Categories

اعلان

Loading…

په فراه کې ۹ سرتېري او ۱۷ طالبان ووژل شول

تاند- د فراه ولایتي چارواکو نن /چهارشنبه/ وویل، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۹ افغان سرتېري شهیدان کړل.

د فراه د والي ویندوی ناصرمهري رسنیو ته وویل، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې، چې پرون /سې شنبه/ ناوخته یې وکړ او درې ساعته یې دوام وکړ، ۴ نور سرتېري ټپیان شول.

مهري په عین حال کې وویل چې د طالبانو د حملې په ځواب کې له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه چې په نتیجه کې یې ۱۷ طالبان ووژل شول.

طالبانو د حملې مسوولیت منلی دی.

له دې جلا د هرات د والي ویندوی نن وویل چې د دغه ولایت په چیشت شریف ولسوالي کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه په بمبارۍ کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.

د هرات د والي ویندوی د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو ویې ویل چې شاوخوا ۳۰۰ طالبان راغونډ شوي ول چې پر سلما بند د حملې پلان جوړ کړي.

99 total views, 2 views today

1 comment

  1. شاه ملنګ Reply

    طالبانو ورڼو دا ستاسی او د وطنوالو تر منڅ واټن پیدا کوی نهایت کوشش وکړی او نور خلک هم مه پریږدی چی ملی بنسټونه او ملی ټولګټی ځایونه وران کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *