Categories

اعلان

Loading…

تنګ نظري | زبیر افغان

آدمي فربه شود از راه ګوش    

جانور فربه شود از حلق و نوش   

زموږ د سيمې مسلمانان له ډېره وخته په دې خوی اخته دي او حتا اوس ښه پوره ورته تدریسېږي چي له خپل فکر هاخوا د بل فکر مه منئ. دا ډېر لوی مشکل دی. د انسانانو تر منځ د جنګ، د نفرت، بیلوالي، نه همکارۍ، پر ډلو وېشل کېدل او خپله انرژي پر بې ګټو لارو لګول د همدې تنګ نظرۍ پایلي دي.

زموږ يو شمېر علمي مرکزونه په دې وبا اخته دي. په دې تېره بیا مذهب ته په منسوبو کسانو کي دا تنګ نظري او نرګسيت (ځان خوښونه) تر حد زیات ده. د دوئ په فکر تر ټولو ښه مسلمانان دوئ دي. الله او رسول ته نژدې کسان له دوئ پرته بل څوک نه شي کېدای. له ځان او خپلو همفکرو پرته د بل هر فکري مکتب په وړاندي حساسيت در لودل، ګمراه او بې لاري بلل، په اړه يې د خلګو ترمنځ منفي تبلیغات کول، زموږ د مذهبي کسانو يوه دنده ده. ان د دوئ له خولې همدا خبرې اورو چي دا منفي تګلاره د ځان لپاره مسوولیت بولي او که دا کار ونه کړي، د خدای په وړاندي ځان پړ ور ته مالومېږي. د همدې منفي دريځ له امله دوئ هم غندل شوي، غني خان په خپل وخت کي دا تنګ نظري ښه ټکولي، دا بیت يې یو مثال دی:

سپين سره مي نه لګي سپين دی د ریا رنګ

سپيني د سپي سترګې دي سپين دی د ملا رنګ

یا  لکه د پير محمد کاروان دا بیت:

وخت به راځي، چي غاږ د زهرو به ښامار نه لري

منصور به ګرزي مستانه ملا به دار نه لري

د نړۍ زياتره مذهبيان ځانونه پر حق ګڼي. خو که له دې سره دا فکر د هر چا له لوري تدریس شي چي له تا پرته نور بد دي، د کرکي وړي دي، باطل دي، ګمراهان دي او داسي نوري ټاپې نو په نړۍ کي به د انسانانو خپل منځي ژوند ډېر تریخ شي.

که د مسلمانانو اولني پير ته پام وکړو، نو رسول الله او اصحابو خپل هغه دښمنان په څنګ کي وزغمل چي له دوئ سره يې جنګونه کړي وو. په مدينه او خیبر کي يهود، په مکه، طایف او نورو سيمو کي عرب، په نجران او ډېری نورو علاقو کي عیسويان. دا ټول هغه فکري مکتبونه او په اصطلاح مذهبپاله ډلې وې، چي رسول الله په خپل څنګ کي ځای ور کړ. رسول الله پوهېده چي له زغم پرته بله چاره نه شته. له هر څونه اختلاف سره پيغمبر علیه السلام له یهودو سره کارو بار کړی. د نجران له نصاراوو سره يې بحثونه کړي او مدينې ته د هغوئ تګ راتګ پوره ثابت دی. د مکې له خلګو سره د رسول الله احسانونه، ورتګ، تړونونه، بخښنې او نور په حدیثو ثابت دي.

رسول الله له مسلمانانو پرته د نورو شريعتونو له پيروانو سره حوصله او تعامل کاوه نو موږ به له خپلو مسلمانانو سره تعامل نه کوو؟ د هر دښمن په وړاندي موږ ته د قران کريم د حوصلې او ښه رويې امر(فصلت: ۳۴)، دا سبق را کوي چي مسلمان بايد څومره زغم ولري؟ د رسول الله په ملګرو کي د ابن ابی ابن سلول په شان خلګ وو مګر رسول الله د هغه د ژوند تر پایه هغه له مدينې ونه شاړه. هغه يې له خپله مجلسه ونه ایستی. کار يې ور سره بند نه کړ. حتا د مرګ په ورځ يې جنازې ته هم ورغی. له دې موږ ته جوتېږي چي د خپل فکري مخالف په وړاندي به حوصله کوو.

بخاري کي حدیث دی چي رسول الله وايي، که مجتهد اجتهاد وکړي او حق ومومي نو دوه اجره لري او که خطا شو، نو يو اجر يې دی. يو بل حدیث کي وايي، د هرو سلو کلونو پر سر يو مجدد پيدا کېږي. دا دواړه حدیثونه موږ دا پيغام لري چي اختلاف حتمي دی پيدا کېږي به او دا يوه طبیعي خبره ده.

د هر قانون له متن څخه د خلګو براشتونه او تعبیرونه سره بیل وي. له قران او حدیث څخه هم مخالف تعبیرونه او تفسیرونه شوي دي. دا يو طبیعي بهیر دی چي د نړی له هر قانون او د هر مذهب له متونو سره همدا معامله شوېده. زموږ مذهبي متون هم له دې بهیر څخه مستثنا نه دي. څومره چي وخت تېرېږي، همدومره به نوي فکرونه رامنځته کېږي. د هر فکر په وړاندي تنګ نظري خپلول نه اسلامي تګلاره ده، نه انساني او نه دا حللار ده.

تر ټولو ښه لار د هر فکر زغمول دي. موږ بايد دا ثابته کړو چي نه یوازي د هر فکر مسلمان په خپل څنګ کي منلای شو، بلکي له مسلمان پرته هر انسان هم منلای شو.

د تنګ نظري انسان ژوند له کړاونو ډک وي. د هر چا په بریا خپه وي. له خپل ځان پرته يې بل نه وي خوښ. کارو بار يې له تکلیفونو سره مخ وي. له چا سره دوستي ته زړه نه ښه کوي. د عباداتو په برخه کي ستونزې لري. لنډه دا چي تر خوشالي غمونه ډېر لري. د دې پر ځای چي ځان ته په لوی لاس غمونه وکرو، ولي خوشالي جوړه نه کړو؟

رسول الله يوه حدیث کي وايي چي څوک زموږ په شان لمونځ کوي، زموږ قبلې ته يې مخ وي او زموږ ذبیحه وخوري هغه مسلمان دی او د الله او رسول ذمه له ځان سره لري. من صلی صلاتنا، واستقبل قبلتنا وأکل ذبیحتنا فهو المسلم له ذمة الله او رسوله.

له دې حدیث څخه ښکاري چي د همدې ټکو لرونکی کس مسلمان دی. دا خو د شريعت متون دي، مګر بل لور ته بیا تنګ نظري مسلمانان خلګ د نوروز پر میله هم کافر کوي. له يوه فکري مکتب سره پر اختلاف يې ګمراه بولي. حنفي مسلمان په سفلي مسلمان پسي لمونځ نه کوي، سلفي همداسي. حنفي مسلمان شافعي ته خپله لور نه ور کوي. شافعي به نو همداسي کوي. شیعه له سني سره دا معامله کوي او سني له شیعه سره. خوارج د شیعه او سني دواړو له لوري مردود دي او ناصبیان بیا د درې واړه ډلو له طرفه رټل شوي. انسان بايد دې نړۍ ته په کتو حقایق درک کړي. هر چا چي هر څه راته سم او بد وبرېښول هغسي يې بايد ور سره ونه منو. ولي شعوري انسان ځان داسي کړي چي د دې مصداق شي؟

په تندي مو هر څوک خپله نعره ليکي

موږ د دې ښار ديوالونه بې شعور

قران کريم خپلو پيروانو ته د زغم لار ښوونه کوي. الله وايي صبر کوئ او الله د زغم لرونکو ملګری دی. زغم په هر حال ګټور او نه زغم په هر وخت کي تاواني دی. انساني نړۍ کي چي څنګه رنګونه بیلا بیل دي همداسي فکرونه او علقونه سره مختلف دي. له دې امله نو زموږ له نظر څخه د نورو جلا نظر يوه طبیعي او حتمي خبره ده. نه بايد په غوسه شو او نه يې بايد پر ځان درنه تمامه کړو چي ولي زما ورور، پلار، اکا، ملګری، همسایه، کاریګر، د دفتر انډيوال، ټولګۍ وال او… له ما سره په فکر او نظر کي اختلاف لري. اختلاف د پرمختګ پول دی. که اختلاف نه وي، تنوع به نه وي، نوي شیان به نه وي، د ستونزو حل به نه وي، ابتکارات به نه وي او لنډه دا چي ژوند به مو له سختو شیبو سره مخ شي.

ځکه نو بايد د هر فکر په وړاندي زغم ولرو. قران کريم وايي، که اذان وشو او يو چا پسخند په واهی، نو تاسو مجلس ور ایله کړی. يا په ښه ډول الهي لاري ته بلنه ور کړئ. دواړه اپشنه د زغم دي او له دې پرته د بې حوصلګۍ او خشونت هيڅ مجال يې نه دی پرېيښی. د دين او انسانيت دواړو له لوري موږ مکلف يو چي ټول افکار او انسانان په خپله خوا کي ومنو، تنګ نظري ایله کړو، ښه رویه د هر انسان خپل حق وګڼو، انسانيت ته احترام زده کړو، انساني کرامت ته درناوی کله هم له پامه وا نه چوو او د قراني وینا له مخې ټولو انسانانو ته د ښې وینا تګلاره خپله او ټاپې لګول ایله کړو.

کندهار- عینو مېنه

۲۰۱۷/ ۳/۲۷

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *