسب وپوښتي

اروپایان هم هیندوستان ته، ورک نسب پسې نه،

بلکې په زمکه او کانونو پسې راغلل له ټوپکو سره

زمکه ماشین وخوړه،

د ښکېلاک نوې زمانه پیل شوه

ختیځ لا هغسې  ډوب تللی و دعشق او د عرفان سمڅه کې

چې طلايي مرغۍ په دام کې راغله

وروستۍ سندره یې بیا شنه شوله پر وچه، جلوهلې ژبه :

ختیځ هوښیار نه شو

او لویدیځ موړ په وینو.

***

تاریخ بوډا شو، پر ملا کړوپ روان دی

اوښلنې سترګې یې چې لمر ته ځیر کړې

لاهم  له شرقه و مغرب ته روان

لویدیځ د  ( عقل ) برخه دوه ځایه کړه

نیمه یې وساتله خپل ځان ته، چې ژوند پرې وکړي

نیمايي نوره  یې  مشرق کې د عقلي ویښتیا د لارې خنډ کړ

له هم هغه وخته تر ننه دا کیسه روانه

لویدیځ  نیم عقل باندې دا دنیا جنت کړه ځان ته

نیمايي نور عقل یې غل کړ په ختیځ کې ګرځي

چې ختیځوالو نه ویښتیا ولوټي

ختیځ ویده دی، د تریاکو پر خوب

ختیځ د مرګ په بستره کې پروت دی

لویدیځ کې عقل  شو د ( ګټې ) غلام

عقل کارګر شو او د پانګې پر ماشین ودرېد

هغه ماشین چې لکه ژرنده د اخلاقو پر سرو وینو ګرځي

دغه ماشین (عاطفه ) نه پېژني

لویدیځ انسان تر ( ویښتیا ) وروسته تر  هر څه ( مهم ) شو

زمکه، اوبه ، پوهه ، هنر او هرڅه

ان د ختیځ انسان  د ژوند او وینې ټولې سرچینې بس،

                                                                                                   د همده لپاره !

سرچینې،  های سرچینې

د نړۍ ټولې سرچینې چېرې دي ؟

لویدیځ

                 جنون د سرچینو اخیستی

( تېل ) ، ( اوبه )، ( طلا) ، ( یورانیوم) ….

ګټه او پانګه

کار وکارګر او مارکیټ

تکنولوژي او امنیت

وسله  او جنګ پرعقیده ختیځ کې.

د نړۍ ټول عقل پر دغو څو نومونو څرخي

سیاست د دغو څو نومونو لوبه

لویدیځ د عقل برخه دوه ځایه کړه

نیم یې د خپلو ( انسانانو ) نیکمرغۍ ته بېل کړ

او نیم یې نور په وران ختیځ کې ګرځي

چې سرچینې ومومي

ختیځ ته بار دی کاروان

نوي ( حقونه ) له لویدیځه راوړي  :

څه  د ( بشر حقونه ) او څه د ښځو، ماشومانو یا د نورو بېچاره وګړیو

تر ټولو ډېر یې د وژونکیو، ټوپکمارو، لوټمارانو حقوق

کیسه روانه ده، پېچلې ښکاري

د ټرای د جنګ  زمانه تېره شوله

نور له لویدیځه د لرګین اس خیټه نه راوړي د عقل تورې

او سکندر هم د نسب پوښتنه نه کوي له سوي هینده

شرق را ویښ شوی دی د عشق او د عرفان له خوبه

شرق راویښ شوی، خو هوښیار لا نه دی

لکه بنګساره، ګرد پر ځان راڅرخي

شرق د نړۍ د قصابانو چړې ټولې په لاسو تړلې

ختیځوال دوه ډلې شول؛

نیم یې کافر دي، نیم یې نور د کافرانو دوښمن

د لویدیځ ټولې وسلې دلته راځي

خو دا ځل پټې نه دي

دا ځلې نه راځي د ټرای د لرګين اس خېټه کې

ختیځ وسلې په لوړه  بیه اخلې

د وسلو بیه څه ده؟

تېل، بشري قوه، پوډر او بلها نورې سرچینې  د زمکې

او څو د وینو ویالې،

                    چې په لویدیځ کې پرې د عقل ژرندې  وڅرخیږي

ختیځ پر سره تبۍ ناست

د دوښمنیو بهانې ډېرې دي

عقیدې ډیرې دي

                    او جنګ د ایمانونو پر تللو کیږي

اوس نو خدایګوټي چېرته لرې هیندوستان کې نه شته

د سمندر پرغاړه نشته د سکندر هغه ورک شو ی جنت

دنیا ګردۍ ده، د دنیا پیل او پای ورک دی

اوس نو هیڅوک د ورک جنت په لټه نه راځي تر هینده پورې

اوس نو د تېلو په څاه ګانو پسې خلک وژني

افریقا سوزي د الماسو او سرو زرو اور کې

ګټه او پانګه د انسان پېژاند دی

په اروپا کې د ویښتیا زمانه هېره شوله

انسان،

            د سرو زرو یو داسې بوت شو

چې هره ورځ  یې پښو ته

د سلو زرو اسیايي – افریقايي بنیادمانو وینې

د قربانۍ په دود وړیا بهیږي

هو،

د انسان او بینادم ترمنځ همدومره فرق دی

انسان لویدیځ کې اوسي

پانګه لري، ګټه کوي

فکر کوي

بنیادمان په افریقا او په اسیا کې اوسي

کار کوي،  زیار باسي

پر عقیده جنګیږي، ژوند نه غواړي

دغه دنیا ورته دوزخ ښکاریږي

شرق له لویدیځه  د اخلاقو ګدایي ته ناست دی

د بشري حقونو هغه ټاپو

چې له دې ځایه ښکاري

هلته د ځوړنده ډوډیو وطن

ونې د سروزرو له پاڼو ډکې

او په ویالو کې یې شیدې بهیږي

ختیځ ته هرڅه له لویدیځه راځي

پوهه، امنیت او تخنیک

خو دختیځ دغې پوښتنې ته ځواب نه راځي

چې د سیاست کتاب کې

هغه یو فصل چې ( اخلاق ) نومېده

د پانګې کومو موږکانو وخوړ ؟

او ( ګټې) څنګه ( عاطفه ) له انساني فرهنګه وویستله ؟

ختیځ کې داسې مهذب او مؤدب خلک شته

چې د لویدیځ تهذیب ته سر ټیټوي

د غرب د ټولو ارزښتونو  درناوي هم کوي

د بشري حقونو ،

ډیموکراسۍ او د بیان خپلواکي

ښاري اخلاقو او پر ژویو د زړه سوي پرنسیب

قانون  او سوله د ( انسان ) لپاره

ښه حکومت او هم سیاسي مسئولیت

د ښاروندۍ حقونه

او مدني ټولنه،

خو

په اسیا او افریقا کې دبنګساره، وږي تږي بنیادم پوښتنه

لا بېځوابه پاتې

( استخبارات) څه کوي؟

او د وسلو کارخانې ولې د ګلونو ګېډۍ نه جوړوي؟

د تیلو بیه په ډالرو نه ده

هره بوشکه ده په یوه ( مرمۍ)

هره مرمۍ د یو کافر لپاره

هره بوشکه د یو شرقي کافر د ژوند په بیه

د هر شرقي دوکاندار لاس کې یوه تله ده ( ایمان ) پرې تلي

مرګ  د ایمان لپاره

ژوند دایمان لپاره

د لویدیځوالو  د وسلو د کارخانو لوګي خو وینئ، کنه ؟

دا هغه اور دی، چې زموږ پر ایمانونو بل دی

دوزخ همدې ته وايي.

لویدیځ کې ټول جنګونه

د موزیمونو په تاخچو کې ایښي

هلته جګړه ، د غلامۍ په څېر  تاریخ ته تللې

ترڅو چې ګټه وي، تولید او شیطاني عقل وي

ترڅو چې خپلې جګړې

دلته ختیځ کې اوږدولای شي ، د پانګې په زور

ترڅو چې دلته د ( کافر ) او د ( مومن ) جګړه وي

لویدیځ به خپلو کې جګړه ونه کړي

هغه د ټرای د لرګین اس خېټه کې

د کمپیوټرو موږکان ګرځي

د ټول جهان جګړې به څو ( جي . بي ) وي؟

استخبارات

د لرګین اس له خیټې

د اسیا ټول جنګونه

د ویډیو ګېم په شان له لرې څاري

د ( ابن رشد) او ( بویوسف کندي)

عرب زامن یوبل ژوندي سوزوي

هر یو د خپلو حکیمانو په شمېر

پر انسانانو د څو ډوله قصابیو تجربې شماري

د درېیو لویو اسماني دینونو

جګړه اوس هم په پلستین کې کیږي

د اورشیلیم کلیسا

د سلیمان معبد

او

              بیت المقدس.

مصر  د ټولو فرعونانو تاوان بېرته ورکړ

شام،

هغه لوی ښار د حکمت او پوهې

داسې هوار شو لکه هېڅ چې نه و

بصره

کوفه

او بغداد

ټول ړنګ شول.

سوري ماشوم

                  د شرقي روم په کوم یو کڅ کې اوبو وړی پروت دی

ختیځ چې ناڅاپه راووت د عرفان له سوفه

سترګې یې وموښلې

پخوانی وېش یې هېر شو:

خوارج

رافضیان

معتزله

فاطمیون او نور…

اوس خو عرب او عجم

نوي ویشونه لري :

تور بیرغ

سپین بیرغ !!!

استدلا ل نه شته او منطق مړ دی.

د ټولو لاس کې ټوپکونه دي د ډزو موسیقي غږوي.

او هلته لرې د برماپر زمکه

دسرو جامو راهبان

د روهینګیانو له پوستکونه چمبې جوړوي

(بودا) خمارې سترګې ناست دی او لا ګوري ورته

بودا باور درلوده

چې ژوند په دومره درد ورنځ نه ارزي

او زموږ مطلقه نیستي

(نیروایانا)  نومیږي .

استخبارات

د سکندر پوښتنه :

څوک به د چا زوی وي؟

زیئوس د مار په شکل هره ورځ بابل ته راځي

او د عراق او شام لپاره د (نکاح) نوي تخمونه کري.

کشمیر د ( هیند ) په زاړه زخم کې لا ګوتې وهي

او نورستان و کونړ

لاهم د هغه ټپ تاوان ورکوي  

چې د سکندر پر اوږه

د ( راسا ) غشي کېښود .

سکندر لوړه وکړه

چې زه به بېرته راشم.

هغه اوس هم دلته دی.

سکندر بیا د ټرای لرګین اس باندې سپور راغلی

د اس په خېټه کې یې سل ( جي. بي. ) جګړه راوړې  

زمانه ډېره ده په وړاندې تللې

نوره جګړه پر زمکو نه ده، پر لښکرو نه ده

جګړه په دې ده، چې لمانځه کې چا لاس چېرې ایښی

لاس پر ټټر، که پرنامه او یاهم ځوړنده لاس ؟

دلته زرګونه ماشومان ووژني

ځینې اودس کې پښې مینځي ځینې مسح کوي .

ختیځ کې جنګ پر ازادۍ هم نه دی

دلته سکندر ډېر مهربانه دی، سخي پاچا دی

هرڅوک چې جنګ کوي وسله ورکوي

وسله پرېمانه ده، ډوډۍ نه شته

***  

تکنولوژي

تکنولوژي د نومهالې زمانې غلامي

د هر سړی شخصیت د ده په دېټا بېس کې پټ دی

او په لویدیځ کې د ( انسان ) ژوند وشخصیت او هرڅه

د بانک په هغه (کرېډټ کارت ) کې پټ دي

چې د قیامت عملنامې په څېر یې

هره ورځ اخلي په ښي لاس او ورکوي یې په کیڼ

کرېډت کارت د انسانیت معیار دی .

( سوشل مېډیا) ده د اخلاقو معاصره مانا

د شمالي کوریا ماشوم،

       خپلې ربړي لیندۍ کې ایښې اټومي خولۍ ده

د ( ترهګرۍ ) شطرنج له لرې کیږي

( تورې ) او ( سپینې) خانې څنګ ترڅنګ دي

پر تور او سپین بیرغ یوه کلمه

اس

پاچا

وزیر

پیاده

مات او کشت.

د ختیځوالو هوښیاري وګورئ !

وايي: انګریز دې په موږ رحم وکړي

او امریکادې مهربانه شي لږ

زموږ په لاس دې وسله نه راکوي

چې پرې یو بل ووژنو.

نړۍ د ګټې په جنون کې ورکه

پر انسانیت باندې د پانګې سپېره دوړه ناسته

او د تاریخ بوډا بېسده پروت دی

تاریخ له تبې رېږدي

تاریخ په پرتو سر دی

تاریخ ځګیروی کوي، په نیمه ژبه :

ختیځ هوښیار نه شو

او لویدیځ موړ په وینو.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *