Categories

اعلان

Loading…

خواجه اصف امریکا ته د پېغور ورکولو ترڅنګ د امریکا ځینې غوښتنې څرګندې کړې

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ یو وار بیا ناکامه وبلله او په ملنډو یې وویل چې د امریکا ناکامي افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په سفره کې په ډاګه شوه چې کابل ته یې د تګ جرات ونه کړ.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۲۶/ د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل«په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني کتنې موږ ته د امریکا د ماتې کیسه په ډاګه کړه.»

ده د همدې موضوع په تړاو د خپلو خبرو په دوام کې وویل«سره له دې چې امریکا له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور لري، د بهرنیو چارو وزیر یې په افغانستان کې له خپلې هوايي اډې وتلی نه شي او مجبوره دی چې له افغان ولسمشر سره په اډه کې وګوري.»

اصف په ملنډو وویل«په بګرام کې له ټیلرسن سره له کتلو وروسته د افغانستان ولسمشر ته خپل هیواد پردی ښکارېده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پېغورونه او ټونګ وهونکې (نېښ داره) څرګندونې ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د اسلام اباد د وروستي سفر په ترڅ کې پر پاکستان د تروریستي پناهځایونو د ختمولو په خاطر انتقادونه کړي او پاکستان لا هم حاضر نه دی چې د طالبانو او د افغانستان د دولت د نورو وسله والو مخالفانو له ملاتړه لاس واخلي. او یا لږ ترلږه له امریکا سره پر خپلو شرطونو جوړجاړي ته نه دی رسېدلی.

پاکستاني چارواکي د طالبانو د ملاتړ د بس کولو لپاره په افغانستان کې د هند د رول د محدودیت په ګډون یو لړ شرطونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د امریکا د جنوبي اسیا د نوې ستراتیژۍ په اړه د پاکستان د ملي جرګې (قومي اسمبلي) د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معلومات ورکول، په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه فکر کوي چې پاکستان طالبان د افغانستان پر ضد استعمالوي.

خواجه اصف، چې ویل کېږي د ویناوو او لیکچرونو زیات شوقي دی، تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان سنا جرګې ته په څرګندونو کې وویل چې د امریکا نوې ستراتیژي هغو جنرالانو جوړه کړې ده چې د افغانستان په جنګ کې یې ماته کړې ده.

ده وویل چې پاکستان نور پر طالبانو اغېز نه لري ځکه چې طالبانو نورې سرچینې (هیوادونه) موندلي دي.

اصف همداراز وویل چې د امریکا حکومت حاضر دی چې د طالبانو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي خو د حقاني شبکې په وړاندې هیڅ نرمښت نه مني.

ده دا هم وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د طالبانو او حقاني شبکې د ۷۰ مشرانو لیست وسپاره او پاکستان یې هم په مقابل کې د ۱۰۰ تنو لیست وروسپاره.

خواجه اصف وویل د امریکا له لوري دوی ته په سپارل شوي لیست کې داسې کسان دي چې یا مړه شوي یا نور په پاکستان کې نشته.

ده د پنجشنبې په ورځ دا ادعا هم وکړه چې د هند استخباراتي اداره (را) د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په همکارۍ د پاکستان د ناامنه کولو هڅه کوي.

514 total views, 3 views today

2 comments

  1. جمال Reply

    دا ډېرې چیغې چې وهي له دې نه معلومیږي چې موګی یې ورته ښورولی دی چې که سم نشوئ دا موګی به دربرابروم :)‌ خو یوازې ورښودل یې کافي نه دي د دوی خو هسې هم لنګونه دي د موګي پروسه پرې باید عملي کړي.‌

  2. سلیمان Reply

    دې ته وایي سپين او ښکاره دروغ. پاکستانیان چې د امریکا څخه څومره ویریږي هغومره د خدای پاک نه هم ویره نلري. د پاکستان د وزیر خارجه د ویناو نه دا معلومیږي چې ددوی روابط د حده زیات خراب شوي او امریکایانو ترې غوږونه تاو کړي. که داسې نه وي زه په پاکستلن کې دا جراءت نه وینم چې داسې خبره وکړي. بس دومره به ووایم چې خدای دې ددوی په بې خیرۍ کې زمونږ خیر لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2